ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هالېنډ يو عدالت پاکستاني کرکټر ته د 12 کالو بند سزا اورولې ده

د هالېنډ يو عدالت د پاکستان پخواني کرکټر خالد لطيف ته د 12 کالو بند سزا اورولې ده، لطيف ته دغه سزا د هالېنډ انتهايي ښي اړخه يا اسلام مخالفه شعله بيان قانون ساز ګيرټ وايلډرز ته د وژنې د ګواښ د تور په قضيه کې اورول شوې ده.

13.09.2023 ډیوه

د افغانستان لپاره د چین سفیر د طالبانو رئیس الوزرا ته خپل باور لیک وړاندې کړ

د طالبانو د حکومت مقامالت وایي چې د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر جاو شینګ د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته خپل باور لیک وړاندې کړ.

13.09.2023 امریکا غږ

د شمالي کوریا مشر د روس دوره او صدر پوټن سره يې ملاقات کړی

د امريکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر هم د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې روس ته د شمالي کوریا د وسلې ورکول به د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د ګڼ شمېر قراردادونو خلاف ورزي وي

13.09.2023 ډیوه

څېړونکي: طالبان او پاکستان د يو بل په تمه پوره نه دي ختلي ځکه یې اړیکې تاوجنې دي

په افغانستان او پاکستان کې څيړونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلووروسته پاکستان د هغو نه ځينې تمې لرلې لکه د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] پرضد اقداماتو او خپلې خوښتې ځينې غوښتنې خو هغه شان ونه شوه، او طالبانو د پاکستان نه تمه لرلې هغه هم هغه شان پوره شوې.

13.09.2023 ډیوه

سعودي او طالبان د ښځو د تعلیم او کار په اړه جلا لارې لري، سعودي مېرمنې پرمختګ کوي

