ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په لیبیا کې سېلابونو تر دوه زره زیات کسان مړه کړي، شاوخوا لس زره کسان ورک دي

په لیبیا کې تر ګڼو بارانونو وروسته د زورور توفان او خونړيو سېلابونو له کبله په زرګونو خلک ورک دي او تر اوسه پورې د شاوخوا دوه زره کسانو مړینه پکې تایید شوې ده. سېلابونو تر ټولو زیات زیان «درنا» ساحلي سیمې ته اړولی چې د ژغورنې کارکوونکو پکې تر اوسه پورې د سلګونو کسانو مړي له اوبو را ایستلي او شاوخوا 700 کسان نن خاورو ته سپارل شوي دي. رویټرز خبري ایجنسۍ د نړیوالو مرستندویه ادارو ریډ کراس «سره صلیب» او ریډ کریسینټ «سرې میاشتې» د نهې- سه شنبې په ورځ د یو چارواکي له خولې لیکلي چې د لیبا په سېلابونو کې د مړیو شمېر کېدای شي زرګونو ته ورسېږي. د لیبیا چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي چې تر اوسه پورې په سېلابونو کې لږ تر لږه 2,000 کسان مړه شوي، خو د رویټرز په وینا دا نه ده معلومه چې هغوی دا شمېر په کوم بنیاد اټکل کړی دی. په لیبیا کې د ای ایف آر سي د پلاوي مشر تامر رمضان له تونیزیا څخه د ویډیولینک له لارې په جنېوا کې خبریالانو ته ویلي، "د مړیو شمېر ډېر زیات دی او کېدای شي‌ زرګونو ته ورسېږي". د ای ایف آر سي دفتر وایي داسې فکر کېږي چې کېدای شي په سېلابونو کې په زرګونو کسان ورک وي، تامر رمضان وایي، "موږ له خپلو خپلواکو سرچینو دا تاییدولای شو چې تر اوسه د بې درکه خلکو شمېر 10,000  ته رسېدلی دی".   د لیبیا په ختیځو سیمو کې د ګل- دوشنبې په ورځ له بحیره روم نه راغلي ډانیل نومي توفان سره څه تېز بارانونه وشول او نتیجه کې یې خونړي سېلابونه هم راغلل چې زرګونه خلک یې یووړل. په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې د لیبیا په بنغازي، سوسه، البیضاء، المرج او درنا ښارونو کې د سیندونو په شان له اوبو ډکې لارې کوڅې ښکاره کوي. د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د لیبیا په سېلابونو کې د خلکو پر مړینه خفګان ښکاره کړی او د دې هېواد له خلکو سره یې خواخوږي کړې ده. د لیبیا د درنا ښار شاوخوا یو لک ابادي لري. د ژغورنې ډلې دې سیمې ته لېږل شوې دي چې له ځپل شویو خلکو سره مرستې وکړي. په ځینو سیمو کې یې سکولونه بند شوي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. د موسمیاتو کارپوهانو د ډانیل توفان ډېر خطرناک بللی دی. دغه توفان په دې وروستیو کې په ترکیه، بلغاریا او یونان کې هم زیانونه اړولي او شاوخوا 27 کسان یې مړه کړي دي. یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې ایف پي اخیستل شوي دي.

12.09.2023 ډیوه

کرکټ: د اېشيا جام پايلوبې ته د پاکستانۍ لوبډلې رسېدل څومره مشکل شوي؟

د اېشيا کرکټ جام يا کپ په سيالو کې د هند د لوبډلې څخه ماتې خوړو وروسته د پاکستانۍ لوبډلې پايلوبې يا فاينل ته رسېدل مشکل شوي دي، خو د کرکټ پوهان وايي، موقع ورته اوس هم شته که چرته هند ننۍ سيالي وګتي او پاکستان بيا خپله پاتې وروستۍ سيالۍ کې د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړي.

12.09.2023 ډیوه

د تورخم دروازه لا هم تړلې؛ ناروغان او موټر چلوونکي له ستونزو شکایت کوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) د اوومې ورځې دپاره هم تړلې او د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې خلک د ستونزو څخه شکایت کوي. 

12.09.2023 امریکا غږ

امریکا او ایران به د یو بل پېنځه پېنځه قېدیان ازادوي

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وي او ای ته وویل په ایران کې د نیول شویو پېنځه امریکايي شهریانو او په امریکا کې قید د پېنځو ایرانیانو د ازادولو په لړ کې امریکا رضا شوې چې هغه پنګې چې په جنوبي کوریا کې پرتې دي په قطر کې مالیاتي ادارو ته منتقل کړی شي

12.09.2023 ډیوه

د پاکستان سرپرست صدر اعظم: د طالبانو حکومت مشروع نه دی

د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو حکومت «مشروع نه بولي» او وايي چې هغه یو «سرپرست» حکومت دی.

