شاته

سعودي سره د اړیکو عادي کیدو په هلو ځلو کې د اسرائیل یو وزیر ریاض ته تللی

پداسې حال کې چې د سعودي عربستان او اسرائیل تر منځ د دیپلوماتیکي اړیکو عادي کیدو په هکله ګنګسې پراخې شوي، د اسرائیل د مخابراتو وزیر شلومو کارهي دوشنبه اکټوبر ۲ (تلې ۱۰) ریاض ته تللی.

د ښاغلي کارهي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغه په ریاض کې د ملګرو ملتونو په یوې غونډې کې د ګډون لپاره تللی دی.

دا د یوې اوونۍ څخه په لږې مودې کې د اسرائیل د کابینې دویم غړی دی چې سعودي عربستان ته سفر کوي.

د اسرائیل د مخابراتو وزیر دفتر په اعلامیې کې ویل شوي چې ټاکل شوې هغه په ریاض کې پدې غونډې کې د وینا تر څنګ د متحده ایالاتو د سفیر او د ترکیې د مخابراتو وزیر سره هم وګوري.

د ښاغلي کارهي سره پدې سفر کې ۱۴ نور حکومتي چارواکي هم شته چې د قانون وزیر ډیوډ بیتان تر څنګ پکې د بهرنیو چارو د وزارت استازي هم شامل دي.

د مخابراتو وزیر څخه وړاندې د اسرائیل د سیاحت چارو وزیر هایم کاتز سعودي عربستان ته تللی و چې د ملګرو ملتونو نړیوال توریزم سازمان په یوې غونډې کې برخه واخلي.

ښاغلی کاتز د اسرائیل لومړنی وزیر دی چې سعودي عربستان ته د رسمي هیت سره تللی و.


سعودي عربستان چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپیڅلی ځای دی د اسرائیل حکومت یې هیڅکله په رسمیت ندی پیژندلی او پدې ټینګار کوي چې یوازې په هغه صورت کې به دا کار وکړی چې د منځني ختیځ د شخړې پای ته رسیدو لپاره د دوه بیلو دولتونو حل لاره نه وې غوره شوي او فلسطیني کډوالو ته د میشت کیدو لپاره مناسب ځای نه وي ورکړل شوی.

خو د متحده ایالاتو حکومت بیا د سعودي عربستان او اسرائیل تر منځ په یوې تاریخي معاملې کې منځګړتوب کوي چې ښایي په منځني ختیځ کې به نظم ډیر بدل کړي.
ریاض پدې تړون کې د واشنګټن څخه امنیتي ضمانت او په ملکي اتومي پروګرام کې د امریکا همکاري غواړي. سعودي عربستان ویلي چې پدې پروګرام کې به هغوي د یورانیمو غني کیدو توان ولري.


بل پلو بیا فلسطینیانو خبردرای ورکړی چې د اسرائیل – سعودي عربستان تر منځ په هر ډول معامې کې هغوي باید په نظر کې ونیول شي خو لا معلومه نده چې اسرائیل به پدې برخې څومره امتیاز ورکولو ته غاړه کښیږدي.

سپینې ماڼۍ تیره اوونۍ ویلي و چې سعودي عربستان او اسرائیل د اړیکو د عادي کیدو لپاره د یو تاریخي تړون په لور روان دي چې د متحده ایالاتو په منځګړتوب کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې سعودي عربستان او اسرائیل د څو لسیزو دښمنیو وروسته د اړیکو عادي کیدو په لور ګام اخلي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هیله لري چې منځني ختیځ بدل کړي او د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه وړاندې یوه دیپلوماتیکه بریا ولري.

ښاغلی بایډن غواړي سعودي عربستان چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپیڅلی ځای دی، د اسرائیل یهودي دولت په رسمیت وپیژني.

ښاغلي کربي وویل چې د اسرائیل – سعودي عربستان اړیکو عادي کیدو کې ټولو ښکیلو ډلو د کاري چوکاټ لپاره اساسي ګامونه اخیستي دي.

متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د خپلو متحدینو څخه غوښتي چې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکي عادي کړي.

عربي متحده اماراتو، بحرین او مراکش له وړاندې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم څه موده وړاندې ویلي و چې د اسرائیل سره د اړیکو عادي کیدو ته نږدې شوي او د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو هم دیته ورته څرګندونې کړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سپتمبر په ۲۲ مې نیټې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې اسرائیل له سعودي عربستان سره د اړیکو د ټینګولو په "درشل" کې دی او په وینا یې فلسطینیان به یې پر وړاندې "ویټو" ترلاسه نکړي.

نتنیاهو وویل، په ۲۰۲۰ کال کې له دریو نورو عربي هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو تړون لا دمخه د "سولې د نوي دور د پیل" نښه شوی او اوس "زه باور لرم چې مونږ د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د تاریخي سولې په برخه کې د لا ډیر ډراماتیک پرمختګ په درشل کې یو."

د ښاغلي نتنیاهو په وینا دا ډول سوله به د عرب-اسرائیل د شخړې د پای ته رسولو لپاره اوږده لاره په مخ کې ولري او دا به نور عربي هېوادونه وهڅوي چې له اسرائیل سره خپلې اړيکې عادي کړي.

نتنیاهو همداشان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د مشر محمود عباس د پنجشنبې د ورځې څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلي وو له فلسطیني دولت پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي راتلای.

فورم \ دبحث خونه