ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بېنګکاک په شاپنګ مال کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

پولیس ترجمان خبریالانو ته وویل چې په مال کې حالات په قابو کې دي. په مال کې د فېشن ګران بېعه شیان او قیمتي موټرې هم خرڅېږي، یوه سنېما او یو لوي هوټل هم لري

03.10.2023 ډیوه

څرنګه ښه ژباړه کولی شو او له پېړیو راهیسې په ژباړو کې څه تغییرات راغلي دي؟

څرنګه ښه ژباړه کولی شو او له پېړیو راهیسې په ژباړو کې څه تغییرات راغلي دي؟ په کابل کې مو د کتابونو د بازارونو له یو څه غوړیدو خبروو. د ګرافیک ډیزاین د یوه هنرمند له هڅو سره مو اشنا کوو او په دې خپرونه کې به واورئ چې په یوه مرکز کې د پښتو موسیقي کورس جوړ شوی دی. د ازادي راډیویي مجلې د دې خپرونې د اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

03.10.2023 ازادي راډیو

پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ دپاره نوي مقررات - اتصال

پاکستان وايي، د افغانستان ټول وګړي به د نومبر له پیله د پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته نه پرېښودل کیږي. ددې پریکړې پر عواملو او حل لارو باندې نن د اتصال د پروګرام د میلمنو سره خبرې بحث او د پښتنو په سیمو کې د افراطیت او تشدد پر لاملونو د یو تاریخپوه سره خبرې شوي.

03.10.2023 امریکا غږ

پاکستان افغانانو ته د تګ راتګ شرايط نور هم سخت کړل

د پاکستان حکومت د افغانانو لپاره هغه هېواد ته د تګ چارې شرایط نور هم سخت کړي او د یوې نوې پرېکړې په اساس، هېڅ افغان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته داخلېدای نشي، هاغسې چې د نورو هېوادونو اتباع پاکستان ته ځي.

03.10.2023 امریکا غږ

طالبان: اسلام اباد او خواوشا سيمو کې په دوو اوونيو کې 1000 افغانان نيول شوي او ځينې وژل شوي دي

په پاکستان کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په تېرو دوو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو برخو، اسلام اباد او خواوشا سيمو کې 1000 تنه افغانان نیول شوي چې نيمايي يې د مهاجرت يا سفر اسناد هم لري، سفارتخانې دعوه کړې د افغانانو نيولو د عملياتو په مهال ځينې کسان وژل شوي هم دي.

03.10.2023 ډیوه

میدان وردګ کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل شوه

په میدان وردګ ولایت کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. د دغه ولایت د سرې مياشتې چارواکي وايي، دغه مرسته د څه کم شپږ میليونه افغانيو په اندازه ده، چې د مرکز میدانښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې به پر ۷۰۰ بې سرپرسته او غریبو کورنیو وویشل شي. دوی زیاتوي، چې د دغو  مرستو زیاته برخه یې د کونډو لپاره ځانګړې کړې ده. بلخوا: هغه کونډې او بې سر پرسته ښځې چې یاده نغدي مرسته يې تر لاسه کړې، له دې امله خوشاله دي او د نورو مرستو غوښتنه لري. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

03.10.2023 ازادي راډیو

د شام پوځ ویلي د اسرایل په هوايي حمله کې يې دوه عسکر ژوبل شوي دي

د تېرو څو کلونو راهسې اسرایل وخت په وخت د شام په پوځي پوسټونو حملې کوي او دا په شام کې د هغو ځواکونو خلاف جوابي حملې بلي چې ایران يې ملاتړ کوي

03.10.2023 ډیوه

رپورټ: هندوستان کېنېډا ته ویلي ۴۱ سفارتکاران دې د هند نه وباسي

د هندوستان او کېنېډې سفارتي تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو په کېنېډا کې د سېک بېلتون خوښي مشر هردیپ سېنګ نېجار په وژنه کې په هند د ککړتیا الزام ولګولو.

