ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روسي چارواکي: په کرایمیا کې د اوکراین په مزایل حمله کې ۲۴ کسان زخمیان شوي

د اوکراین په اوډېسا سیمه کې اوکرایني چارواکو وویل د شورو، چهارشنبې، په سحر د روس په ډرون حمله کې په اېزمایل کې سمندري بندر او غیر بنیادي اډاڼې ته نقصان ورسېدلو. د سيمې ګورنر په ټېلېګرام وویل په حمله کې شپږ کسان زخمیان شوي دي

13.09.2023 ډیوه

پاکستاني او ایراني چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ایراني رسنیو د راپور له مخې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیرحسین امیر عبداللهیان او افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د دغه هیواد د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

13.09.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال ایران څخه وطن ته ستانه شوي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

13.09.2023 امریکا غږ

ازادي راډیويي مجله؛ د نانسي دوپرې یاد غونډه جوړه شوې

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نانسي دوپرې له یاد غونډې او د استاد شپون له تلینه خبرېږئ. له استاد منلي سره په یوه نقدي مسئله بحث شوی دی. د شیبې سلطاني شعرونه اورېدلی شئ. دغه راز د یوې مشاعرې راپور درسره شریکېږي او د یوه فرانسوي کتاب پاڼې درته اړول کېږي. دغه خپرونه، چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

13.09.2023 ازادي راډیو

پاکستان کې د ډالر نرخ پرېوتی اؤ د سرو زرو بیعه یو ناساپي لوړه شوې ده

په پاکستان کې د ډالر نرخ د تېرو شلو ورځو پر مهال په وړومبي ځل د 300 روپو نه په ښکته تللی دی خو د زرګرانو مرکزي اتحادیه بیا وایي چې د سرو زرو بیعه یو ناساپي لوړه شوې ده اؤ په یوه توله کې د 5600 روپو اضافه شوې ده. د پاکستان د مرکزي بینک له مخې د نهې- سه شنبې په ورځ دبینکونو دننه د روپۍ په ارزښت کې 0.42 فیصدي غوره والی راغلی دی اؤ یو ډالر په 299 روپو اؤ 89 پیسو تبادله شوې دی. اوړمه ورځ په انټر بینک مارکیټ کې یو ډالر په 301 روپو اؤ 16 پیسو تبادله شوی ؤ. د پاکستان د فوریکس سازمان له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي د کاروباري اوونۍ په دویمه ورځ غرمه د بینکونو دننه د ډالر نرخ کې 2 روپۍ اؤ 16 پیسې کمی شوی ؤ اؤ یو ډالر 299 روپو ته راغورځېدلی ؤ. همداشان په خلاص مارکیټ کې تېره ورځ یو امریکایي ډالر په 296 روپو اخستل شوی اؤ په 299 روپو پلورل شوی دی. په دې وروستیو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېدلو اؤ یو ډالر په خلاص مارکیټ 328 روپو اؤ د بینکونو دننه 307 روپو ته رسېدلی ؤ. مطبوعاتي رپورټونه وایي په د تېرې اوونۍ راهسې د پاکستان دننه قانون پځای کوونکو ادارو د ډالرو د قاچاقبرانو اؤ ذخیره اندوزانو پرضد سخت عملیات پیل کړي چې له امله یې په چټکتیا سره د پاکستان روپۍ د ارزښت غورځېدو لړۍ تم شوې ده اؤ د ډالر نرخ په ښکته روان شوی دی. د پاکستان ډان ورځپاڼې د انټرمارکیټ سیکیورټیز دمشر رضا جعفري له خولې پخپل رپورټ کې لیکلي چې په ظاهره دپاکستاني روپۍ په ارزښت کې دا ښه والی د وروستیو انتظامي اقداماتو له امله رامنځته شوی دی. هغه ویلي چې که چرې دپیسو دغیرقانوني کاروبار یا د قاچاق پرضد روانو عملیاتو کې نرمي کیږي یا پاکستان کومې سترې ادایګیانې کوي نو له امله یې بیا هم د کرنسۍ نرخ ښکته پورته کیدای شي خو د نوموړي په وینا تر څه مودې به پاکستاني روپۍ هم داسې باثباته پاتې شي. دپاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي روانه اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي وؤ (د ډالرو) قاچاقبرانو اؤ اؤ ذخیره کوونکو سره به هیڅ نرمي نه کیږي اؤ سختې سزاګانې به ورکول کیږي. پاکستان کې د روپۍ د ارزښت سیوا کیدو سره د تېرې اوونۍ نه د سرو بیعو کې هم د کموالي لړۍ پیل شوې وه اؤ اوړمه ورځ د پاکستاني زرګرانو مرکزي اتحادیې ویلي وؤ چې په یوه هفته کې د یوې تولې سرو زرو بیعه 30 زره اؤ 400 روپۍ غورځېدلې ده. خو د نهې - سه شنبې په ورځ بیا دغه اتحادیې پخپل تازه بیان کې ویلي چې د سرو زرو بیعه یو ناساپه بیا په بره تللې ده اؤ په یوه توله کې 5600روپو له اضافې وروسته دا مهال یوه توله سره زر په 2 لکه اؤ 15زره روپۍ خرڅېږي. تر دې وړاندې په دویم ستمبر په پښور کې د سرو زرو د کاروبار د تر ټولو ستر مارکیټ اندر شېر بازار د زرګرانو د اتحاد عمومي سکتر بختیار غفران د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي وؤ دا مهال یوه توله سره زر په دوه لکه اؤ 30 زره روپۍ خرڅېږي. د اندر شېر بازار د سرو زرو کاروباریان وایي چې پاکستان ته سره زر د نورو هېوادونو نه راوړل کيږي، د هغې پېسې دوي په ډالرو کې ورکوي او چې کله د روپۍ ارزښت کم او د ډالر بیعه زياته شي نو اغېزې یې د سرو زرو په نرخ هم کیږي.