افغانستان او سعودي عرب د شریعت په بنیاد د خپلو قانوني نظامونو او آمرانه حکومتونو له کبله مشهور دي، خو دواړه "اسلامپاله حکومتونه" د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په برخه کې پر جلا لارو روان دي. په سعودي کې تر څو کلونو مخکې پورې لا ښځې له ډېرو ټولنیزو حقونو او ازادیو بې برخې وې، خو د امریکایي او سعودي چارواکو په وینا اوس پکې د ښځو د کار کولو کچه 37 فیصده ته لوړه شوې ده. د لوړې ټیکنالوجۍ په صنعت کې د سعودي ښځو ګډون دومره زیات شوی چې په وروستیو کې د سعودي لپاره د امریکې سفیر مایکل رتني په ټوکه وړاندیز وکړ چې د امریکې د ټیکنالوجۍ مرکز «سیلیکان وېلي» کولای شي د ښځینه کاروبار د پرمختګ لپاره د سعودي عرب له هڅو اثر واخلي. ښاغلي رتني په تېره جولای میاشت کې په یوه غونډه کې ویلي وو، "د سعودي د ټیکنالوجۍ په څانګه کې د افرادي قوت درېیمه برخه ښځې دي، چې دا زما د پوهې مطابق تر سیلیکان وېلي زیات شمېر دی". په سعودي کې اوسمهال ښځې له ټیکنالوجۍ هاخواته هم د پرمختګ په حال کې دي او په سرکاري او غیرسرکاري کمپنیو کې څوکۍ تر لاسه کوي او په بېسارې کچه د مخکښۍ له روله پیل کوي. له دې سره سره د هغو سعودي نجونو چې عمرونه یې له 15 تر 24 کلونو پورې دي د لیک لوست یا خوندګۍ کچه 99 فیصده ته رسېدلې ده چې دا یو مهم ګام دی. په تېره مې میاشت کې خلابازه رایانه برناوي په تاریخ کې لومړنۍ عربه ښځه شوه چې خلا ته یې سفر وکړ.   سعودي د شهزادګۍ ریما بنت بندر السعود په ګډون پینځه ښځینه سفیرانې هم ټاکلې دي چې په امریکا کې د سعودي عرب استازیتوب کوي. په جولای میاشت کې په واشنګټن کې د اټلانټیک کونسل او جارج ټاون پوهنتون په ګډه جوړه شوې غونډه کې مېرمن ریما بنت بندر السعود وویل: "نن په سعودي کې تر نارینه وو موږ ډېرې ښځې لرو چې اعلی ډګرۍ تر لاسه کوي". د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې په تېرو وختونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په تور نیوکې ورباندې شوې دي، خو اوس د یوې داسې اصلاحي او پرمختیایي ایجنډې د مشرۍ کرېډیټ ورکول کېږي چې د ښځو لپاره ډېر حقونه او د کار موقعې پکې شاملې دي. پر دې هر څه برسېره سعودي د یوې زورواکه باچاهۍ په توګه پېژندل کېږي ځکه چې تر اوسه پورې لا په حکومت کې ښځینه وزیره او په شاهي عدالت کې ښځه نه لري او د هېواد د تقریباً ټولو چارو پرېکړې شاهي کورنۍ پخپله کوي. خو بیا هم د بدلون تمه شته. په عرب ګلف سټېټس انسټیټیوټ کې په څېړنې بوخته د پي ایچ ډي زده کوونکې سوسن سایکالي وایي، په سعودي کې اوس هم ډېرې ښځې شته چې د رهبرۍ رول تر سره کوي او زه هیله لرم چې له وخت سره به نورې هم زیاتې شي. مېرمن سایکالي وي او اې ته وویل، "د سعودي حکومت یو شمېر هغه قوانین ختم کړي دي چې مخکې یې په ځینو برخو کې د ښځو د کار وړتیا محدوده کړې وه او د توپیري چلند او ځورونې خلاف یو شمېر قوانین یې هم منظور کړي دي". د طالبانو شریعت: په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې بنیادي بشري حقونو او ازادۍ ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی، چې په هغه کې له اعلی تعلیم او کار کولو محرومه کېدل هم شامل دي او دغو بندیزونو ته د شریعت او کلتور جواز ورکړل شوی دی. د افغانستان د ښځو د چارو مخکینۍ وزیره حبیبه سرابي په دې باور ده چې د طالبانو توندروه ایډیالوجۍ له لسیزو راهیسې د اسلامي توندروۍ له نړیوال کېدو سرچینه اخیستې ده چې وایي د خلیج په تېلو شتمنو هېوادونو خصوصاً سعودي عرب یې ملاتړ کړی دی.   مېرمن سرابي‌ وي او اې ته وویل، "تر ډېرې اوږدې مودې پورې، د خلیج هېوادونو د اسلامي توندروۍ په برخه کې زیاته سرمایه کاري وکړه، خو اوس په خپلو غلطیو پوه شوي دي او د تهذیب پر جلا لاره یې سفر پیل کړی دی". ګڼ شمېر اسلامي تنظیمونو، هېوادونو او کارپوهانو د طالبانو د حکومت پر ښځدوښمنه پالیسو نیوکې کړې دي او هغه یې د اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف بللې دي. د طالبانو حکومت د سعودي عرب په رنګه د یو ناټاکل شوي مشر تر لاس لاندې چلېږي، چې بې حسابه او بې کنټروله واک لري او یواځې یو خدایي واک ته حساب ورکوونکی دی. مېرمن حبیبه سرابي وایي، "، په کندهار کې ناست سړی [د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده] فکر کوي چې دی د خدای استازی دی او د انساني قوانینو پابند نه دی". د طالبانو چارواکي تل دعوه کوي چې د ښځو اسلامي حقونه یې په شرافت او یواځیتوب کې پر ځای کړي دي او دا د دوی هغه بیان دی چې ډېر دیني‌ عالمان ورباندې شکمن دي. د طالبانو د امر بالمعروف ونهي عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د نهې- سه شنبې په ورځ د قبایلي مشرانو یوې غونډې ته وویل: "موږ باید هغو خلکو [هېوادونو] ته غوږ ونه نیسو چې د ښځو د تعلیم نعرې وهي خو هغه ښځې تعلیم ته نه پرېږدي چې حجاب اغوندي". د سعودي اغېز: سعودي هم د نورې نړۍ غوندې تر اوسه د طالبانو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو له چارواکو سره یې اړیکې پاللې دي او هغوی اکثر چې حج او عمرې ته ځي له سعودي چارواکو سره هم ویني. په تېره جون میاشت کې د حج د مراسمو په وخت د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په یو عکس کې ولیدل شو چې له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره روغبړ کوي.   شهزاده سلمان ته په سعودي کې د ښځو د حقونو د ملاتړ کرېډیټ ورکول کېږي، خو دا نه ده معلومه چې هغه د طالبانو د دفاع وزیر ته په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه څه مشوره ورکړې ده که نه. په عرب ګلف سټېټس انسټیټیوټ کې د پي ایچ ډي زده کوونکې سوسن سایکالي وایي، "زه دا ضروري نه ګڼم چې موږ د یو هېواد د کارونو پېشبیني د بل د کارونو په وسیله وکړو. د افغانستان غوندې ملکونه د یو مذهب لرلو سره سره له سعودي بېخ جلا نظام لري". مخکینۍ افغانه وزیره حبیبه سرابي وایي سعودي او نور خلیجي هېوادونه لکه قطر پر طالبانو باندې زښته زیات مذهبي، اقتصادي او سیاسي اغېز لري او دوی کولای شي طالبان مجبور کړي چې د ښځو په اړه سختې پالیسۍ نرمې کړي. امریکایي چارواکو په تېرو دوو کلونو کې له سعودي او نورو اکثریتي مسلمانو هېوادونو په ټینګار سره غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو استازیتوب وکړي. د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د دې کار د عادي کېدو مخه دې ونیسي چې د ښځو دښمنۍ ته دوام ورکړي. د اسلامي همکاریو سازمان هم په وار وار د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو بندیز غیراسلامي بللی او په روانه میاشت کې یې یو پلاوي په کابل کې یوه اوونۍ د طالبانو له چارواکو او دیني عالمانو سره په خبرو کې وغوښتل چې ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړي.