12.09.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د ډالر د نرخ غورځېدو سره د یوې تولې سرو زرو بیعه هم څه دپاسه30 زره روپۍ کمه شوې ده

په پاکستان کې د زرګرانو مرکزي اتحاد وایي د تېرې یوې اوونۍ راهسې په هیواد کې د سرو زرو بیعې په ښکته روانې شوې دې اؤ په یوه هفته کې د یوې تولې سرو زرو بیعه 30 زره اؤ 400 روپۍ غورځېدلې ده. د زرګرانو د مرکزي اتحاد په بیان کې ویل شوي چې د ګل - دوشنبې په ورځ هم د یوې تولې سرو زرو بیعه کې 2600 روپۍ کمی شوی دی. د بیان له مخې د سرو زرو د بیعې راټیټېدو وروسته دا مهال پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو نرخ 2 لکه، 9 زره اؤ 400 روپۍ دی اؤ لس ګرامه سره زر بیا په یو لک 79 زره اؤ 527 روپۍ خرڅېږي. د پېښور د اندرشېر بازار یو زرګر حاجي مشتاق وي او ای ډیوه ته وایي، په نزدې ورځو کې د پاکستاني روپۍ نرخ زیات غورځېدلی ؤ چې ورسره د سرو زرو بیعې په بره تللې وې خو وایي د تېرې یوې اوونۍ راهسې چې د ډالر بیعه راښکته شوې، د سرو زرو نرخ هم ورسره په ښکته راغلی دی. د اندر شېر بازار د زرګرانو د اتحاد عمومي سکتر بختیار غفران په دویم ستمبر د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي وؤ دا مهال یوه توله سره زر په دوه لکه اؤ 30 زره روپۍ خرڅېږي. د هغه وینا وه چې د کله نه چې پاکستان کې نګران حکومت جوړ شوی له هغې را په دېخوا د سرو زرو د یوې تولې بیعه کې 30 زره روپۍ اضافه شوې ده. په دې وروستیو کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېدلو اؤ یو ډالر په خلاص مارکیټ 328 روپو اؤ د بینکونو دننه 307 روپو ته رسېدلی ؤ. خو حکومت وایي چې دتېرې اوونۍ راهسې یې د پیسو د غیر قانوني کاروبار اؤ سمګلنګ پرضد عملیات پیل کړي چې دهغې له امله اوس یو وارې بیا د ډالر نرخ په ښکته راغلی دی. د ګل په ورځ پاکستان کې د بینکونو دننه یو ډالر په 301 روپۍ اؤ 16 پیسو تبادله شوی اؤ په خلاص مارکیټ کې یې بیعه بیا 300 روپۍ وه. د اندر شېر بازار د سرو زرو کاروباریان وایي چې پاکستان ته سره زر د نورو هېوادونو نه راوړل کيږي، د هغې پېسې دوي په ډالرو کې ورکوي او چې کله د روپۍ ارزښت کم او د ډالر بیعه زياته شي نو اغېزې یې د سرو زرو په نرخ هم کیږي.

12.09.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو زیاتې اندېښنې ښکاره شوې