13.09.2023 ډیوه

کراچۍ: وتلی دیني عالم شیخ ضیا الرحمان مدني د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی

پولیس وایي د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې وتلی دیني عالم اؤ د جامعه ابوبکر اسلاميه مدرسې مشر شیخ ضیا الرحمان مدني د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوی دی. پاکستاني رسنۍ وایي پولیسو دې پېښه کې د هند د استخباراتي شبکې د لاس لرنې شکونه ښودلي خو میډیا کې په دغه هکله هیڅ ثبوتونه یا شواهد مخې ته نه دي راوړل شوي. د کراچۍ د پولیسو یو سیمه ییز مشر یا ای ایس پي ظفر چهانګا رسنیو ته ویلي مولانا ضیاء الرحمان مدني د نهې په ورځ په ګلستان جوهر سیمه کې هغه مهال په موټر سایکل سورو دوؤ نامعلومو وسله والو په هدف کړی چې هغه قدم واهه. د پولیسو دغه مشر ویلي چې د وسله والو په ډزو کې نوموړی دیني عالم‌ په سمدستي ډول وژل شوی اؤ وایي په ظاهره دا یوه هدفي وژنه ښکاري. پولیسو ویلي د موقعې نه یې د ناین ایم ایم اؤ ۳۰بور تمانچو ۱۰ خالي کارتوس یا توخې ترلاسه کړي دي اؤ د پېښې پلټنې کوي. په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې . د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د کراچۍ د پولیسو د مرستیال مشر یا ایډیشنل آی جي خادم حسین رند له خولې وي چې د پېښې وړومبیو پلټنو کې د ګاونډي هیواد (هند)داستخباراتي شبکې "را"د لاس لرنې شواهد ترلاسه شوي دي خو په میډیا کې بیا داسې هیڅ رقم ثبوت یا شواهد مخې ته نه د‌ي راوړل شوي. د پولیسو دغه مشر ویلي چې د دې هدفي وژنې مقصد د ربیع الاول په مهال کراچۍ کې د امنیت وضعه تالا ترغۍ کول کیدای شي. په پېښه کې د وژل شوي دیني عالم شیخ ضیا الرحمان مدني تعلق د مذهبي ډلې اهل حدیث سره ؤ اؤ د کراچۍ ترڅنګ یې په ګرد هیواد کې په مذهبي حلقو کې زیات اثر رسوخ لرلو . د مرکزي جمعیت اهل حدیث د کراچۍ مشر مولانا افضل سردار په دې پېښه د غم اؤ خفګان څرګندونه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت باید د پېښې بېړنۍ پلټنې وکړي. د کراچۍ په جناح هسپتال کې رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي چې شیخ ضیا الرحمان مدني یو وتلی دیني عالم ؤ اؤ په هغه شوي دې برید په مذهبي حلقو اؤ پاکستاني ولس کې سختې اندېښنې راولاړې کړې دي. نوموړي ویلي باید حکومت اؤ قانون پځای کوونکې ادارې دې پېښه کې لاس لرونکي د قانون منګولو ته راکش کړي اؤ سخته سزا دې ورکړل شي.

