شاته

د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر 'احمد یوسف نورستانی افغانستان ته ستون' شو

د افغانستان ملي راډیو تلویزون، چې د طالبانو حکومت یې کنترولوي، وايي چې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون پخوانی مشر یوسف نورستانی هېواد ته ستون شوی دي.

د ملي راډیو تلویزون د اکس [ټویټر] په پاڼه کې د سه شنبې په ورځ اګست پنځمه (وږي۱۳) لیکل شوي دي چې نورستانی له «افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون» له لاري افغانستان ته راستون شوی دی.

له دغه خبر سره یو تصویر هم خپور شوی چې یوسف نورستانی له ځینو طالب چاراکو سره ولاړ لیدل کېږي.

نورستانی په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان په «اسلامي جمهوریت» کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر و. هغه بیا د مشرانو جرګي انتصابي سناتور شو او د هرات پخوانی والی هم و .

په ۲۰۱۹ کال کې د کالیفورنیا په سن ډیاګو کې یوې محکمې یوسف نورستانی د عامه امکاناتو او امتیازاتو د غلا په تور محکوم کړی و، چې شپږ میاشتې به په کور کې وي او باید درې کاله تر نظر او څار لاندې وي.

پر نورستاني تور و چې د امریکا د فدرال حکومت څخه یې څه باندې ۱۰۰زره ډالر ترلاسه کړي او بهر ته یې د خپلو سفرونو په اړه هم حکومت ته معلومات نه وو ورکړي.

په امریکا کې له متقاعدو، مسنو او نورو اړو افرادو سره حکومت هم مالي مرسته کوي او هم وړیا صحي بیمه ورکوي. احمد یوسف نورستاني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ کلونو کې همدا ډول مرستې ترلاسه کولې او په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې هم حکومتي دنده لرله.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، څه باندې ۱۰۰زره افغانان له هېواد څخه واېستل شول چې په هغوی کې د مخکني حکومت لوړي پوړي مقامات هم شامل دي.

د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته اعلان وکړ چې له «افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون» یې جوړ کړی دی، چې دنده یې د مخکني حکومت له مقاماتو سره تماس نیول او هېواد ته د هغوی د ستنېدو د لارو چارو اسان کول دي.

دغه کېمسیون ته منسوب د اکس [ټویټر] په اکاونټ کې، د اکثریت پخوانیو افغان مقاماتو تصویرونه او د ستنېدو خبرونه خپرېږي، چې تازه هېواد ته ګرځېدلي.

د دغې پاڼې په حساب، تر دې دمه سلګونه پخواني مقامات د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

دا کمېسیون وايي هغو مقاماتو ته یې د مصونیت کارتونه ورکړي دي، چې په هېواد کې پاتې شوي دي: «له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون لخوا په هېواد کې د تېرې ادارې د پاتې یو شمېر د ولسي جرګې غړو، جنرالانو او علمي شخصیتونو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول».

طالبان داسې مهال هېواد ته د یو شمېر پخوانیو مقاماتو د ستنېدو خبر ورکوي، چې د بشري حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو د محکمو له حکم پرته د مخکني حکومت سلګونه پوځي او ملکي غړي وژلي دي. طالبان دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه