شاته

د شمالي کوریا لخوا روسیې ته د وسلو ورکولو پر سر د امریکا خبردرای

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان سه شنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۴) خبردرای ورکړ که شمالي کوریا روسیې ته د اوکراین په جګړې کې د کار اخیستو لپاره وسلې ورکړي، پیونګ یانګ به یې د عواقبو سره مخ شي.

ښاغلي سلیوان دا څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د روسیې او شمالي کوریا مشران د همدې موضوع په هکله ډیر ژر سره وګوري.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي همدارنګه ویلي چې روسیه ښایي د شمالي کوریا څخه په تر لاسه شویو وسلو په اوکراین کې د خوراکي موادو په سرچینو او هغو زیربناوو بریدونه وکړي چې پدې هیواد کې د ژمي په موسم کې د خونو تودولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

جیک سلیوان وړاندې وویل چې روسیه کوښښ کوي د یو خودمختاره هیواد خاوره ونیسي.

هغه زیاته کړه، " دا به د شمالي کوریا لپاره ښه انعکاس ورنکړي او په نړیوالې ټولنې کې به هغوي (شمالي کوریا) د دې قیمت ادا کړي".

روسیه چې د متحده ایالاتو په ګډون پرې د غربي هیوادونو لخوا ګڼ شمیر بندیزونه لګیدلي دي کوښښ کوي چې د خپلو متحدینو څخه پداسې حال کې په اوکراین کې خپل ځواکونه قوي کړي چې کیف هم د ځوابي برید عملیات پیل کړي او کوښښ کوي نیول شوې سیمې د روسیې څخه پاکې کړي.


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار دا هم ویلي چې ښایي د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د شمالي کوریا د مشر کیم جون اونګ سره وګوري او د روسیې د وسلو په اړتیا خبرې وکړي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو هم د جولای په میاشت کې شمالي کوریا ته تللی و چې د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې هلته یې د اضافي وسلو غوښتنه کړې وه.
خو د دې ټولو سره سره کرملین د سه شنبې په ورځ ویلي چې د شمالي کوریا د مشر سره ملاقات نشي تائیدولی. د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف په خبري کنفرانس کې وویل، " مونږ پدې هکله هیڅ نشو ویلی".

متحده ایالاتو تیره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې روسیې وار د مخه په پټه د شمالي کوریا سره د وسلو تر لاسه کولو په هکله خبرې کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د روسیې جمهور رئیس د شمالي کوریا څخه د توپ مرمۍ او د ټانک ضد توغندي غواړي خو بل پلو بیا د شمالي کوریا مشر د خپلو اوبتلونو لپاره چې په اتومي برښنا سمبالې دي او سټلایټونو لپاره پرمختللې ټکنالوژۍ په لټه کې دی.

دې ورځپاڼې ویلي چې کیم جون اونګ ښایي شخصاً مسکو ته ولاړ شي او د وسلو تر څنګ د خپل ولس لپاره د خوراکي موادو د مرستې غوښتنه هم کوي.


سره لدې چې شمالي کوریا یې نه مني خو واشنګټن تیره اوونۍ ویلي و چې شمالي کوریا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې روسیې ته هغه توغندي او راکټونه ورکړي و چې پیاده ځواکونه یې کاروي.

که له یوې خوا روسیه د شمالي کوریا څخه د وسلو غوښتنه کوي بلې خوا د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر غربي هیوادونو اوکراین ته د وسلو ورکړه ډیره کړې.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو د کیف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ میلیاردو څخه ډیرې دا مرستې یې نظامي دي.

متحده ایالاتو د تیرې اګست میاشتې په ۲۹ مې د کیف سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې د ماینونو پاکولو او خنډونو لیرې کولو وسایل هم پکې شامل دي.

د کیف ځواکونه چې د سږکال د اوړي په سر کې د روسي ځواکونو په خلاف د تعرضي برید کولو عملیات پیل کړي او غواړي د دې هیواد سیمې بیرته دهغوي څخه ونیسي، په ځمکه کې د ښخ شویو ماینونو پاکولو، خندقونو څخه تیریدو او د ټانکونو لپاره د خنډونو لیرې کولو په برخې کې د ستونزو سره مخ دي.

پنټاګان په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې نویو نظامي مرستو سره به د اوکراین سره مرسته وشي چې د جګړې په ډګر کې او د ولس ساتنې لپاره د روسیې پر ضد تعرضي عملیاتو کې برلاسي ولري.

فورم \ دبحث خونه