13.09.2023 ډیوه

ټام ویسټ: افغانستان کې تر ټولو ستره اندیښه مو د داعش-خراسان شتون دی

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش-خراسان څانګې شتون د امریکا لپاره تر ټولو ستره اندیښنه ده ځکه دا ډله په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو نیت لري.

13.09.2023 امریکا غږ

پکتیکا: بمي چاودنه کې د ټي ټي پي د وتلي کمانډر باچا خان مسید د وژل کېدو دعوې شوې دي

په پاکستان کې امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې د تحریک طالبان پاکستان ویلی کمانډر اؤ ددغه وسله والې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید نزدې ملګری باچا خان مسید د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. د شورو - چهارشنبې په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې د ټي ټي پي په کمانډر باچا خان د ماین دا چاودنه درې ورځې وړاندې د پکتیکا په ازبرګي کلي کې شوې ده. سرچینې وایي د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وړومبی کمانډر باچا خان اؤ د هغه یو بل ملګری سخت ژوبل شوي وؤ خو وروسته د ټي ټي پي دغو دواړو جګ پوړو مشرانو د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. تحریک طالبان پاکستان، افغان چارواکو یا د پاکستان امنیتي ادارو لا په رسمي توګه د باچاخان اؤ د هغه د بل ملګري د وژل کیدو پخلی نه دی کړی اؤ نه هم کومې ډلې یا اړخ د ماین د دې چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده. کمانډر باچا خان د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید نزدې ملګری ګڼل کیدو اؤ سرچینو دعوه کړې ده چې هغه پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ یو شمیر بریدونو اؤ د پیسو لپاره د خلکو په تښتونو کې ککړ ؤ . سرچینې دا هم وایي چې د پاکستان امنیتي ادارو له ډیرې مودې راهسې دهغه تعقیب کولو اؤ هغه د بې کچه مطلوبو کسانو په فهرست کې شامل ؤ. باچان خان د ټي ټي پي د پخواني مرستیال مشر خان سید چې په سجنا مشهور ؤ، هم نزدې ملګری ؤ . د ټي ټي پي وتلی مشر سجنا په فرورۍ کال ۲۰۱۷م کې دامریکې په یو ډرون برید کې وژل شوی. تر دې وړاندې هم وخت په وخت د افغانستان دننه د پاکستان مخالفو وسله والو مشرانو د وژلو دعوې مخې ته راغلي دي. سږکال د مارچ په میاشت کې هم پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان ختیځ ولایت خوست کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر یو مرکز کې د ځای پر ځای کړل شوؤ بارودي موادو چاودنه شوې وه چې په کې د ټي ټي پي د مهمو کمانډرانو په ګډون د شپږو ترهګرو د وژل کیدو او 15 نورو د ټپي کیدو دعوې مخې ته راغلې وې. هغه مهال په دغو وژل شوؤ وسله والو کې د دریوؤ پېژندګلو د عبدالمنان، عالم خان مداخېل او کجير په نومونو شوې وه . ۱۵ نور د ټي ټي پي کوم کمانډران اؤ وسله وال چې په دې چاودنه کې ژوبل شوي وؤ د هغوي پېژندګلو د کمانډر فضل امين، کمانډر محمد الیاس طوفان، کمانډر نور پايو خان، فقيرالله، تاروزئ، سات کاى، علي سور خان، زبير، هجرت الله، کمال، شېر افضل، بخت الله اؤ ذبيح الله په نومونو شوې وه اؤ دوه نور پکې نامعلومه کسان هم شامل وؤ. د پښتونخوا د سوات سیمې سره تړاؤ لرونکی د ټي ټي پي پخوانی امیر مولوي فضل الله هم په کال ۲۰۱۸م کې د افغانستان په کونړ ولایت کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ. پاکستان په کال ۲۰۱۴م کې د ترهګرو ډلو په ضد د ضرب عضب په نوم د پراخه کچې پوځي عملیات پیل کړي اؤ داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې د دغو عملیاتو په مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک زیاتره مشران اؤ غړي افغانستان ته اوښتي وؤ. پاکستاني چارواکي دعوې کوي چې اوس هم د ټي ټي پي مشران اؤ وسله وال په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت دا دعوې ردوي او وایي په افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې وجود نه لري.