13.09.2023 ډیوه

روسي چارواکي: په کرایمیا کې د اوکراین په مزایل حمله کې ۲۴ کسان زخمیان شوي

د اوکراین په اوډېسا سیمه کې اوکرایني چارواکو وویل د شورو، چهارشنبې، په سحر د روس په ډرون حمله کې په اېزمایل کې سمندري بندر او غیر بنیادي اډاڼې ته نقصان ورسېدلو. د سيمې ګورنر په ټېلېګرام وویل په حمله کې شپږ کسان زخمیان شوي دي

13.09.2023 ډیوه

پاکستاني او ایراني چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ایراني رسنیو د راپور له مخې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیرحسین امیر عبداللهیان او افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د دغه هیواد د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

13.09.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال ایران څخه وطن ته ستانه شوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

13.09.2023 امریکا غږ

ازادي راډیويي مجله؛ د نانسي دوپرې یاد غونډه جوړه شوې

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نانسي دوپرې له یاد غونډې او د استاد شپون له تلینه خبرېږئ. له استاد منلي سره په یوه نقدي مسئله بحث شوی دی. د شیبې سلطاني شعرونه اورېدلی شئ. دغه راز د یوې مشاعرې راپور درسره شریکېږي او د یوه فرانسوي کتاب پاڼې درته اړول کېږي. دغه خپرونه، چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

