ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړونکي: د چین په جنوبي دریاب کې د امریکا په مشرۍ دفاعي اقدامات، ممکن چین نورې مقابلې ته وهڅوي

د اسټرېلیا د سټراټیجیکې پالیسۍ په انسټیټیوټ کې یو مشر څېړونکی اېوان ګراهام په یوه ټلیفوني مرکه کې وي او اې ته وویل: "زه فکر کوم امریکا غواړي چین ته داسې یو پیغام ولېږي چې دا اتحاد خپل منځ کې ډېر مضبوط دی."

30.08.2023 ډیوه

په افریقايي هېواد ګېبون کې پوځ اقتدار اخیستی او صدر يې نظر بند کړی

په ټېلې وژن د پوځي افسران په وړمبي ځل د ښکاره کېدو نه پس د ګېبون په سر لېبروېل کې ډزې واورېدل شوې. د دې وروسته د ښار په لارو کوڅو کې شهریانو اقتدار نه د بونګو (بونغو) په لرې کېدو خوشحالۍ وکړې

30.08.2023 ډیوه

د بې درکه زوی مور: "زمونږ بچي که ژوندي وي او مړه کړي يې نه وي را دې یې کړي"

"زمونږ بچي که ژوندي وي او مړه کړي يې نه وي رادې یې کړي او که مړه کړي يې وي قبر دې راکړي هډوکي دې یې راکړي مونږ ترې [د حکومت نه] دغه غواړو، د خوار غريب بچي ورکيږي د مالداره بچي کله هم نه ورکيږي". د مومندو د بې درکه زوي مور سيد پري دغه خبرې وي او اې ډيوه ته په ژغوړني غږ کې کړي دي.

30.08.2023 ډیوه

تاجیکستان کې د سختو بارانونو له کبله د مړو شمېر ۲۱ ته ورسېد

د تاجیکستان چارواکو د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) وویل په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.

30.08.2023 امریکا غږ

امریکا: پاکستان دې په وخت او منصفانه انتخابات وکړي

د پاکستان الېکشن کمېشن د دې میاشت په شروع کې وویل چې د تازه سرشمېرنې یا د مردم شمارۍ په بنیاد د نویو انتخابي حلقو جوړولو کار ته به د ډسمبر د ۱۴ نېټې پورې حتمي شکل ورکړی شي او د دې نه پس به کمېشن د انتخاباتو د نېټې تصدیق وکړي

30.08.2023 ډیوه

د بخښنې سازمان د امریکايي ځواکونو د یو برید قربانیانو سره ددغه پوځ په چلند انتقاد کړی

د بخښنې نړیوال سازمان د کابل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو د ډرون بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د لسو ملکي وګړو د وژل کیدو د دوییمې کالیزې په مناسبت ویلي، چې ددغې خونړۍ پیښې قربانیانو د امریکا د متحده ایالاتو څخه هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

30.08.2023 امریکا غږ

د لوبو له میدانه؛ افغانستان په اسیا جام کې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره سیالۍ کوي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان په اسیا جام کې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره سیالۍ کوي. د پاکستان پر وړاندې د ترسره شوې لوبلړۍ په تړاو شننه هم شته. د افغانستان کرکټ ملي د اسیا جام لپاره پاکستان ته تللې، خو د کرکټ مینه‌وال وایي سم هرکلی یې نه دی شوی. په بیګ بیش لیګ کې ۲۲ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې، خو یو لوبغاړی لا هم په یاد لیګ کې په نه لوبېدو ټینګار کوي. دغه راز د خپرونې په وروستۍ برخه کې بیا د افغانستان او پاکستان په ترسره شوې لوبلړۍ، اسیا جام ته د افغانستان په اعلان شوې لوبډلې او راتلونکو سیالیو له مېلمه سره خبرې شوي. د خپرونې مېلمه ورزشي خبریال ابراهیم مومند دی. د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

30.08.2023 ازادي راډیو

رئیسي: ګاونډیانو سره د اوبو د تړونونو عملي کیدل تعقیبوو

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وايي، چې حکومت یې په مختلفو سیمه کې د اوبو په برخه کې شتو ترینګلتیاو ته پام لري او په دې برخه کې د ګاونډیانو سره د تړونونو عمل کول تعقیبوي.

