شاته

کراچۍ: وتلی دیني عالم شیخ ضیا الرحمان مدني د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی

پولیس وایي د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې وتلی دیني عالم اؤ د جامعه ابوبکر اسلاميه مدرسې مشر شیخ ضیا الرحمان مدني د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي پولیسو دې پېښه کې د هند د استخباراتي شبکې د لاس لرنې شکونه ښودلي خو میډیا کې په دغه هکله هیڅ ثبوتونه یا شواهد مخې ته نه دي راوړل شوي.

د کراچۍ د پولیسو یو سیمه ییز مشر یا ای ایس پي ظفر چهانګا رسنیو ته ویلي مولانا ضیاء الرحمان مدني د نهې په ورځ په ګلستان جوهر سیمه کې هغه مهال په موټر سایکل سورو دوؤ نامعلومو وسله والو په هدف کړی چې هغه قدم واهه.

د پولیسو دغه مشر ویلي چې د وسله والو په ډزو کې نوموړی دیني عالم‌ په سمدستي ډول وژل شوی اؤ وایي په ظاهره دا یوه هدفي وژنه ښکاري.

پولیسو ویلي د موقعې نه یې د ناین ایم ایم اؤ ۳۰بور تمانچو ۱۰ خالي کارتوس یا توخې ترلاسه کړي دي اؤ د پېښې پلټنې کوي.

په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې .

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د کراچۍ د پولیسو د مرستیال مشر یا ایډیشنل آی جي خادم حسین رند له خولې وي چې د پېښې وړومبیو پلټنو کې د ګاونډي هیواد (هند)داستخباراتي شبکې "را"د لاس لرنې شواهد ترلاسه شوي دي خو په میډیا کې بیا داسې هیڅ رقم ثبوت یا شواهد مخې ته نه د‌ي راوړل شوي.

د پولیسو دغه مشر ویلي چې د دې هدفي وژنې مقصد د ربیع الاول په مهال کراچۍ کې د امنیت وضعه تالا ترغۍ کول کیدای شي.

په پېښه کې د وژل شوي دیني عالم شیخ ضیا الرحمان مدني تعلق د مذهبي ډلې اهل حدیث سره ؤ اؤ د کراچۍ ترڅنګ یې په ګرد هیواد کې په مذهبي حلقو کې زیات اثر رسوخ لرلو .

د مرکزي جمعیت اهل حدیث د کراچۍ مشر مولانا افضل سردار په دې پېښه د غم اؤ خفګان څرګندونه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت باید د پېښې بېړنۍ پلټنې وکړي.

د کراچۍ په جناح هسپتال کې رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي چې شیخ ضیا الرحمان مدني یو وتلی دیني عالم ؤ اؤ په هغه شوي دې برید په مذهبي حلقو اؤ پاکستاني ولس کې سختې اندېښنې راولاړې کړې دي.

نوموړي ویلي باید حکومت اؤ قانون پځای کوونکې ادارې دې پېښه کې لاس لرونکي د قانون منګولو ته راکش کړي اؤ سخته سزا دې ورکړل شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00