شاته

پاکستان کې د ډالر نرخ پرېوتی اؤ د سرو زرو بیعه یو ناساپي لوړه شوې ده

په پاکستان کې د ډالر نرخ د تېرو شلو ورځو پر مهال په وړومبي ځل د 300 روپو نه په ښکته تللی دی خو د زرګرانو مرکزي اتحادیه بیا وایي چې د سرو زرو بیعه یو ناساپي لوړه شوې ده اؤ په یوه توله کې د 5600 روپو اضافه شوې ده.

د پاکستان د مرکزي بینک له مخې د نهې- سه شنبې په ورځ دبینکونو دننه د روپۍ په ارزښت کې 0.42 فیصدي غوره والی راغلی دی اؤ یو ډالر په 299 روپو اؤ 89 پیسو تبادله شوې دی.

اوړمه ورځ په انټر بینک مارکیټ کې یو ډالر په 301 روپو اؤ 16 پیسو تبادله شوی ؤ.

د پاکستان د فوریکس سازمان له لوري په خپور شوي بیان کې ویل شوي د کاروباري اوونۍ په دویمه ورځ غرمه د بینکونو دننه د ډالر نرخ کې 2 روپۍ اؤ 16 پیسې کمی شوی ؤ اؤ یو ډالر 299 روپو ته راغورځېدلی ؤ.

همداشان په خلاص مارکیټ کې تېره ورځ یو امریکایي ډالر په 296 روپو اخستل شوی اؤ په 299 روپو پلورل شوی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېدلو اؤ یو ډالر په خلاص مارکیټ 328 روپو اؤ د بینکونو دننه 307 روپو ته رسېدلی ؤ.

مطبوعاتي رپورټونه وایي په د تېرې اوونۍ راهسې د پاکستان دننه قانون پځای کوونکو ادارو د ډالرو د قاچاقبرانو اؤ ذخیره اندوزانو پرضد سخت عملیات پیل کړي چې له امله یې په چټکتیا سره د پاکستان روپۍ د ارزښت غورځېدو لړۍ تم شوې ده اؤ د ډالر نرخ په ښکته روان شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د انټرمارکیټ سیکیورټیز دمشر رضا جعفري له خولې پخپل رپورټ کې لیکلي چې په ظاهره دپاکستاني روپۍ په ارزښت کې دا ښه والی د وروستیو انتظامي اقداماتو له امله رامنځته شوی دی.

هغه ویلي چې که چرې دپیسو دغیرقانوني کاروبار یا د قاچاق پرضد روانو عملیاتو کې نرمي کیږي یا پاکستان کومې سترې ادایګیانې کوي نو له امله یې بیا هم د کرنسۍ نرخ ښکته پورته کیدای شي خو د نوموړي په وینا تر څه مودې به پاکستاني روپۍ هم داسې باثباته پاتې شي.

دپاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي روانه اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي وؤ (د ډالرو) قاچاقبرانو اؤ اؤ ذخیره کوونکو سره به هیڅ نرمي نه کیږي اؤ سختې سزاګانې به ورکول کیږي.

پاکستان کې د روپۍ د ارزښت سیوا کیدو سره د تېرې اوونۍ نه د سرو بیعو کې هم د کموالي لړۍ پیل شوې وه اؤ اوړمه ورځ د پاکستاني زرګرانو مرکزي اتحادیې ویلي وؤ چې په یوه هفته کې د یوې تولې سرو زرو بیعه 30 زره اؤ 400 روپۍ غورځېدلې ده.

خو د نهې - سه شنبې په ورځ بیا دغه اتحادیې پخپل تازه بیان کې ویلي چې د سرو زرو بیعه یو ناساپه بیا په بره تللې ده اؤ په یوه توله کې 5600روپو له اضافې وروسته دا مهال یوه توله سره زر په 2 لکه اؤ 15زره روپۍ خرڅېږي.

تر دې وړاندې په دویم ستمبر په پښور کې د سرو زرو د کاروبار د تر ټولو ستر مارکیټ اندر شېر بازار د زرګرانو د اتحاد عمومي سکتر بختیار غفران د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي وؤ دا مهال یوه توله سره زر په دوه لکه اؤ 30 زره روپۍ خرڅېږي.

د اندر شېر بازار د سرو زرو کاروباریان وایي چې پاکستان ته سره زر د نورو هېوادونو نه راوړل کيږي، د هغې پېسې دوي په ډالرو کې ورکوي او چې کله د روپۍ ارزښت کم او د ډالر بیعه زياته شي نو اغېزې یې د سرو زرو په نرخ هم کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00