شاته

د شمالي کوریا مشر د روس دوره او صدر پوټن سره يې ملاقات کړی

د روس صدر ولادېميرپوټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په سفر د شمالي کوریا د مشر کېم یونګ اون سره ملاقات وکړو.

د روس په مشرقي سیمه کې د پوټن او د کېم خبرې اترې په داسې حال کې شوي چې امریکې او جنوبي کوریا خبرداری کړی چې شمالي کوریا دې روس ته وسله نه ورکوي.

پوټن او کېم د ووستوچنې خلايي تحقیق مرکز کتنه وکړه او په دغه مهال خبریالانو پوښتنه وکړه چې ایا روس به د سیارو په جوړولو کې د شمالي کوریا مرسته کوي نو د روس د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، پوټن وویل "مونږ هم ځکه دلته یوو."

د رپورټ ترمخه پوټن وویل د شمالي کوریا مشر په راکټ انجېنیرنګ کې ډیره دلچسپي څرګندوي او دوی کوښښ کوي چې خلايي پرمختګ وکړي.

روس ته د کېم د دورې په مهال شمالي کوریا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مزایلو ازماېنه وکړه او د مشرقي ساحل نه يې د لنډې فاصلې پورې تلونکي دوه بېلېسټېک مزایل سمندر ته د وويشتل.

د جنوبي کوریا پوځ وویل شمالي کوریا مزایل د سرښار پیانګ یانګ سره نژدې مرکز نه وويشتل او تر ۶۵۰ کېلومېټرو پورې لاړل.

د کېم او پوټن د خبرو نه مخکې د جنوبي کوریا چارواکو ویلي وو چې د ملاقات به د نژدې نه څارنه کوي. په تېرو څلورو کلونو کې د کېم او د پوټن دا وړمبی ملاقات و.

د جنوبي کوریا د چارواکو په وېنا کېم په رېل کې روس ته تللی دی ځکه چې په لویه شمېره کې پوځي عسکر موجود وو.

د جنوبي کوریا یو چارواکي وویل ګوري به چې ایا د کېم او د پوټن په ملاقات کې د روس او شمالي کوریا ترمنځ د ټېکنالوجۍ او د وسلو د انتقال په اړه خبرې کېږي او که نا؟

د رپورټونو ترمخه، پوټن او کېم به روس ته د شمالي کوریا د وسلو ورکولو په اړه خبرې کوي او ښکاري چې کېم به د شمالي کوریا د سیارو او د اېټمي ابدوزنو دپاره د روس د جدیدې ټېکنالوجۍ او د خوراکي مرستې تکل کوي.

په ماسکو کې د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د روسي او شمالي کوریا د پلاو د خبرو وروسته به کېم او پوټن یو په یو هم خبرې کوي.

د جنوبي کوریا د خارجه وزارت ترجمان لېم سو سوک د نهې، سه شنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل چې د ملګروملتونو هېڅ یو غړي ملک ته نه دي پکار چې د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د پابندیو او قراردادونو خلاف ورزي وکړي او د وسلو په غیر قانوني تجارت کې ښکېل شي.

د امريکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر هم د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې روس ته د شمالي کوریا د وسلې ورکول به د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د ګڼ شمېر قراردادونو خلاف ورزي وي.

مېلر وویل د هغه چا خلاف يې په سختۍ پابندۍ عملي کړي دي چې د روس د جنګ کوښښونو ته پېسې برابروي، دغه پابندۍ عملي کول به دوامداره ساتي او که مناسب وي نو نوي پابندۍ به هم لګوي.

ځينې څېړونکي وايي روس ته د شمالي کوریا وسلې به په اوکراین کې په جنګ څه ډیر اثر و نه کړي.

د پېسېفېک فورم نومې ادارې څېړوونکي راب یورک وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې شمالي کوریا روس ته وړه وسله ورکولی شي چې په کې به د پراخې تباهۍ وسلې نه وي او دا د اوکراین په جنګ کې لویه تبدیلي نه شي کولی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00