13.09.2023 ډیوه

تامس ویسټ: په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره اندېښنه داعش دی

واشنګټن – د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ ویلي، په افغانستان کې القاعده تر ټولو وختونو کمزورې ده خو د امریکا ستره اندېښنه داعش دی. تامس ويسټ په واشنګټن کې د څېړنې ادارې سټمسن سنټر کې د وينا په وخت وويل: "د ترهګرې په اړه که خبره وشي نو د داعش په اړه تر ټولو زيات فکرمند يو، ځکه چې دا ډله په ښکاره ډول د بهرنیو عملیاتو اراده لري، خو طالبانو د دوی ځینې مشران نیولي، او د افغانانو پرضد د دې ډلې بریدونه کم شوي دي." د افغانستان لپاره د امريکا خصوصي استازي تامس ويسټ ویلي چې دا نشي ويلې چې ايا افغان طالبان د پاکستان پرضد روانو بريدونو کې د تحريک طالبان پاکستان مرسته کوي، خو البته دا خبره قوي معلومه ده چې د دې دواړو ډلو ملګرتيا په افغانستان کې د امريکا د جګړې په وخت جوړه شوې وه. "تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې د امريکا د جګړې په وخت د پاکستان لخوا د پولې پورې افغانستان ته وشړل شول، د دوي اړيکې بيا دغلته ټېنګې شوې، دوي د افغان طالبانو مالي، لاجسټيکي او فکري ملګري جوړ شول”. د يوې پوښتنې په ځواب کې چې حقاني شبکه دا وخت د نورو طالبانو په پرتله د نړيوالو سره بدله رويه لري نو ايا امريکا پرې د ملګرتيا باور کولې شي ، تامس ويسټ کوم په ډاګه ځواب ورنکړ خو دا یي وويل چې امريکا په افغانستان کې په نتيجو ترلاسه کولو باور لري چې خپل اهداف ترلاسه کړي. تامس ويسټ وويل چې نړيوال په دې موافق دي چې تر څو طالبانو د دوي شرايط نه وي منلې نو د طالبانو منل ګران دي. دغه شرايط دا دي چې طالبان به د امنيت او ترهګرې پرضد ژمنې پوره کوي، د ټولو افغانانو نماينده حکومت یي نه وی جوړ کړی او دا چې د ښځو حقونه یي نه وي پرځاې کړې او د جينکو سکولونه ېي نه وي خلاص کړې. ده وويل چې طالبان غواړي دوي ته مالي مرستې ورکړې شي، د پرمختيا پروژې پيل شي او په ملګرو ملتونو کې ېې استازی ومنل شي. تامس ويسټ وويل چې په افغانستان کې د 29 میلينه نه زياتو خلکو ته د ژوند د بنيادي مرستو ضرورت دې خو افغان ولس ته د دغو مرستو په ورکولو کې تر ټولو غټ خنډ په خپله طالبان دي. د تامس ويسټ د وينا ترمخه ملګري ملتونه وایي افغانستان کې عامو وګړو ته کومک دا وخت د 2.4 میليارده ډالرو ضرورت دې. دغه مالي ضروتونه ځکه نه پوره کېږي چې مالي کومک کونکې ادارې او هيوادونه د طالبان د رویې له امله اوس افغانستان ته مرستې درولې دې. د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امريکا له طالبانو سره د رابطو ساتلو تګلاره غوره کړې او دې څه نتېجې تر اوسه پورې رابرسېره کړي نو تامس ويسټ وويل چې ددې تګلارې سره امريکا ته د طالبانو د کارونو پته لګي او په تياره کې نه پاتې کېږي، د خبرو اترو د عمل په نتيجه کې طالبانو څلور امريکایان هم خوشې کړي خو يو شمېر یې لا تر اوسه هم په غېر قانوني ډول په ولقه کې ساتلي دي. تامس ويسټ وويل چې د افغانستان په اړه یي تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې امريکا به یې د پامه وغورځوي.