13.09.2023 ازادي راډیو

پاکستان کې د ډالر نرخ پرېوتی اؤ د سرو زرو بیعه یو ناساپي لوړه شوې ده

په پاکستان کې د ډالر نرخ د تېرو شلو ورځو پر مهال په وړومبي ځل د 300 روپو نه په ښکته تللی دی خو د زرګرانو مرکزي اتحادیه بیا وایي چې د سرو زرو بیعه یو ناساپي لوړه شوې ده اؤ په یوه توله کې د 5600 روپو اضافه شوې ده. د پاکستان د مرکزي بینک له مخې د نهې- سه شنبې په ورځ دبینکونو دننه د روپۍ په ارزښت کې 0.42 فیصدي غوره والی راغلی دی اؤ یو ډالر په 299 روپو اؤ 89 پیسو تبادله شوې دی. اوړمه ورځ په انټر بینک مارکیټ کې یو ډالر په 301 روپو اؤ 16 پیسو تبادله شوی ؤ. د پاکستان د فوریکس سازمان له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي د کاروباري اوونۍ په دویمه ورځ غرمه د بینکونو دننه د ډالر نرخ کې 2 روپۍ اؤ 16 پیسې کمی شوی ؤ اؤ یو ډالر 299 روپو ته راغورځېدلی ؤ. همداشان په خلاص مارکیټ کې تېره ورځ یو امریکایي ډالر په 296 روپو اخستل شوی اؤ په 299 روپو پلورل شوی دی. په دې وروستیو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېدلو اؤ یو ډالر په خلاص مارکیټ 328 روپو اؤ د بینکونو دننه 307 روپو ته رسېدلی ؤ. مطبوعاتي رپورټونه وایي په د تېرې اوونۍ راهسې د پاکستان دننه قانون پځای کوونکو ادارو د ډالرو د قاچاقبرانو اؤ ذخیره اندوزانو پرضد سخت عملیات پیل کړي چې له امله یې په چټکتیا سره د پاکستان روپۍ د ارزښت غورځېدو لړۍ تم شوې ده اؤ د ډالر نرخ په ښکته روان شوی دی. د پاکستان ډان ورځپاڼې د انټرمارکیټ سیکیورټیز دمشر رضا جعفري له خولې پخپل رپورټ کې لیکلي چې په ظاهره دپاکستاني روپۍ په ارزښت کې دا ښه والی د وروستیو انتظامي اقداماتو له امله رامنځته شوی دی. هغه ویلي چې که چرې دپیسو دغیرقانوني کاروبار یا د قاچاق پرضد روانو عملیاتو کې نرمي کیږي یا پاکستان کومې سترې ادایګیانې کوي نو له امله یې بیا هم د کرنسۍ نرخ ښکته پورته کیدای شي خو د نوموړي په وینا تر څه مودې به پاکستاني روپۍ هم داسې باثباته پاتې شي. دپاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي روانه اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي وؤ (د ډالرو) قاچاقبرانو اؤ اؤ ذخیره کوونکو سره به هیڅ نرمي نه کیږي اؤ سختې سزاګانې به ورکول کیږي. پاکستان کې د روپۍ د ارزښت سیوا کیدو سره د تېرې اوونۍ نه د سرو بیعو کې هم د کموالي لړۍ پیل شوې وه اؤ اوړمه ورځ د پاکستاني زرګرانو مرکزي اتحادیې ویلي وؤ چې په یوه هفته کې د یوې تولې سرو زرو بیعه 30 زره اؤ 400 روپۍ غورځېدلې ده. خو د نهې - سه شنبې په ورځ بیا دغه اتحادیې پخپل تازه بیان کې ویلي چې د سرو زرو بیعه یو ناساپه بیا په بره تللې ده اؤ په یوه توله کې 5600روپو له اضافې وروسته دا مهال یوه توله سره زر په 2 لکه اؤ 15زره روپۍ خرڅېږي. تر دې وړاندې په دویم ستمبر په پښور کې د سرو زرو د کاروبار د تر ټولو ستر مارکیټ اندر شېر بازار د زرګرانو د اتحاد عمومي سکتر بختیار غفران د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي وؤ دا مهال یوه توله سره زر په دوه لکه اؤ 30 زره روپۍ خرڅېږي. د اندر شېر بازار د سرو زرو کاروباریان وایي چې پاکستان ته سره زر د نورو هېوادونو نه راوړل کيږي، د هغې پېسې دوي په ډالرو کې ورکوي او چې کله د روپۍ ارزښت کم او د ډالر بیعه زياته شي نو اغېزې یې د سرو زرو په نرخ هم کیږي.

