شاته

وزیراعظم کاکړ: پوځ نه خو د خپل حد نه تجاوز کوي او نه حکومت ته هدایات ورکوي

پېښور – د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي پوځ په معمولي انداز کې هم د خپل حد نه تجاوز نه کوي اؤ تر اوسه هغه دا نه ده ګڼلې چې ګنې حکومت ته یې هدایات ورکړل کیږي.

وزیراعظم دا څرګندونې د نهې په ورځ وروسته له هغې کړي چې اوړمه ورځ د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له تاجرانو سره لیدنه کې وویل هغه هڅه کوي چې د عرب اماراتو، کویټ او سعودي عرب نه د اربونو ډالرو سرمایه کاري پاکستان ته راوړي.

مطبوعات وایي په دغه لیدنه کې پوځي سرلښکر تاجرانو ته دا باور هم ورکړی چې په پرانستي يا اوپن مارکیټ کې د ډالر په نرخ قابو راوستو او د پېسو بدلوونکو د کاروبار په ټیکس نیټ کې راوستو د پاره به ګامونه پورته کولی شي.

څیړونکي وایي دا د پوځ کار نه دی چې اقتصادي فیصلې وکړي او د دې به په راتلونکې کې کاروبار او ملکي معیشت ته تاوان هم رسي.

له بهرنۍ میډيا سره په خبرو کې وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي پوځ حکومت ته په هره هغه معامله کې ځان ور وړاندې کوي چې حکومت یې ترې غواړي.

نګران وزیر اعظم ویلي د امنیت اؤ معیشت په معاملو کې حکومت اؤ پوځ په ګډه کار کوي اؤ یو بل سره خبرې هم د اړونده درناوي په چوکاټ کې کوي.

روانه اوونۍ د پاکستان د رجسټریشن د دولتي ادارې نادرا د مشرۍ څوکۍ نګران حکومت د پوځ یو حاضر سروس جنرال ته سپارلې ده چې په دې عمل په ټولنیزو رسنیو سخت ټکونه شوي دي.

په سوشل میډیا زیاتره فعالانو ویلي د وړاندې نه هیواد کې ګڼ شمیر پخواني پوځي افسرانو په محکموعهدو ګمارل شوي دي اؤ اوس چې حاضر سروس پوځیان هم په مهمو څوکیو ګمارل کیږي نو دا ښیي چې پوځ حکومتي چارې هم پخپله پرمخ وړل غواړي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې عدالتونو د پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف د یو شمیر بندي مشرانو په ضمانت د خوشې کولو امرونه کړي دي خو دغه سیاسي مشران چې په یوه قضیه کې له زندان خوشې شي نو په بله قضیه کې سمدستي د پولیسو لخوا ونیول شي اؤ د تحریک انصاف ګوند مشران اؤ څېړونکي په اشارو کنایو کې تور لګوي چې ددې هر څه تر شا د هیواد د طاقتور پوځ لاس دی اؤ نګران حکومت د پوځ له خوښې پرته هیڅ نه شي کولی.

خو نګران وزیراعظم میدیا ته ویلي چې پوځ د خپل حد نه یوه ذره هم تجاوز نه کوي اؤ یوازې په هغو معاملو کې ځان راوړاندې کوي چې حکومت یې ترې غوښتنه وکړي.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي کله چې په دې وروستیو کې په بټګرام کې 9 ماشومان په یو چیرلیفټ یا زانګو کې بند شول نو په اصولي توګه دهغوي د ژغورنې لپاره صوبایي ډیزاسټر منیجمنټ ته بټګرام کې کارروايي کول پکار و خو وزیراعظم وایي که هغه سول اؤ پوځي اړیکې بنیاد جوړولې نو کیدای شي دغو 9 ماشومانو خپل ژوند بایللی ؤ.

هغه وویل له بده مرغه زمونږ د ادارو دننه د خدماتو د ورکړې صلاحیت کم دی اؤ ددې تشې د پوره کولو لپاره مونږ ته د پوځ نه مرسته ترلاسه کول وي.

د نګران وزیراعظم په خبره ،که څوک وایي چې مونږ ته د پوځ نه داسې مرسته نه ده ترلاسه کول پکار نو بیا به وړومبی د ادارو د خدماتو د ورکړې نظام پیاوړی کول وي اؤ که هغې کې غوره والی نه شو راوستی نو بیا به تر څو پېړیو د پوځ نه مرسته اخستل راپغاړه وي.

تېره ورځ د پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر لخوا تاجرانو سره له لیدنې وروسته اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر د ډیوه خبریال اورنګزیب خان ته ویلي وؤ، د پاکستان معیشت چې دا وخت په کوم حال کې دی د هغې دپاره ضروري ده چې ټولې ادارې یې د پياوړي کولو دپاره کار وکړي خو په بنيادي توګه دا د پوځ کار نه دی چې د ملکي اقتصاد ښه کولو دعوې وکړي.

د نوموړي په خبره، له بده مرغه دا وخت نګران حکومت دی او دا حکومت هم د اقتصاد ښه کولو دپاره څه عملي کار نه کوي او پاکستان کې تل د حکومتونو د نااهلۍ له امله پوځ ته موقعه په لاس ورځي چې په هره معامله کې مداخلت وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00