13.09.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

13.09.2023 امریکا غږ

عراق کې د سویډن په سفارت د برید په تړاو ۱۸ عراقي پولیس په بند محکوم شول

په عراق کې محکمې سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د پولیسو ۱۸ افسرانو ته د بند سزاګانې ورکړلې ځکه هغوي پدې کې پاتې راغلي و چې د بغداد په ښار کې د سیویډن په سفارت د برید کولو مخه ونیسي.

13.09.2023 امریکا غږ

د استازو مجلس مشر د بایډن استیضاح کیدو لپاره د پلټنو اعلان وکړ

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د جمهور رئیس جو بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو اعلان وکړ چې معلومه کړي آیا هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د خپل زوی هنټر بایډن د کاروبار څخه ګټه اخیستې که نه.

13.09.2023 امریکا غږ

اروپایان او امریکایان ویني چې د چین اغېز په ډېرېدو دی

واشنګټن- موسمي بدلون او کډوالي د يورپ او شمالي امريکا د امنيت په انديښنو کې په سر کې دي. د ايټلانټېک په دواړه غاړو د څلوارلسو هېوادونو سروی ښيي چې چين په راتلونکو کلونو کې د امريکا په رقابت کې د نړۍ په کچه د خپل اثر ډېرولو په منډه کې دی. د نهې یا سې شنبې په ورځ د جرمن مارشل فند ۲۰۲۳ ټرانس ایټلانټیک ټرینډز رپورټ وايي، د نيټو او اوکرين دواړو په ټرانس ايلانټېک اتحاد او يورپين يونين کې د ګډون په اړه د ولس کلک ملاتړ موندل کيږي. البته ځينې کارپوهان پکې انديښنو ته ګوته نيسي. د ايلانټېک په دواړو غاړو خلکو سره د امريکا، کنېډا، يو شمېر يورپي هېوادونو او سره د بېلجيم او ترکي ددې په حق کې رای واچولې او دخپلو خپلو حکومتونو نه يې وغوښتل چې د چين سره دې هم همکاري ډېره کړي. د ځوان کول غبرګون دا وو چې د روس او چين د مثبت تاثير په مقابله کې د امريکا منفي تاثير ډېر دی. د جرمن مارشل فنډ فيلو ګيزېن وېبر په دې اړه وويل "د يو مخيز ټرانس ايټلانټېک دور تېر دی. مونږ هم وينو چې نړيوال ارډر بدليږي او ولس د دې نه خبر دی." وېبر وايي، "زه چې کومې نتيجې ته رسم نو دا ده چې د ايټلانټېک په دواړو غاړو دېره حکومتونه دې دا وښيي څنګه دوی يوه ايجنډا جوړه کړي چې د وطنيانو د پاره څه معنا هم ولري او په نړيوال ارډر کې ځای هم شي." د مثال په توګه د موسمي بدلون په اړه اکثريت خلکو د خپلو حکومتونو په ځای د ساينس پوهانو په جمله باور څرګند کړو او ګڼ ساينسپوهان د مسلې حل لټوي. د ټرانس ايټلانټېک په اړه د ولس رای يوه نه ده. په کنېډا، فرانس، اټلي او پورتګال کې په درې تنو کې یوه برخه خلک ګڼي موسمي بدلون یوه مهمه امنيتي ننګونه ده او د مثال په توګه د دې سره يواځې 14% امريکايان متفق دي خو دا مسله په ټوله کې د امريکايانو د انديښنې وړه ده. د کډوالۍ یا د يو ملک نه بل ملک ته تلل دې کال دويمه غټه نړيواله مسله ګڼل کيږي او د تېر کال د لېتوانيا او پولينډ د وګړو انديښنه ده داوکرين نه د وتونکو خلکو شمار ښيي روس د امنيت لومړنۍ خطره منل کيږي. سروی وايي د چين په اړه خلکو غبرګون يو شان نه دی. د اخستل شوو رايو ترمخه نزدې30% خلک ګڼي چين به په راتلونکي پينځو کالو کې د نړۍ تر ټولو تاثير لرونکی هېواد وي. دا رای د امريکا په اړه 37% ده.

12.09.2023 ډیوه

پیټریس: ترهګر لا هم له افغانستان څخه د سیمې امنیت ګواښي

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پخوانی قوماندان، ډیویډ پیټریس وايي، ترهګر لا هم له افغانستان څخه تر یوې کچې د پاکستان او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو امنیت ګواښي.

12.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more