شاته

د افغانستان د جېنکو والي بال ټیم څنګه آسیایي لوبو ته ورسېدلو؟

د افغانستان د جینکو والي بال ټیم لوبغاړې هیله لري چې د طالبانو د مخالفت باوجود، په آسیایي لوبو کې د هغو ګډون به د ملک نورې ښځې جینکۍ ترغیب کړي چې "د خپلو هیلو/خوبونو پیروي وکړي."

د دغو لوبغاړو وینا ده چې د چین په هانګژو ښار کې د کېدونکو لوبو په سیالیو کې د برخې اخېستو دپاره، هغوی د تنازعاتو، جلا وطنۍ او خپلو کورنیو ته د ورکړی شوو ګواښونو مقابله کړې ده.

په افغانستان کې د جینکو په لوبو باندې طالبانو هغه وخت پابندۍ ولګولې چې کله هغوی په کال ۲۰۲۱ اګست میاشت کې دوباره په افغانستان واکمن شول. له دې مخې، د افغانستان نه چین ته د لوبغاړو، روزونکو، او سوپرواېزرانو په ګډون کومه ډله چې چین ته تللې ده او شمېر یې د ۱۲۰ کسانو نه لوړ دی، په هغې کې هېڅ کومه ښځه یا نجلۍ شامل ندي.

د آسیایي لوبو په پرانېستونکې دستوره کې هم چې کله د ټیمونو تعارف کېدلو، نو د افغانستان په ټیم کې هېڅ کومه جینکۍ یا ښځه شامله نه وه.

لاکن د افغانستان نه بهر د لوبو د تنظیمونو په مرستې، د لسو نه زیاتې افغانې لوبغاړې چې په افغانستان کې ژوند نکوي، په آسیایي لوبو کې یې برخه اخېستې ده. په دې کې اکثره یې د جینکو د والي بال په ټیم کې شامله دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د جاپان ټیم په وړاندې د یوې لوبې وروستو چې په کې افغان لوبغاړو په ۳-۰ نتیجې سره ماتې وخوړه، د والي بال پېنځه ویشت کلنې افغانې لوبغاړې مرسل خدري اې اېف پي خبري ادارې ته وویل: "زما په نظر دا د افغان ښځو/جینکو دپاره یو لوی امید دی، چې هغوی خپل خوبونه/امیدونه نه دي بایللي، هغوی ته په کار ده چې خپل خوبونه وپالي."

کله چې افغان ټیم د جاپان خلاف لوبه کې په تاخیر سره خپل وړومبی پواینټ واخېست، نو ننداره چیانو په ډېر جوش سره ورته پړکې ووهلې. که څه هم د افغانستان جینکو د لوبو په دواړو میدانونو کې ماتې وخوړه، مګر تر دې ځایه پورې د رسېدو په وجه هغو کې یو مضبوط احساس موجود و.

د افغانستان د جینکو والي بال ټیم، چې دوولس لوبغاړي په کې شته، د هفتې په آخره کې د قزاقستان په خلاف هم مقابله وکړه او د خپل نه زیاتره تجربه کار حریف په وړاندې د شکست خوړو باوجود، د هغو جوش او جذبه پرځای پاته وه. دغو افغان لوبغاړو چې پړوني یې پر سر او اوږدې پاجامې یې اغوستې وې، د لوبې په آغاز کې په میدان کې منډې وهلې او یو د بل حوصله افزائي یې کوله.

مرسل خدري وویل: "د افغانو ښځو دپاره په دې آسیایي لوبو کې شرکت کول ډېر زیات مشکله و، ځکه دا زمونږ دپاره یو مشکل صورتحال دی. ټولو ته د افغانستان حالات ورمعلوم دي."

د افغانو جینکو والي بال ټیم به په آسیایي لوبو کې خپله آخري مقابله د هانګ کانګ په وړاندې کوي. تر اوسه په دوو لوبو کې د ماتې خوړلو سره سره، د مرسل خدري حوصله لوړه پاته ده.

د چین په هانګژو کې د افغانو جینکو د والي بال ټیم ځینو لوبغاړو، د دې وېرې چې په افغانستان کې د هغوی مېشتو رشته دارانو په خلاف څه انتقامي کاروایي ونشي، د خبریالانو سره مرکې کولو نه ډډه وکړله.

واک ته د طالبانو د رسېدو نه پس، په سلهاوو افغان لوبغاړي، روزونکي او یا د سپورټ د مختلفو څانګو چارواکو چې په کې ښځې او نارینه شامله دي، مختلفو حکومتونو د قامي اولمپيک کميټو د لارې د انساني همدردۍ په ویزو بهر ملکونو ته رسولي دي.

(د وي او اې د اردو سروس نه په مننه)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00