13.09.2023 ډیوه

کراچۍ: وتلی دیني عالم شیخ ضیا الرحمان مدني د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی

پولیس وایي د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې وتلی دیني عالم اؤ د جامعه ابوبکر اسلاميه مدرسې مشر شیخ ضیا الرحمان مدني د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوی دی. پاکستاني رسنۍ وایي پولیسو دې پېښه کې د هند د استخباراتي شبکې د لاس لرنې شکونه ښودلي خو میډیا کې په دغه هکله هیڅ ثبوتونه یا شواهد مخې ته نه دي راوړل شوي. د کراچۍ د پولیسو یو سیمه ییز مشر یا ای ایس پي ظفر چهانګا رسنیو ته ویلي مولانا ضیاء الرحمان مدني د نهې په ورځ په ګلستان جوهر سیمه کې هغه مهال په موټر سایکل سورو دوؤ نامعلومو وسله والو په هدف کړی چې هغه قدم واهه. د پولیسو دغه مشر ویلي چې د وسله والو په ډزو کې نوموړی دیني عالم‌ په سمدستي ډول وژل شوی اؤ وایي په ظاهره دا یوه هدفي وژنه ښکاري. پولیسو ویلي د موقعې نه یې د ناین ایم ایم اؤ ۳۰بور تمانچو ۱۰ خالي کارتوس یا توخې ترلاسه کړي دي اؤ د پېښې پلټنې کوي. په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې . د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د کراچۍ د پولیسو د مرستیال مشر یا ایډیشنل آی جي خادم حسین رند له خولې وي چې د پېښې وړومبیو پلټنو کې د ګاونډي هیواد (هند)داستخباراتي شبکې "را"د لاس لرنې شواهد ترلاسه شوي دي خو په میډیا کې بیا داسې هیڅ رقم ثبوت یا شواهد مخې ته نه د‌ي راوړل شوي. د پولیسو دغه مشر ویلي چې د دې هدفي وژنې مقصد د ربیع الاول په مهال کراچۍ کې د امنیت وضعه تالا ترغۍ کول کیدای شي. په پېښه کې د وژل شوي دیني عالم شیخ ضیا الرحمان مدني تعلق د مذهبي ډلې اهل حدیث سره ؤ اؤ د کراچۍ ترڅنګ یې په ګرد هیواد کې په مذهبي حلقو کې زیات اثر رسوخ لرلو . د مرکزي جمعیت اهل حدیث د کراچۍ مشر مولانا افضل سردار په دې پېښه د غم اؤ خفګان څرګندونه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت باید د پېښې بېړنۍ پلټنې وکړي. د کراچۍ په جناح هسپتال کې رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي چې شیخ ضیا الرحمان مدني یو وتلی دیني عالم ؤ اؤ په هغه شوي دې برید په مذهبي حلقو اؤ پاکستاني ولس کې سختې اندېښنې راولاړې کړې دي. نوموړي ویلي باید حکومت اؤ قانون پځای کوونکې ادارې دې پېښه کې لاس لرونکي د قانون منګولو ته راکش کړي اؤ سخته سزا دې ورکړل شي.

13.09.2023 ډیوه

ټام ویسټ: افغانستان کې تر ټولو ستره اندیښه مو د داعش-خراسان شتون دی

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش-خراسان څانګې شتون د امریکا لپاره تر ټولو ستره اندیښنه ده ځکه دا ډله په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو نیت لري.

