شاته

شمالي وزيرستان: په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې، څلور ماشومان او مور یې وژلي

د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان کې په یو کور ماټر ګوله غورځېدلې چې د يوې کورنۍ پينځه تنه [څلور ماشومان او او د هغو مور] یې وژلي، دوه نور ماشومان پکې ژوبل شوي دي.

ځایي خلک تور لګوي چې مارټر ګوله د پاکستان پوځ ویشتې، د یو ځایي تن کور یې په هدف کړ‎ی خو پوځ دا دعوه رد کړې او ویلي یې دي تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پوځ په هدف کولو د پاره توغندي او ماټر ګولې کاروي او عام خلک پکې په هدف کيږي.

‎د شمالي وزیرستان انتظاميې تاييد کړې، چې پېښه د جنوبي وزیرستان سره په پوله د شمالي وزیرستان تحصیل ګړیوم په شودت خېل سیمه کې شوې ده.

‎د شمالي وزيرستان د مرستيال کمیشنر ریحان خټک دفتر چارواکو وویل، د لومړیو معلوماتو له مخې د صدیق الله نومي تن په کور د نامالومه اړخ نه مارټر ګوله غوځېدلې ده.

‎د دوی په وینا د پېښې نور جزیات ترلاسه کولو د پاره پولیس او انتظامي چارواکي سیمې ته رسېدلي چې د دغه وحشتناکه پیښې په اړه پلټنې وکړي. چارواکو وويل، په پېښه کې ژوبل ماشومان د بنو روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون سرچینې وايي ماشومان سخت ژوبل دي او عمليات یې روان دي.

‎د دغې پېښې پرضد متاثره کورنۍ او ځايي خلکو د وژل شوو ماشومانو د جسدونو سره ګړیوم سیمه کې د پوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی او وايي د انصاف غوښتنه کوي.

د متاثره کورنۍ یو غړي ډاکټر اعجاز وویل د شپې پرمهال په کور مارټر ګوله غورځېدلې، د تره [صاحب نور] څلور ماشومان او مېرمن یې وژل شوي او د بل تره نورګل دو ماشومان ژوبل شوي دي.

هغه وویل په پېښه کې څلور غواګانې هم مړې شوې دي.

‎هغه وویل د ترهګرۍ سره هیڅ ډول تړاو نه لري نیکه صدیق الله یې ریټايرډ سرکاري نوکر او د وژل شویو ماشومانو پلار مزدور کار خواري کښ دی اوس مهال په ابوظهبي کې د خوارۍ دپاره مسافر دی.

‎هغه وویل د دغه پېښې دې په پراخه کچه پلټنې وشي او کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.

د احتحاجي پرلت یو ګډون وال رحیم الله وویل د تیرې یوې میاشتې نه د پوځي اډو نه مارټر ګولې ویشتل کیږي چې ځايي خلک یې سخت پریشانه کړي دي. هغه وویل احتجاج روان دی د اتمانزیي او پي ټي ایم سره به اینده تګلاره جوړوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00