شاته

سعودي او ایران د اړیکو له بیرته جوړولو سره اووه کاله وروسته خپل سفیران ریاض او تهران ته ولېږل

سعودي او ایران د شاوخوا اوو کلونو سفارتي اړیکو نه لرلو وروسته خپل سفیران ریاض او تهران لېږلي او خپل کارونه یې پیل کړي دي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دې هیواد سفیر عبدالله العنزي د نهې- سه شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی او ویلي یې دي چې د سعودي رهبري د اړیکو د پیاوړتیا په اهمیت پوهېږي.

د سعودي سرکاري خبري ایجنسۍ سعودي پریس د عبدالله العنزي له خولې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لا پیاوړي کېدو او لیدنو لا زیاتېدو اړتیا ده.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا هم ویلي، د دې هیواد سفیر علي رضا عنایتي د سه شنبې- نهې په ورځ د سعودي عرب پایتخت ریاض ته رسېدلی، چې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو او د ایران د سفارت کارکوونکو ورته هرکلی ویلی دی.

عبدالله العنزي تر دې مخکې په عمان کې د سعودي سفیر وو او علي رضا عنایتي تر دې مخکې په کویت کې د ایران سفیر وو.

سعودي چې ډېری وګړي یې سنیان دي او ایران چې شعیه ګان پکې اکثریت دي د روان 2023م کال په مارچ کې د چین په منځګړتوب د خپلو سفارتي اړیکو په بیرته پیل کولو باندې متفق شول او د یو بل په هیوادونو کې یې د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو اعلان وکړ.

په تهران کې د سعودي سفارت خپلې چارې تېره میاشت پیل کړې وې خو تهران بیا د جون په میاشت کې په ریاض کې خپل کارونه د دې هیواد د جنډې تر پورته کولو وروسته پیل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبداللهیان تېره میاشت له سعودي عرب سره د اړیکو تر بیرته پیلېدو وروسته په خپل لومړي سفر کې ویلي وو چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزې اړیکې په سم لوري روانې دي.

سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ.

خو د روان کال د مارچ پر 10مه د ایران اعلی امنیتي چارواکي علي شمخاني او د سعودي عرب د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان د بېجنګ په منځګړتوب یو تړون لاسلیک کړ، چې پکې د 2001م کال د امنیتي همکاریو د تړون او د تجارت، اقتصاد او سرمایه کارۍ په برخه کې د یو بل پخواني تړون د بیا فعالولو پرېکړه وشوه.

څېړونکي وایي د ایران او سعودي عرب تر منځ د اړیکو ښه کېدل به په ټوله سیمه کې مخامخ او نامخامخ وسلوالې نښتې کمې کړي، ځکه چې وایي دغه دوه سیمه ییز قوتونه د سیمه ییزو کړکېچونو په ځانګړي ډول په شام او یمن کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

له ایران سره د سعودي عرب د اړیکو له ښه کېدو سره سم ریاض هم په شام کې د ایران د متحد بشارالاسد له حکومت سره خپلې اړیکې را ژوندۍ کړې او په پام کې ده چې د دغه هېواد سفارت هم په ریاض کې بېرته پرانیستل شي.

یادونه:- د دې خبر ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00