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنیټ وایي د طالبانو د واکمنۍ تر دوه کاله زیاته موده کې افغانان یوې خواته له بشري بحران سره مخ دي او بلې خواته یې واکمن چارواکي زیاتې بشري سرغړونې کوي. ریچرډ بېنیټ د ستمبر پر 11مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل تازه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل دوی په داسې وخت په دې غونډه کې ګډون کوي چې په جرمني کې یو شمېر افغان سړي او ښځې د طالبانو د حکومت خلاف د نه خوړو په احتجاج دي. ریچرډ بېنیټ وویل طالبانو د ښځو او نجونو حقونه، د ژوند امکانات او د هغوی وقار ختم کړی دی، وایي د افغانانو په ګډون د ډېرو پر شونډو دا پوښتنه نه ده چې په افغانستان کې څه حالت دی بلکې پوښتنه دا ده چې دا حالت څنګه بدلېدای شي او نړیواله ټولنه له غندنې پرته په عملي توګه څه کولای شي: "زه پر طالبانو ږغ کوم، چې خپلې سختې او د ښځو د دښمنۍ پالیسو باندې غور وکړي او ښځو ته د کار او کاروبار کولو اجازه ورکړي او د ښځو او نجونو د سکولونو او پوهنتونونو دروازې بیرته پرانیزي چې له نړیوال معیار سره سم نصاب ولري". ریچرډ بېنیټ وویل، له تېرو دوو کلونو د افغانو ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې په دې وروستیو کې نورې هم زیات شوې او د طالبانو حکومت منظم، پراخ او اداراتي توپیري چلند کوي چې ښځې یې د ژوند له ټولو اړخونو ایستلې دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر دې تازه رپوټ او غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د دې ادارې او د بشري حقونو د نورو نړیوالو تنظیمونه دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی د بشري حقونو سرغړونې کوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازي‌ نصیر احمد اندېشه هم وینا وکړه او هغه د امنیت شورا غونډې ته وویل د طالبانو په حکومت کې د حقونو پر منظمو سرغړونو او ځورونو له چا سره حساب نه کېږي ځکه دوام لري. ښاغلي اندېشه وویل په افغانستان کې د تعلیم او د کلتوري او هنري اظهار حقونه تر پښو لاندې شوي دي، خپلسره نیول او غیرعدالتي وژنې لا پسې زیاتېږي، وایي د 2021م کال له اګست راهیسې افغانستان "د بېساري وحشتونو" شاهد وو: "وروستیو رپوټونو ښوولې چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو توندروه چلند نه دی بدل شوی، تر 800 زیات د پخواني حکومت چارواکي او د ملي ځواکونو غړي د دوی د وحشيانه تدبیرونو قرباني شوي دي". نصیر احمد اندېشه وویل افغانستان په داسې یو ځای بدل شوی چې د ښځو ږغ یې په بشپړه توګه ورک شوی او د طالبانو صنفي ځورونې اوس د جنسیتي توپیر نوې لوړې کچې ته رسېدلې دي: "دا [د ملګرو ملتونو د بشري حقونو] شورا باید په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران د حل لپاره کوټلي او فیصله کن اقدام وکړي". غونډې ته د ملګرو ملتونو نورو ګڼ شمېر استازو او د بشري حقونو د نورو ادارو غړو هم په افغانستان کې د بشري بحران، د بشري حقونو پر زیاتېدونکو سرغړونو او د دې هېواد پر خراب ټولنیز- اقتصادي حالت اندېښنې ښکاره کړې. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي مرستیال زمان مهدي غونډې ته وویل، هېواد یې په په افغانستان کې د بشري بحران او بشري حقونو په ګډون د دې هېواد پر اقتصادي حالت هم اندېښمن دی او وایي دا به عام خلک زیات اغېزمن کړي: "موږ له واکمنو چارواکو [طالبانو] یو ځل بیا غواړو چې د ښځو د تعلیم د بیرته پیلولو لپاره اقدام وکړي او هغوی پرېږدي چې د خپلې ټولنې لپاره کار وکړي، موږ د افغانستان له خلکو سره یو ځل بیا خواخوږي ښکاره کوو او پر افغان [طالبانو] چارواکو ټینګار کوو چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو او ازادۍ ته درناوی ولري". د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشته عباسي غونډې ته وویل، طالبانو په تېرو دوو کلنو کې پرله پسې د ازاد حرکت، تعلیم، کار او د ژوند له ټولو برخو د ښځو او نجونو د ایستلو په ګډون د هغوی د حقونو پراخې او منظمې سرغړونې کړې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ له طالبانو غوښتنه وکړه چې د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا، رسول پارسي، مرتضی بهبودي او د ښځو په ګډون- چې ده یې د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه- نور بندیان دې سمدستي او بې له کوم شرطه خوشي کړي.

12.09.2023 ډیوه

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

12.09.2023 ازادي راډیو

هیدر بار: افغانستان کې بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي ته باید یو ځواب ویوونکی میکانیزم جوړ شي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا څخه په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي لپاره د یو ځواب ویوونکي میکانیزم د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده.

12.09.2023 امریکا غږ

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

12.09.2023 ازادي راډیو

بنیټ طالبانو ته: د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د بدبختۍ ډکه تګلاره بدله کړئ

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ددغې شورا ۵۴ غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی، چې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې دې خپلې سختې او د بدبختۍ ډکې پالیسۍ بدلې کړي.

12.09.2023 امریکا غږ

د شمالي کوریا مشر روسیې ته رسیدلی : روسي مطبوعات

د روسیې دولتي خبري اژانس ریا ناوستي ویلي یو اورګاډی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پکې سپور دی په سیمه ایز وخته سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) روسیې ته داخل شوی.

12.09.2023 امریکا غږ

علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا د پنجاب پولیسو نیولی دی

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ مشر اؤ پاکستان دقامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر دعدالت لخوا په ضمانت له زندانه د خوشې کیدو وروسته یو ځل بیا دپنجاب پولیسو په یوه بله مقدمه کې نیولی دی.

12.09.2023 ډیوه

امریکا کې د سپټمبر ۱۱ مې بریدونو یاد: بایډن په امریکایانو د یووالي غږ وکړ

پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو ۲۲ مه کالیزه لمانځل کیده، جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ولس څخه د یووالي غوښتنه وکړله.

12.09.2023 امریکا غږ

وزیراعظم کاکړ: د تندلاریتوب ختمولو لپاره به ټولو طبقو ته خپل کردار ادا کول وي

د پاکستان د سرکاري ټي وي د رپورټ له مخې د دوشنبې - ګل په ورځ په اسلام اباد کې د مسیحي‌ ټولنې یوې نماینده ډلې سره لیدنه کې نګران وزیراعظم ویلي چې ټوله ریاستي مشینری د لږکیو د حقونو اؤ تحفظ په لړ کې د هغوي سره ولاړه ده.

12.09.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more