اروپایان او امریکایان ویني چې د چین اغېز په ډېرېدو دی
واشنګټن- موسمي بدلون او کډوالي د يورپ او شمالي امريکا د امنيت په انديښنو کې په سر کې دي.
د ايټلانټېک په دواړه غاړو د څلوارلسو هېوادونو سروی ښيي چې چين په راتلونکو کلونو کې د امريکا په رقابت کې د نړۍ په کچه د خپل اثر ډېرولو په منډه کې دی.
د نهې یا سې شنبې په ورځ د جرمن مارشل فند ۲۰۲۳ ټرانس ایټلانټیک ټرینډز رپورټ وايي، د نيټو او اوکرين دواړو په ټرانس ايلانټېک اتحاد او يورپين يونين کې د ګډون په اړه د ولس کلک ملاتړ موندل کيږي. البته ځينې کارپوهان پکې انديښنو ته ګوته نيسي.
د ايلانټېک په دواړو غاړو خلکو سره د امريکا، کنېډا، يو شمېر يورپي هېوادونو او سره د بېلجيم او ترکي ددې په حق کې رای واچولې او دخپلو خپلو حکومتونو نه يې وغوښتل چې د چين سره دې هم همکاري
ډېره کړي.
د ځوان کول غبرګون دا وو چې د روس او چين د مثبت تاثير په مقابله کې د امريکا منفي تاثير ډېر دی.
د جرمن مارشل فنډ فيلو ګيزېن وېبر په دې اړه وويل "د يو مخيز ټرانس ايټلانټېک دور تېر دی. مونږ هم وينو چې نړيوال ارډر بدليږي او ولس د دې نه خبر دی."
وېبر وايي، "زه چې کومې نتيجې ته رسم نو دا ده چې د ايټلانټېک په دواړو غاړو دېره حکومتونه دې دا وښيي څنګه دوی يوه ايجنډا جوړه کړي چې د وطنيانو د پاره څه معنا هم ولري او په نړيوال ارډر کې ځای هم شي."
د مثال په توګه د موسمي بدلون په اړه اکثريت خلکو د خپلو حکومتونو په ځای د ساينس پوهانو په
جمله باور څرګند کړو او ګڼ ساينسپوهان د مسلې حل لټوي.
د ټرانس ايټلانټېک په اړه د ولس رای يوه نه ده. په کنېډا، فرانس، اټلي او پورتګال کې په درې تنو کې
یوه برخه خلک ګڼي موسمي بدلون یوه مهمه امنيتي ننګونه ده او د مثال په توګه د دې سره يواځې 14% امريکايان متفق دي خو دا مسله په ټوله کې د امريکايانو د انديښنې وړه ده.
د کډوالۍ یا د يو ملک نه بل ملک ته تلل دې کال دويمه غټه نړيواله مسله ګڼل کيږي او د تېر کال د
لېتوانيا او پولينډ د وګړو انديښنه ده داوکرين نه د وتونکو خلکو شمار ښيي روس د امنيت لومړنۍ خطره منل کيږي. سروی وايي د چين په اړه خلکو غبرګون يو شان نه دی.
د اخستل شوو رايو ترمخه نزدې30% خلک ګڼي چين به په راتلونکي پينځو کالو کې د نړۍ تر ټولو تاثير لرونکی هېواد وي. دا رای د امريکا په اړه 37% ده.
Forum