13.09.2023 امریکا غږ

پکتیکا: بمي چاودنه کې د ټي ټي پي د وتلي کمانډر باچا خان مسید د وژل کېدو دعوې شوې دي

په پاکستان کې امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې د تحریک طالبان پاکستان ویلی کمانډر اؤ ددغه وسله والې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید نزدې ملګری باچا خان مسید د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. د شورو - چهارشنبې په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې د ټي ټي پي په کمانډر باچا خان د ماین دا چاودنه درې ورځې وړاندې د پکتیکا په ازبرګي کلي کې شوې ده. سرچینې وایي د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وړومبی کمانډر باچا خان اؤ د هغه یو بل ملګری سخت ژوبل شوي وؤ خو وروسته د ټي ټي پي دغو دواړو جګ پوړو مشرانو د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. تحریک طالبان پاکستان، افغان چارواکو یا د پاکستان امنیتي ادارو لا په رسمي توګه د باچاخان اؤ د هغه د بل ملګري د وژل کیدو پخلی نه دی کړی اؤ نه هم کومې ډلې یا اړخ د ماین د دې چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده. کمانډر باچا خان د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید نزدې ملګری ګڼل کیدو اؤ سرچینو دعوه کړې ده چې هغه پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ یو شمیر بریدونو اؤ د پیسو لپاره د خلکو په تښتونو کې ککړ ؤ . سرچینې دا هم وایي چې د پاکستان امنیتي ادارو له ډیرې مودې راهسې دهغه تعقیب کولو اؤ هغه د بې کچه مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل ؤ. باچان خان د ټي ټي پي د پخواني مرستیال مشر خان سید چې په سجنا مشهور ؤ، هم نزدې ملګری ؤ . د ټي ټي پي وتلی مشر سجنا په فرورۍ کال ۲۰۱۷م کې دامریکې په یو ډرون برید کې وژل شوی. تر دې وړاندې هم وخت په وخت د افغانستان دننه د پاکستان مخالفو وسله والو مشرانو د وژلو دعوې مخې ته راغلي دي. سږکال د مارچ په میاشت کې هم پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان ختیځ ولایت خوست کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر یو مرکز کې د ځای پر ځای کړل شوؤ بارودي موادو چاودنه شوې وه چې په کې د ټي ټي پي د مهمو کمانډرانو په ګډون د شپږو ترهګرو د وژل کیدو او 15 نورو د ټپي کیدو دعوې مخې ته راغلې وې. هغه مهال په دغو وژل شوؤ وسله والو کې د دریوؤ پېژندګلو د عبدالمنان، عالم خان مداخېل او کجير په نومونو شوې وه . ۱۵ نور د ټي ټي پي کوم کمانډران اؤ وسله وال چې په دې چاودنه کې ژوبل شوي وؤ د هغوي پېژندګلو د کمانډر فضل امين، کمانډر محمد الیاس طوفان، کمانډر نور پايو خان، فقيرالله، تاروزئ، سات کاى، علي سور خان، زبير، هجرت الله، کمال، شېر افضل، بخت الله اؤ ذبيح الله په نومونو شوې وه اؤ دوه نور پکې نامعلومه کسان هم شامل وؤ. د پښتونخوا د سوات سیمې سره تړاؤ لرونکی د ټي ټي پي پخوانی امیر مولوي فضل الله هم په کال ۲۰۱۸م کې د افغانستان په کونړ ولایت کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ. پاکستان په کال ۲۰۱۴م کې د ترهګرو ډلو په ضد د ضرب عضب په نوم د پراخه کچې پوځي عملیات پیل کړي اؤ داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې د دغو عملیاتو په مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک زیاتره مشران اؤ غړي افغانستان ته اوښتي وؤ. پاکستاني چارواکي دعوې کوي چې اوس هم د ټي ټي پي مشران اؤ وسله وال په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت دا دعوې ردوي او وایي په افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې وجود نه لري.

