شاته

یورپي یونین د اوکراین دپاره آینده کال کې د څه باندې ۵ بلینه ډالرو مرستې وړاندیز وکړ

د یورپي یونین د خارجي پالیسۍ مشر جوسپ بورېل د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د اوکراین ملاتړ ته کلک ولاړ دي، او د دې ترڅنګ یې اوکراین ته په ۲۰۲۴ کال کې د ۵.۲۵ بلینه ډالرو په ارزښت د اخراجاتو د پکېج وړاندیز اعلان کړ.

بورېل دا خبرې په کیېف کې د اوکراین د خارجه وزیر دمیترو کولېبا سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې وکړې. د یورپي اتحاد خارجه وزیرانو د دې دپاره چې د اوکراین سره خپل ملاتړ څرګند کړي، خپل اجلاس یې په کیېف کې جوړ کړی و، او دا اول ځل و چې د داسې یو اجلاس د یورپي یونین نه بهر چېرته جوړیږي.

که څه هم ښاغلي بورېل د ګل/دوشنبې په ورځ سرښار کیېف کې د یورپي اتحاد د خارجه وزیرانو غونډه تاریخي وبلله، خو دا غونډه د اوکراین مغربي اتحادیانو دپاره په یو عجیب حالت کې برابره شوه. په سلوواکیا کې، چې د یورپي اتحاد او د نېټو ممبر ملک دی، د روس یو طرفداره سیاستمدار انتخابات وګټل، او بل طرف ته د امریکا کانګرس د حکومت د اخراجاتو له موقتي بجټ نه د اوکراین دپاره مرستې لېرې کړلې. د روس په ضد د اوکراین د پوځ جوابي حمله هم د هغه څه نه چې غربي مشرانو یې هیله درلوده، سوکه مخ ته روانه ده، او د خزان موسم په رارسېدو سره به هغه لارې هم په خټو بندې شي چې اوکراین ته د مغربي ملکونو مرسته شوي ټانکونه ورباندې روانیږي.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د ګل/دوشنبې په ورځ اجلاس کې د یورپي اتحاد خارجه وزیرانو ته وینا کې وویل: "زمونږ کامیابي په واضحه توګه ستاسو په همکارۍ پورې تړلې ده. هرڅومره چې مونږ په مشترکه ډېر قوي او په اصولو ولاړ ګامونه اوچت کړو، هماغومره ژر به دا جنګ ختم شي."

زېلنسکي یاده کړله چې اوکراین به د روس د دوامداره حملو نه د خپلو خلکو او خپل اقتصاد حفاظت کول جاري ساتي، او جوابي حمله یې چې د مقبوضه سیمو د آزادۍ په مقصد ده، په ثابته توګه پرمخ ځي. هغه د یورپي یونین مشرانو ته دا یادونه هم وکړله چې اوکراین لا ډېرو پېسو، ډېرو وسلو، او ډېرو پوځي روزنو ته ضرورت لري چې خپل مقصد ته ورسیږي. زېلنسکي یو ځل بیا له یورپي مشرانو وغوښتل چې په روس باندې پابندۍ زیاتې کړي.

د جرمني خارجې وزیرې انالېنا بېئرباک غوښتنه وکړه چې د راتلونکي ژمي موسم دپاره د اوکراین د آماده کولو کوششونه وشي، فضایي دفاع او د توانایۍ ضمانت شوي سپلای دې ورکړی شي، ځکه تېر کال روس د اوکراین د توانایۍ بنیادي اډانو باندې بمبارۍ کړې وې.

د فرانس خارجه وزیرې کترین کولونا وویل چې د اوکراین په پایتخت کې د یورپي اتحاد د خارجه وزیرانو غونډه جوړول، "د اوکراین د پرعزمه او دوامداره ملاتړ" څرګندونه کوي.

هغې وویل، روس دې په دې پوهه شي چې یورپي اتحاد به د اوږدمهاله پورې د اوکراین ترڅنګ اودرېدلې وي.

د نېډرلېنډ خارجه وزیر هانکه برونز سلاټ وویل چې په کار ده روس په اوکراین باندې د پوځي یرغل په خاطر یې جوابده وګرځولی شي او مهمه ده چې د پابندیو د طریقه په روس فشار واچول شي.

هغه وویل چې د اوکراین د خلکو د آزادۍ دپاره یې چې هرڅه په وس پوره وي، هغه باید وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00