03.10.2023 ډیوه

پاکستان له را روانې میاشتې افغانانو ته بې له ویزې د ورتګ اجازه نه ورکوي

د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به له ګاونډي افغانستانه ټول خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر په قانوني ویزه ورځي. د طالبانو حکومت لا د پاکستان دې پرېکړه ته څه جواب نه دی ویلی. دا اعلان په داسې وخت شوی چې په اسلام اباد کې بیا په سلګونو افغانان نیول شوي او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل ورباندې اندېښنه ښکاره کړې ده. که د پاکستان د حکومت د "یو سند نظام" عملي شي نو دا تاریخي پالیسي به له لسیزو راهیسې روان عمل بدل کړي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دواړو هېوادونو خلک د ویزو پر ځای په پرمټ یوې بلې خواته سفر کوي. د مرکزي حکومت دا رسمي‌ امر له افغانستان سره د پولې د ټولو دروازو امیګرېشن چارواکو ته لېږل شوی او وي او اې لیدلی دی چې پکې ویل شوي: "د 2023م د نومبر له لومړۍ نېټې به پاسپورټ د یواځیني سفري سند په توګه عملي کېږي او بل هیڅ دستاوېز به له افغانستانه پاکستان ته د سفر لپاره نه منل کېږي". په دې سرکاري امر کې اړوندو چارواکو ته امر شوی چې د دې نوې تګلارې د عملي کېدو لپاره ضروري انتظامات وکړي او دا پرېکړه د پولې پر ټولو دروازو په ښکاره ځایونو کې د اشتهار غوندې ولګوي. د پاکستان مرکزي حکومت لا د دې پالیسۍ عملي اعلان نه دی کړی. د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر سرفراز بګټي د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، دی به نن د نهې- سه شنبې په ورځ له افغانانو سره د تړلې پالیسۍ مسایل په یوه خبري غونډه کې په تفصیل سره بیان کړي. د پاکستان یوه اعلی چارواکي د افغانانو لپاره نوي سفري اصول تایید کړل او وایي اسلام اباد تمه لري چې د طالبانو چارواکو به ورسره د دې پرېکړې په عملي کولو کې مرسته کوي. دغه چارواکي له دې کبله چې پر دې موضوع د ښکاره خبرو اجازه یې نه لرله، د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، د دې نوې پالیسۍ مقصد وسلوالو او قاچاقبرو یا سمګلرانو په ګډون د غیرقانوني تګ راتګ مخه نیول دي: "دا چې طالبانو په هېواد کې عادي حالت راوستی او حکومتداري یې ښه کړې ده، نو دوی به د دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو لپاره له نړیوالو اصولو سره سم عمل کوي، چې په هغه کې د ویزې نظام هم شامل دی". طالبانو سمدستي د پاکستان دې نوي اعلان ته څه رسمي جواب نه دی ویلی چې افغانان به نور بې ویزې دې هېواد ته د ورتګ اجازه ونه لري. د افغانستان او پاکستان تر منځ په چمن او تورخم پوله هره ورځ له تاجرانو سره سره په زرګونو عام خلک هم تګ راتګ کوي او پاکستان ته ډېر داسې افغانان بې له ویزو هم راځي چې ناروغان د علاج لپاره راوړي. د پاکستان دا نوې پرېکړه به د ډیورنډ په کرښه سره بېل دواړو غاړو ته مېشت خلک اغېزمن کړي، چې د شاوخوا 2600 کیلومیټره پولې په اوږدو کې پراته دي. په دوی کې ډېر داسې دي چې نیمې کورنۍ یې یوې او نیمې یې بلې خواته اوسېږي. پاکستان په داسې وخت د افغانانو لپاره ویزې لازمې کړې دي چې په هېواد کې یې د هغو افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده چې وایي غیرقانوني اوسېږي او یا یې ویزې نه دي نوې کړې. د پاکستان د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر جلیل عباس جېلاني د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان کړی وو، حکومت به یې د افغانانو په ګډون ټول هغه بهرنیان له هېواده باسي چې په غیرقانوني توګه هلته اوسېږي. د اسلام اباد دا اقدام به شاوخوا یو میلین افغانان اغېزمن کړي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې دې هېواد ته پناه وروړې او ډېری یې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي. د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د ګل- دوشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانانو ځورول او خپلسره نیول بند کړي. د ایمنیسټي د جنوبي اېشیا څانګې پر خپل ایکس پاڼه لیکلي: "ډېر هغه افغانان چې د طالبانو د ځورونې له کبله یې په ویره کې ژوند کاوه پاکستان ته تللي دي او هلته په خپلسرې توګه بندیان کېږي، نیول کېږي او خپل هېواد ته د لېږلو له خطر سره مخ دي". ایمنیسټي انټرنېشنل اندېښنه ښکاره کړې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته ولې نړیوالو پام نه دی اړولی. د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې په سلګونو نور افغانان په پایتخت اسلام اباد کې نیولي دي، پولیس وایي دغو کسانو د پاکستان ویزه نه لرله ځکه یې نیولي او اوس به یې خپل هېواد ته لېږي.

03.10.2023 ډیوه

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

03.10.2023 ازادي راډیو

نیکلاسن: د هغو افغانانو نیول غیر قانوني دي چې د خپلو حقونو څخه دفاع کوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د حقونو او د مدني ټولنې د فعالانو وروستیو نیولو ته د نړیوالو او کوردننه غبرګونونو په لړکې توماس نیکلاسن هم غبرګون ښودلی او د هغو افغانانو نیول یې غیر قانوني ګڼلي، چې د خپلو حقونو څخه دفاع کوي.

03.10.2023 امریکا غږ

ترکیې په انقره کې د برید په تور لسګونه کسان نیولي

ترکیې د سه شنبې په ورځ اکتوبر دریمه (تلې ۱۱)  په پایتخت انقره کې د برید په تړاو په لسګونو مشکوک کرد وسله وال او د هغوی ملاتړي ونیول.

