شاته

روسي چارواکي: په کرایمیا کې د اوکراین په مزایل حمله کې ۲۴ کسان زخمیان شوي

روسي چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په کرایمیا کې د سمندري جهازونو په یو مرکز د اوکراین په مزایل حمله کې ۲۴ کسان زخمیان شوي دي.

د ساحلي ښار سېوېسټاپل ګورنر ميخایل رازوزیایو په ټېلېګرام یو تصویر شریک کړی چې ښيي په مزایل د لګيدلي ځای نه اور او لوګی پورته کېږي.

رازوزیایو وویل د مزایل په حمله کې ۲۴ کسان زخمیان شوي دي.

د روس د دفاع وزارت وویل چې اوکراین د سمندري جهازونو مرکز په ۱۰ کروز مزایلو وویشتلو او د هغو بېړیو دلارې يې په بندر حمله وکړه چې څوک په کې نه وو ناست.

روسي دفاع وزارت وویل د روس د هوايي دفاعي نظام د اوکراین اووه مزایلې او ټولې بېړۍ تباه کړې.

د روس د دفاع وزارت دا هم وویل په حمله کې هغه دوو سمندري جهازونو ته هم نقصان ورسېدو چې په بندر کې يې مرمت کېدلو (ترمیمېدل).

بلخوا اوکرایني چارواکو وویل د اوکراین په اوډېسا سیمه کې د شورو، چهارشنبې، په سحر د روس په ډرون حمله کې په اېزمایل کې سمندري بندر او غیر بنیادي اډاڼې ته نقصان ورسېدلو. د سيمې ګورنر په ټېلېګرام وویل په حمله کې شپږ کسان زخمیان شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې په اېزمایل روس ګڼ شمېر حملې کړي دي. په سیمه کې بندرونه د اوکراین غله د ډېنوب دریاب دلارې د برامداتو دپاره استعمالېږي.

روس په کال ۲۰۱۴ کې د کرایمیا سیمه ونیوله او په ملک يې ضم کړه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00