30.08.2023 امریکا غږ

طالبان: پاکستان کې ۷۵ نور افغان کډوال د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سیند د ایالت له زندانونو څخه د شپږ ماشومانو په ګډون د ۷۵ افغان کډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

30.08.2023 امریکا غږ

ازادي راډیويي مجله؛ په میدان وردک او غزني کې کتابتونونه پرانیستل شوي

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د شعر نقد اورېدلی شئ. دغه راز په میدان وردک او غزني کې د مدني فعالانو په مټ د نویو کتابتونونو له پرانیستلو خبرېږئ. په دې خپرونه کې دا به هم واورئ چې له پلالې څرنګه انځورونه جوړېږي. په کابل کې د یوه ځوان انځورګر له ژونده خبرېږئ او له یوه ناروغ افغان لیکوال سره خبرې شوي چې سترګې یې نه ویني. دغه خپرونه چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

30.08.2023 ازادي راډیو

د بجلۍ په لوړو بېلونو احتجاجونه،د پاکستان نګرانې کابېنې آی ایم اېف سره د مشورې پرېکړه کړې ده

په پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد د پېل شوؤ سختو ولسي احتجاجونو نه وروسته د پاکستان مرکزي نګرانې کابېنې پرېکړه کړې ده چې د بجلۍ نرخونو یا په دې لګول شوؤ ټیکسونو کې د کمي پرېکړه به نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم اېف سره له مشورې وروسته کولی شي. د اطلاعاتو نګران مرکزي وزیر مرتضا سولنګي وایي د خزانې وزیر د بجلۍ بېلونو کې ولس ته د اسانیو ورکولو په خاطر آی ایم اېف سره په تماس کې دی اؤ په راتلونکو څو ساعتونو کې به د آی ایم اېف په اعتماد کې له اخستو وروسته د بلونو په اړوند پرېکړه وکړل شي. پاکستاني رسنۍ وایي د نهې په ورځ د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ راجوړې شوې د مرکزي کابینې غونډه کې په خلکو پسې د لېږل شوؤ زیاتو بلونو په قسطونو کې د جمع کولو منظوري ورکړل شوې ده. پاکستان کې د بجلۍ د سیوا شوؤ نرخونو اؤ ټیکسونو پرضد د ولس لخوا دتېرو پینځوؤ ورځو راهسې په روان احتجاج کې ورځ تر بلې شدت پیدا کیږي اؤ پرون د نهې په ورځ هم دهیواد بیلابیلو برخو کې خلکو احتجاجي مظاهرې کړي اؤ د بجلۍ بېلونه یې د احتجاج په توګه سوځولي دي. تر سختو ولسي احتجاجونو وروسته تېره اوونۍ وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي وؤ اړونده چارواکو سره په مشوره به هڅه وکړي چې د بجلۍ لوړو بلونو کې صارفینو ته زیات نه زیات رعایت ورکړي . دخپل اعلان له مخې دتوانایۍ د محکمې اؤ نورو اړونده چارواکو سره دوه ورځې پرله پسې له غونډو وروسته هم نګران وزیر اعظم په دې نه دی توانېدلی چې دبجلۍ نرخونو یا په بلونو کې خلکو پسې لېږل شوؤ ټیکسونو کې د کمي اعلان وکړي. څېړونکي وایي پاکستان آی ایم اېف نه دپور اخستو په بدل کې دغه نړیوالې مالیاتي ادارې سره ژمنه کړې ده چې د بجلۍ نرخونه اؤ ټیکسونه به نه کموي اؤ که چېرې اوس دبجلۍ نرخونه غورځوي یا خلکو ته ټیکسونه بخښي نو دا به آی ایم ایف سره د شوي تړون نه سرغړونه ګڼل کیږي. د بجلۍ په زیاتو بلونو د راپیدا شوي بحران معامله پرون د نهې په ورځ دنګران کابینې مخې ته اېښودل شوې وه اؤ پاکستاني رسنۍ وایي کابېنې پرېکړه کړې ده چې دبجلۍ نرخونو یا هم ټیکسونو کې د کمي په اړوند پرېکړه به د آی ایم ایف سره له مشورې وروسته کولی شي. مرکزي کابېنې منظوري ورکړې ده چې د جولایي اؤ اګست دمیاشتو بلونه به په قسطونو کې له صارفینو وصولولی شي خو پاکستاني رسنۍ د سرچینو له قوله وایي چې دا پرېکړه به هم د آی ایم ایف له منظورۍ وروسته عملي کولی شي. د اطلاعاتو مرکزي وزیر مرتضا سولنګي د ای ار وایي ټيلي ویژن په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي چې د کابینې په غونډه کې صارفنیو ته د لنډې،درمیانه اؤ‌ اوږدې مودې د رعایت ورکولو فیصلې لپاره سلا مشورې شوې دي. هغه ویلي کابېنې ته په اېښودل شوؤ وړاندیزونو کې په یو څو وړاندیزونو فیصلې شوي خو څو فېصلې بیا داسې دي چې دهغې عملي کولو لپاره ضروري ده چې آی ایم اېف په اعتماد کې واخستل شي. هغه وویل د خزانې نګران وزیر شمشاد اختر د آی ایم ایف سره په تماس کې دی په راتلونکو څو ساعتونو کې به دبجلۍ دلوړو بلونو په اړوند پرېکړه وکړل شي. د پاکستان بیلابیلو ښارونو،کلیو اؤ بانډو کې د تېرو پینځوؤ ورځو راهسې د بجلۍ د لوړو بلونو پرضد خلک په احتجاجونو بوخت دي اؤ پرون د نهې په ورځ هم دخېبر پښتونخوا په سرښار پېښور، مردان ،چارسده ،نوښار اؤ یو شمیر نورو سیمو کې په زرګونو خلک د بجلۍ دلوړو بلونو پرضد سړکونو ته د احتجاج لپاره راوتلي وؤ. په ټولنیزو رسنیو دعوې شوې دي چې پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بلونو له امله په څو ښارونو کې بې وزله خلکو ځانونه هم وژلي دي خو ددغو دعوؤ تصدیق د ازادو سرچینو څخه نه دی شوی چې ایا د ځان وژنې علت یې د بجلۍ لوړ بلونه دي که نور څه ؟ په احتجاجونو بوخت وګړي د حکومت اؤ واپډا پرضد شعارونه ورکوي اؤ وایي چې د دوي دمعاش نه زیات ورپسې د بجلۍ بلونه ورلیږل شوي دي چې د ادا کولو توان یې نه لري. د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د واپډا په تنصیباتو د قهریدلو مظاهره چیانو لخوا د بریدونو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي. د پاکستان دسینیټ غړي مشتاق احمد خان تېره اوونۍ دسینیټ غونډه کې د لوړو بلونو معامله راپورته کړې وه اؤ ویلي یې وؤ یو خوا ولس ته په ګرانو نرخونو بجلي ورکړل کیږي اؤ بلخوا دبجلۍ بلونو کې مختلف قسمه 13 ټیکسونه شامل کړل شوي دي چې بې وزله ولس یې د ورکولو توان نه لري.

30.08.2023 ډیوه

ملګري ملتونه ایران کې میشتو افغان نجونو او میرمنو ته د قابلګۍ او نرسنګ روزنه برابروي

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق (UNFPA) سه شنبه اګست ۲۹ (وږي۷) ویلي چې د ایران د روغتیا د چارواکو سره یې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې پدې هیواد کې میشتو افغان میرمنو او نجونو ته د نرسنګ او قابلګۍ په برخې کې د زده کړو شرایط برابر شي.

30.08.2023 امریکا غږ

بلوچستان: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده

په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وايي پښین سیمه کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې څلور وسله وال وژل شوي. د نهې یا سه شنبې په ورځ د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دا عملیات د پښین سرخاب سیمه کې د ترهګرو د شتون په اطلاع ترسره کړل شوي دي. ویاند ویلي کله چې پولیس د ترهګرو پرضد کارروایۍ لپاره دغه سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو سره یې یوه سخته نښته وشوه چې پکې د تندروه وسله وال تنظیم څلور وسله وال وژل شوي. په بیان کې د وژل شوؤ کسانو نوره پېژندګلو نه ده ښودل شوې خو سي ټي ډي دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ د ولکې نه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي. په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده. تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده. د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه د روان کال 2023م په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي. په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو. د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

30.08.2023 ډیوه

د اسیا جام یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ نن پاکستان کې د پاکستان او نیپال له مقابلې پېل کېږي

د اسیا جام یوه ورځنۍ کرکټ سیالۍ نن د پاکستان په ملتان ښار کې پېل کیږي چې په وړومبۍ سیالۍ کې به د پاکستان اؤ نیپال لوبډلې د یو بل پرضد سیالۍ لپاره میدان ته کوزیږي. د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د چهارشنبې په ماسپښین دوه نیمې بجې د پېلیدونکې دې سیالۍ نه وړاندې به د ملتان د کرکټ میدان کچه غرمه 11 نیمې بجې پرانستل کیږي اؤ پکې به د اسیا جام په خوشحالۍ کې د سندرو اؤ خوښیو یوه زړه پورې دستوره ترسره کیږي. پاکستان د اسیا جام د سیالیو د پېل کوربه توب په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ یې افغانستان ته د دریو یو ورځنېو لوبو لړۍ کې په صفر د ماتې ورکولو سره د یو ورځنیو لوبو نړیواله درجه بندۍ کې اول مقام ګټلی دی. دا دوهم ځل دی چې پاکستان په نړیواله کچه اول مقام ته رسیدلی دی اؤ هغوي ددې نړیوال جام په 31 سیالیو کې 22 سیالۍ ګټلې دي. د اسیا جام د وړومبۍ سیالۍ لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړې ده اؤ په دې لوبډله کې د سعود شکیل، وسیم جونیر اؤ ال راونډر فهیم اشرف پځای د افتخار احمد، حارث رؤف اؤ نیسم شاه د لوبولو فیصله شوې ده. ټاکل شوې ده د پاکستان لوبډله به د اګست په 31مه سریلنکا ته روانیږي اؤ دغلته به په کینډي کې د د خپل روایتي حریف هندوستان پرضد د ګروپ ای په دویمه سیالۍ کې میدان ته کوزیږي. نن د وړومبۍ سیالۍ لپاره د پاکستان په لوبډله کې کپتان بابر اعظم، شاداب خان، فخر زمان، امام الحق، سلمان علی اغا، افتخار احمد، محمد رضوان، محمد نواز، نسیم شاہ، شاهین اپریدی او حارث رؤف شامل دي. د پاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم رسنیو ته ویلي دي چې په دې سیالیو کې به هیڅ یو حریف اسان نه ګڼي اؤ د ګټې د خپل پوزیشن پځای ساتلو هڅه به کوي. هغه ویلي پاکستاني لوبډلې د تېرو څو کالو راهسې سخت محنت اؤ خواري کړې ده اؤ په نړیواله کچه یې اول مقام ته ځان رسولی دی خو وايي دا عمل لا سر ته رسېدلی نه دی اؤ اوس به هڅه وکړي چې د اسیا جام اؤ بیا ورپسې نړیوال جام هم وګټي. پاکستان په وروستي ځل په ملتان کې د ویسټ انډیز پرضد د یو ورځنېو سیالیو لړۍ پروسکال د جون په میاشت کې لوبولې وه اؤ هغه یې د صفر په مقابله کې په دریو لوبو ګټلې وه. د ملتان په سټيډيم کې پاکستان د یو ورځني کرکټ 10 مقابلې کړې دي چې دې کې یې 7 ګټلې دي.

30.08.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

30.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more