شاته

رپورټ: د هند د اقتصاد ښه کېدو باوجو په ميلينونو خلک د ډوډۍ ګټلو د ازمېښت ته تېريږي

د دې باوجود چې په هند کې د ژوند معيار ښه شوی او اقتصاد يې په تېزۍ په بره روان دی خو د نيم بيلين نه زيات خلک تېر کال د ډوډۍ پيدا کولو په هڅو کې سرګرادانه وو.

د ګيلپ سروی چې د نهې/سېشنبې په ورځ خؤره شوې ترمخه د هغه خلکو شمار د کال 2016 نه په دېخوا يو په درې چنده سېوا شویچې په مشکل سره ډوډۍ ته لاس رسی لري.

دا تصوير د يوې ولسي رای اخستنې په ترڅ کې مخې ته راغلی چې “هنديان يو روښانه اقتصادي راتلونکی اټکل کوي” نوم ورته ورکړل شوی خو اوس يې سکونډ هم محسوسوي.

د نړې په کچه په تېزۍ سره په مخ روان د اقتصاد په اړه هيلې ډېرې غټې وې چې کله به د دې موازنه د لويو لويو اقتصادونو لکه امريکا،جاپان او د جرمني سره کېدله.

د انډيا په اړه دګيلپ رپوټ د درېو برخو ليکونکی بېنېډېکټ وايجرز وي او ای ته وايي “زما د پاره د دې رای اخستنو مهمه برخه دا ده چې د هند د اقتصاد په اړه هيله من پاتې شوو خو مهمې ننګونې لا شته. دا ځکه چې که يو قام د خپل راتلونکي اقتصاد په اړهخوش بينه دی نو د دې معنا دا نه ده چې ګني نن ډېر خلک ډېرو څيزونو ته لاس رسی لري”.

د سروی ترمخه 57 فیصد هنديان وايي د ژوند مېعار يې ښه شوی خو په سلګونو ميلينونو خلکو ته صورتحال لا تياره دی.

د هند په غټو ښارونو کې دا تقسيم ځليږي. په ګوروګرام، چې د خؤرېدونکي کاروبار مرکز دی او د نوي ډيلي سره لګېدلی دی کېپړقېدونکې دفتري ودانۍ او د اوسېدو ګران قيمته دنګ دنګ ايبپارټمنټونه هم ځايي او نړيوالې کمپنيانې ځايوي او هم د ډېرېدونکې درميانهټولنې حقيقت څرګندوي.

خو د ښار د پړقا پړوق نه د ډک ژوند ترڅنګ کچه ابادۍ هم پرتې دي چرته چې په لسګونو زره د نورو سيمو نه راغلي مزدورکاره خلک دښار په ګڼه ګوڼه او شور شغرب کې کار کوي او دغلته اوسيږي.

دوی لا خو ټيکسيان لا رکشې چلوي، څوک يې ډرايوران دي، څوک امنيتي نوکران دي، څوک مزدوران دي، څوک مختلف هنرونه کوي او لاپخلی کونکي او په مقامي خوړن ځايونو او هوټلونو کې ويټران دي.

په دوی کې يوه تنه دورګا ګواتم هم ده چې هره ورځ د خپل يوې کمرې کور نه دغې مالدارې محلې ته د کار د پاره ورځي او په کور کې کارکوي. د دې د ټولې مياشت ګټه وټه نزدې 150 ډالره ده.

دورګا وايي “زه دوه لوڼه او دوه نوسي ساتم. هر شی د اور په بيعه دی. د 25 کيلوګرام وريجو بوجۍ چې به په لس ډالره خرڅېدله اوس ددولس نيم ډالره نه ګرانه شوې ده. زما تنخوا نه ده سېوا شوې نو مجبوره يم خپل ځان لنډ تنګ کړم”.

د هند په پراخه کليوالو سيمو کې ډېر کروندګر لږه زمکه لري چې دوی ته ترې ډېر لږ امدن ترلاسه کيږي.

په کال 2022 کې په هر پينځو تنو کې دوو چې 43 فیصد ابادي ترې جوړيږي، ګيلپ سروی ته ويلي تېر کال يې د ډوډۍ پيدا کولو په لړ کې ډېرې سختې ګاللې دي. په داسې حال کې د سر سوری ساتل ډېر ګران کار وي او د ملک نزدې په درېو کې دوه تنه د دې سره مخ دي.

د سروی ترمخه د هند د ابادۍ د کال 2016 په نسبت چې په ترلاسه امدن کې يې ګوزاره په مشکله سره کېدله نزدې 12% برخه وه خواوس دا شرح په تېر دوه کاله کې 31 فیصد ته رسېدلې ده.

د سروی مطابق د دې صورتحال او ننګونو باوجود د اقتصاد د ښه کېدو په اړه اندونه او هيلې مثبت دي. د نورې نړۍ په رنګ په هند کېهم ګراني راغلې خو د ياد هېواد د روزګار په اړه دا منلې خبره ده اکثريت خلک يې خپل کارونه کاوروبارونه کوي.

عاشي مادهوار چې د څلورو کالو راهسې د منيجمنټ کانسلټنټ روزګار کوي د خپلې پېشې راتلونکي ته خوشبينه ده او وايي “په تېرو څوکلنو کې ډېر څه بدل شوي او ډېر ښه وخت راروان دی چې ډېرې ښې مواقع به راته په لاس راشي”.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجاناپارېچا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00