شاته

ایراني پولیسو د مهسا امیني تیره نیولی

پداسې حال کې چې په ایران کې د مهسا امیني لومړي تلین ته څه باندې یوه اوونۍ پاتې، ایران پولیسو سه شنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۴)د میرمن امیني تره نیولی او نامعلوم لوري ته یې بولی دی.

په خبري راپورونو کې ویل شوي چې پولیسو صفا عایلي د خپل کور څخه نیولی او معلومه نده چې چیرته به یې بولی وي.

کردي خبري اژانس کوردپه ته ځینو سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونه پداسې حال کې د ښاغلي عایلي کور ته ننوتل چې د محکمې لخوا هیڅ ډول حکم ورسره نه و موجود.

تر اوسه نده معلومه چې د ایراني امنیتي ځواکونو د مهسا امیني تره په کوم دلیل نیولی او د ځان سره وړی خو هغه پداسې حال کې نیول کیږي چې د همدې روانې سپټمپر د میاشتې په ۱۶ مې د میرمن امیني د مړیني یو کال پوره کیږي.


د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ ایرانۍ مهسا امیني مرګ چې حجاب د مقرراتو څخه د سرغړونې په تور نیول شوی وه، د څو میاشتو لاریونونو لامل شو چې په کې د ایران د اسلامي نظام د ختمولو شعارونه هم ورکړل شوي وو.

په ایران کې فعالین ادعا کوي چې ایراني چارواکو د مهسا امیني د تلین په درشل کې د خلکو نیولو ته زور ورکړی.

د ملګرو ملتونو په وینا د تیر کال په مظاهرو کې د زرګونو کسانو د نیولو وروسته د یو لړ خورو ورو اعتراضونو پرته اوس مظاهرې په پراخه کچه کمې شوې دي. فعالان وایي په سلګونو کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي وو.

خو له ایران څخه بهر د بشري حقونو کمپاین کوونکي وايي، ایراني مقامات پدې خطر ښه پوهیږي چې ښايي د پراخو مظاهرو د کالیزې په مناسبت نور لاریونونه وشي او وايي امنیتي ځواکونو د تېر مني د پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره ځپنه زیاته کړې ده.

په همدې حال کې د ایران لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي ابرم پالي دفتر د ایران د ولس تر منځ د ویرې پیدا کول په سختو ټکو غندلي دي. دې دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ایرانیان وار د مخه ډیر زیانمن شویدي.

د بشري حقونو د فعالانو د خبري اژانس (HRANA) په وینا، په ګیلان ولایت کې چې تیر کال د اعتراضونو عمده مرکز و، د ښځو د حقونو ۱۱ فعالانې توقیف شوي دي.

په دې ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د غورځنګ د ځپلو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو کورنۍ پدې خاطر د "خپلسرو نیولو او توقیف" سره مخامخ دي چې د خپلو عزیزانو د سرنوښت په هکله "چوپتیا" غوره کړي.

په نیویارک کې میشت د ایران د بشري حقونو د مرکز (CHRI) اجرائیوي رئیس هادي قیومي د فرانس پرس اژانس ته وویل: "دا نیول د ایراني مقاماتو یوه ښکاره هڅه ده چې د راتلونکي کلیزې څخه دمخه په خلکو کې ویره رامینځته کړي (او) د نورو لاریونونو مخه ونیسي."

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شویو قربانیانو کورنۍ په وروستیو میاشتو کې له سپکاوي ډکو پلټنو، خپلسرو نیونو او یا غیر عادلانه محاکمو او محکومیتونو سره مخامخ شوي دي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییزه مرستیاله ډیانا التاهاوي وايي:"د ایراني چارواکو ظلمونه هیڅ حد نه لري،" هغې دا هم وویل چې د ایران حکومت هڅه کوي "خپل جنایتونه پټ کړي".

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، د ایران حکومت د مظاهرو له یوې سترې څپې شاهد و، هغه مظاهرې چې د ایران حکومت "اغتشاش" وبللې او سختې یې وځپلې. دا لاریونونه د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د ایران د مشرتابه پر وړاندې یو له سترو ننګونو څخه وو.

فورم \ دبحث خونه