03.10.2023 امریکا غږ

د طالبانو او پاکستان خارجه وزیران د چین غونډې ته رسېدلي، دواړه به پر خپلو دوه اړخیزو مسایلو هم غږېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوي د چین د حکومت په بلنه په دې هېواد کې د ټرانس هماليا فورم په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی. په تېره ستمبر میاشت کې چین د نړۍ لومړی هېواد شو چې خپل نوی سفیر یې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته واستاوه، خو د طالبانو حکومت لا د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند او د عامه اړیکو د څانګې مرستیال مشر ضیا احمد تکل د سه شنبې- نهې پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، چې د امیرخان متقي په مشرۍ دا پلاوی د چين په رسمي بلنه په دې غونډه کې ګډون کوي: "په دغه فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو تر منځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه ‌ييز اتصال [پیوستون] او ايکولوجيکي [ماحولیاتي] بدلونونو باندې بحثونه کېږي". ښاغلی تکل وایي‌ د بهرنیو چارو وزیر او پلاوی به یې د دې غونډ په څنډه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د نورو هیوادو له استازو سره هم دوه اړخیزې ناستې کوي او پر اړوندو موضوعاتو به ورسره خبرې کوي. ویاند وايي له امیرخان متقي سره په دې سفر کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطيف نظري او د طالبانو د حکومت یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.   ټاکل شوې چې د ټرانس همالیا فورم دوه ورځنۍ غونډه د چین د خپلواکې سیمې تبت په نېنګچي ښار کې د اکتوبر له څلورمې تر پینځمې پورې وشي او دا د دې فورم درېیمه غونډه ده چې سږ کال یې سرلیک «ماحولیاتي تهذیب او چاپېریال ساتنه» ټاکلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالی وزیر جليل عباس جيلاني هم د چين د خارجه وزير وانګ يي په بلنه په دې غونډه كې ګډون کوي او ټاکل شوې چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې د نورو هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم وویني. د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیران به په ممکنه توګه پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي، ځکه چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو له کبله اسلام باد ګوته کابل ته نیسي او طالبان وایي چاته به اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د بل هېواد په ضد وکاروي. دا به په دوو اوونیو کې چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي دویم سفر وي چې یو بهرني هېواد ته یې کوي، د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو له کبله د دوی بهرني سفرونه ډېر محدود دي. ټرانس هماليه فورم په كال 2018م کال د سيمه یيزو هېوادونو تر منځ د جغرافيایي پیوستون٬ چاپېریال ساتنې، ماحولیاتي خوندیتوب او كلتوري اړیکو زياتولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو د عملي مرستې زياتولو لپاره جوړ شوی وو. د دې فورم وروستۍ غونډه په 2019م کال كې شوې وه. امیر خان متقي د ستمبر پر 29مه د ماسکو فارمټ پینځمې غونډې ته په وینا کې د چین د حکومت مننه کړې وه، چې وایي د طالبانو حکومت ته یې نوی سفیر ور لېږلی دی. متقي هیله څرګنده کړې وه چې نور هېوادونه هم خپل سفیران ور ولېږي او هم په خپلو هېوادونو کې د دوی سفیران ومني. د نړیوالو چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چین ته د ښاغلي متقي سفر د افغانستان لپاره یو مثبت قدم دی ځکه چې وایي ددې خطر شته چې افغانستان به په بشپړه توګه له یواځیتوب سره مخ شي. ښاغلي فرهادي وي او اې اشنا ته ویلي، چین د طالبانو له حکومت سره په اړیکو کې ځینې غوښتني هم لري، چې یوه یې په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د وسلوالو شته والی دی، وایي د طالبانو حکومت د دغې ډلې وسلوال له چین سره د افغانستان له پولې لرې سیمو ته منتقل کړي دي. ښاغلی فرهادي وايي، که څه هم چین طالبانو حکومت ته خپل نوی سفیر لېږلی خو وایي لا یې هم په چین کې د طالبانو سفیر نه دی منلی او نه یې د دوی حکومت په رسمیت پیژندلی دی. نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو شرطونه ایښي دي.

03.10.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

03.10.2023 ازادي راډیو

سيند صوبه کې د پوليو څاڅکو څخه انکاريانو ته په ممکنه توګه د زندان او جرمانې سزا

 د پاکستان په سیند صوبه کې چارواکي د پوليو د خاتمې دپاره په يو لانجمنه طريقه غور کوي چې پکې سزا شامل ده، سيند اسمبلۍ د تېر اګست د میاشتې په څلورمه نېټه قانوني مسوده منظوره کړې وه چې ترمخه یې د پوليو يا نورو ويکسينو څخه انکاريانو دپاره د يوې میاشتې زندان او 50000 روپو جرمانې ویل شوي وو.

03.10.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more