13.09.2023 ډیوه

تامس ویسټ: په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره اندېښنه داعش دی

واشنګټن – د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ ویلي، په افغانستان کې القاعده تر ټولو وختونو کمزورې ده خو د امریکا ستره اندېښنه داعش دی. تامس ويسټ په واشنګټن کې د څېړنې ادارې سټمسن سنټر کې د وينا په وخت وويل: "د ترهګرې په اړه که خبره وشي نو د داعش په اړه تر ټولو زيات فکرمند يو، ځکه چې دا ډله په ښکاره ډول د بهرنیو عملیاتو اراده لري، خو طالبانو د دوی ځینې مشران نیولي، او د افغانانو پرضد د دې ډلې بریدونه کم شوي دي." د افغانستان لپاره د امريکا خصوصي استازي تامس ويسټ ویلي چې دا نشي ويلې چې ايا افغان طالبان د پاکستان پرضد روانو بريدونو کې د تحريک طالبان پاکستان مرسته کوي، خو البته دا خبره قوي معلومه ده چې د دې دواړو ډلو ملګرتيا په افغانستان کې د امريکا د جګړې په وخت جوړه شوې وه. "تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې د امريکا د جګړې په وخت د پاکستان لخوا د پولې پورې افغانستان ته وشړل شول، د دوي اړيکې بيا دغلته ټېنګې شوې، دوي د افغان طالبانو مالي، لاجسټيکي او فکري ملګري جوړ شول”. د يوې پوښتنې په ځواب کې چې حقاني شبکه دا وخت د نورو طالبانو په پرتله د نړيوالو سره بدله رويه لري نو ايا امريکا پرې د ملګرتيا باور کولې شي ، تامس ويسټ کوم په ډاګه ځواب ورنکړ خو دا یي وويل چې امريکا په افغانستان کې په نتيجو ترلاسه کولو باور لري چې خپل اهداف ترلاسه کړي. تامس ويسټ وويل چې نړيوال په دې موافق دي چې تر څو طالبانو د دوي شرايط نه وي منلې نو د طالبانو منل ګران دي. دغه شرايط دا دي چې طالبان به د امنيت او ترهګرې پرضد ژمنې پوره کوي، د ټولو افغانانو نماينده حکومت یي نه وی جوړ کړی او دا چې د ښځو حقونه یي نه وي پرځاې کړې او د جينکو سکولونه ېي نه وي خلاص کړې. ده وويل چې طالبان غواړي دوي ته مالي مرستې ورکړې شي، د پرمختيا پروژې پيل شي او په ملګرو ملتونو کې ېې استازی ومنل شي. تامس ويسټ وويل چې په افغانستان کې د 29 میلينه نه زياتو خلکو ته د ژوند د بنيادي مرستو ضرورت دې خو افغان ولس ته د دغو مرستو په ورکولو کې تر ټولو غټ خنډ په خپله طالبان دي. د تامس ويسټ د وينا ترمخه ملګري ملتونه وایي افغانستان کې عامو وګړو ته کومک دا وخت د 2.4 میليارده ډالرو ضرورت دې. دغه مالي ضروتونه ځکه نه پوره کېږي چې مالي کومک کونکې ادارې او هيوادونه د طالبان د رویې له امله اوس افغانستان ته مرستې درولې دې. د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امريکا له طالبانو سره د رابطو ساتلو تګلاره غوره کړې او دې څه نتېجې تر اوسه پورې رابرسېره کړي نو تامس ويسټ وويل چې ددې تګلارې سره امريکا ته د طالبانو د کارونو پته لګي او په تياره کې نه پاتې کېږي، د خبرو اترو د عمل په نتيجه کې طالبانو څلور امريکایان هم خوشې کړي خو يو شمېر یې لا تر اوسه هم په غېر قانوني ډول په ولقه کې ساتلي دي. تامس ويسټ وويل چې د افغانستان په اړه یي تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې امريکا به یې د پامه وغورځوي.

13.09.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

13.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more