شاته

د افغانستان لپاره د چین سفیر د طالبانو رئیس الوزرا ته خپل باور لیک وړاندې کړ

د طالبانو د حکومت مقامالت وایي چې د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر جاو شینګ د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته خپل باور لیک وړاندې کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد د ایکس په ټولنیزې شبکې په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي چې په هغو تشریفاتي مراسمو کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي په ګډون په ارګ کې جوړ شوي وو، ملا حسن د ښاغلي جاو باور لیک ومانه او ورته یې ښه راغلاست ووایه.

د مجاهد په وینا د چین سفیر په افغانستان کې په خپل نوي ماموریت خوښي څرګنده کړه. مجاهد لیکلي: "هغه (جاو) همداشان د چین د رهبرۍ سلامونه او نیکې هیلې د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ الحدیت مولوی هبة الله اخندزاده صاحب او رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمد حسن آخند ته وړاندې کړې."

په هغو تصویرونو کې چې مجاهد په ایکس کې خپاره کړي لیدل کیږي چې د چین نوي سفیر ته په ځانګړو تشریفاتو سره هرکلی ویل کیږي.

مجاهد د جاو له قوله لیکلي: "چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري. نوموړي په ټینګار سره وویل چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نغواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي."

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا هم د ښاغلي جاو نه په مننه هیله څرګنده کړه چې د هغه ماموریت د افغانستان او چین ترمنځ لوړې کچې ته د دپلوماتیکو اړیکو د پورته کیدو او د یو نوي فصل پیل وي.

تر اوسه د چین په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا لومړی ځل دی چې د یو بهرني هېواد سفیر په رسمي ډول د طالبانو رئیس الوزرا ته خپل باورلیک وړاندې کوي. تر دې دمخه چین په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د طالبانو له خوا معرفي شویو دپلوماتانو ته سپارلی و.

په تېرو دوو کلونو کې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو افغانستان ته نوي سفیران معرفي کړل، خو څرنګه چې د طالبانو حکومت د نړیوالو له خوا په رسمیت نه ‌دی پیژندل شوی

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو صدراعظم د یو سفیر باورلیک مني. دمخه د ایران په ګډون نورو هېوادونو هم په افغانستان کې خپل سفیران بدل کړي، خو د طالبانو د حکومت د نه پېژندلو له امله یې د طالبانو حکومت ته رسمي باورلیکونه نه دي وړاندې کړي.

فورم \ دبحث خونه