ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: کابل – جلال اباد لار بیرته پرانیستل شوه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل – جلال اباد لویه لار د شاوخوا دوو اونیو بندیدو وروسته د دوشنبې په ورځ اکتوبر دوییم(تلې لسم) د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ بیرته پرانیستل شوې ده.

03.10.2023 امریکا غږ

د بایډن حکومت هڅو چې غوښتل افغانستان ثابت وښیي، د تخلیې بهیر ستوزمن کړی و، راپور

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي مفتش پخپل تازه راپور کې ویلي د جمهور رئیس جو بایډن حکومت هغو هڅو له کبله چې غوښتل یې په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګیدو څخه وړاندې وښیي چې دا هیواد ثابت دی، د تخلیې لپاره د امریکا د سفارت د چمتوالي هلې ځلې زیانمنې کړې وې.

03.10.2023 امریکا غږ

ځینې نارینه ولې مېرمنو ته د کورنۍ په لګښتونو کې د ونډې حق نه ورکوي؟

د ازادي راډیو اونیزه خپرونه( نیمه نړۍ) په کورنۍ کې ښځو ته د لګښت د حق ورکولو ته ځانګړې شوې ده. پیل کې به واورئ چې: ولې ځینې نارینه مېرمنو ته دا حق نه ورکوي ، چې د کورنۍ لګښتونه په خپل زړه وکړي ؟ دا کار د کورنۍ چاپیریال څومره تریخوي ؟ نیمه نړۍ پروګرام فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ .  

03.10.2023 ازادي راډیو

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر: امنیتي ځواکونه په قاچاق کې لاس لري

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وایي ددې هیواد امنیتي ځواکونه د بهرنیو اسعارو او تجارتي مالونو په غیر قانوني توګه قاچاق کولو کې لاس لري.

03.10.2023 امریکا غږ

امریکا: د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د پاکستان سره مرستې جاري دي

امریکې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کې د عید میلادالنبي په جلوس شوې چاودنه کې د وژل شوو او ژوبلو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي پاکستان ته ترهګرۍ غټ تاوان اړولی دی.

03.10.2023 ډیوه

د تقاعد له حق څخه محروم شوي کسان کومو ستونزوسره مخ دي؟

د ازادي راډیو د اساسي او بشري حقونو اونیز پروګرام د تقاعد حق ته ځانګړی شوی دی. په پیل کې به واورئ چې: کوم کسان د تقاعد حق لري ؟ هغه کسان چې د تقاعد حق ورنه اخیستل شوی دی ، له کومو ستونزو سره مخ دي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

03.10.2023 ازادي راډیو

پاکستان د 1.1 ملينه غېر ملکیانو ويستلو فېصله کړې

د پاکستان نګران حکومت په ملک کې په غېر قانونه توګه مېشتو 11 لکه يا 1.1 ملين غېر ملکي وګړو د ويستلو پرېکړه کړې او ويلي يې دي دغه خلک په فنډونو ورکولو، ترهګرۍ په سهولت کارۍ او نورو غېر قانونه کارونو کې لاس لري.

03.10.2023 ډیوه

یورپي یونین د اوکراین دپاره آینده کال کې د څه باندې ۵ بلینه ډالرو مرستې وړاندیز وکړ

د یورپي یونین د خارجي پالیسۍ مشر جوسپ بورېل د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د اوکراین ملاتړ ته کلک ولاړ دي، او د دې ترڅنګ یې اوکراین ته په ۲۰۲۴ کال کې د ۵.۲۵ بلینه ډالرو په ارزښت د اخراجاتو د پکېج وړاندیز اعلان کړ.

03.10.2023 ډیوه

سعودي سره د اړیکو عادي کیدو په هلو ځلو کې د اسرائیل یو وزیر ریاض ته تللی

پداسې حال کې چې د سعودي عربستان او اسرائیل تر منځ د دیپلوماتیکي اړیکو عادي کیدو په هکله ګنګسې پراخې شوي، د اسرائیل د مخابراتو وزیر شلومو کارهي دوشنبه اکټوبر ۲ (تلې ۱۰) ریاض ته تللی.

03.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

03.10.2023 امریکا غږ

د ټرمپ محاکمه پیل شوه: ټرمپ یې انتخاباتو کې لاس وهنه بولي خو څارنواله وایي تر قانون هیڅوک لوړ ندي

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یوې ملکي قضیې محاکمه دوشنبه اکټوبر ۲ ( تلې۱۰) د نیویارک په یوې محکمې پیل شوه او که ښاغلی ټرمپ او د کورنۍ غړي یې مجرم وبلل شي، د نیویارک په ایالت کې د کاروبار کولو څخه به منع شي.

03.10.2023 امریکا غږ

د افغانستان د جېنکو والي بال ټیم څنګه آسیایي لوبو ته ورسېدلو؟

د افغانستان د جینکو والي بال ټیم لوبغاړې هیله لري چې د طالبانو د مخالفت باوجود، په آسیایي لوبو کې د هغو ګډون به د ملک نورې ښځې جینکۍ ترغیب کړي چې "د خپلو هیلو/خوبونو پیروي وکړي."

03.10.2023 ډیوه

د پاکستان نګران داخله وزیر دا ومنله چې امنیتي کارکنان د ډالر په سمګلېنګ کې لاس لري

داسې حال کې چې د پاکستان ریاست په ټول ملک کې بهر ته د ډالرو او نورو سامانونو د سمګلېنګ په ضد مبارزه جاري کړې ده، د حکومت یو جګپوړي وزیر دا منلې چې په دغه غیرقانوني کار، یعنې سمګلېنګ کې امنیتي ځواکونه هم لاس لري.

02.10.2023 ډیوه

د کرکټ له مرستیال روزونکي رییس احمدزي سره مرکه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سه شنبه ماسپښین په تمریناتي لوبه کې له سریلانکا سره مخ کېږي.. د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکی رئیس احمدزی تمریني لوبې مهمې بولي او وایي چې دا لوبې د نړیوال جام د لا ښه تیاري په برخه کې اغېزمنې تمامیږي. له رییس احمدزي سره سلطان محمد سرور مرکه کړې ده.

02.10.2023 ازادي راډیو

مککال: طالبان له داعش سره د دوحې تړون له کبله مبارزه نکوي، د خپل قدرت د ساتلو لپاره یې کوي

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، چې له داعش سره د طالبانو مبارزه د دوحې د تړون له کبله نه ده، بلکې د هغه په خبره دا مبارزه د طالبانو د داخلي قدرت د ساتلو لپاره ده.

02.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more