ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ریپبلېکنز د بایډن د مواخذې اوریدنه د سپټمبر په 28 نیټه ټاکلې ده

د ایوان نمایندګان د نظارت کمیټۍ د ویاند په وینا دغه اوریدنه د سېپټمبر په 28 نیټه ټاکل شوې ده او تمه کېږي چې په "اساسي او قانوني پوښتنو" به څرخي چې بايډن د هغه د زوی هنټر بایډن بهرنۍ تجارتي کې د ښکیلتیا تورونه پورې اړه لري. ریپبلېکنز د ایوان نمایندګان سپیکر کېون مېکارتي په مشرۍ کې په وروستیو اونیو کې دعوی کړې چې د بايډن کړنې د خپل مرستیال صدر د وخت راهیسې "د فساد کلتور" ښیې او دا چې د هغه زوي د بهرنیو ګاهکانو سره د خپل کاروبار ته وده ورکولو دپاره "بایډن برانډ"  کارولی دی.   د کمیټۍ ویاند دا هم وویل چې د کینټکي نه د ایوان نمایندګان ریپیلېکن غړی جیمز کامر چې د نظارت د کمیټۍ  چیرمین دې پلان لري "د دې اونۍ په پیل کې" د هنټر بایډن او د صدر ورور جیمز بایډن د شخصي او کاروباري بېنک ریکارډونه د وړاندې کولو امر جاري کړي .  مېکارتي د قضایی کمیټۍ  چیرمین جېم جارډن او د ویز او مینز  کمیټۍ  چیرمین جیسن اسمت سره په ګډه د تحقیقاتو مشري کولو دپاره کومر مقرر کړی. سپینې ماڼۍ صدراتي ټاکنو مهم یا کمپاین په وخت  د ریپبلېکنز هڅې "تر ټولو ناوړه سیاست" بللی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند ایان سامز د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل "د حکومت د بندولو نه څو ورځې وړاندې دغه سیاسي سټنټ اوریدنه ترسره کول مخکې د دې چې دوی حکومت وتړي د دوی ریښتیني لومړیتوبونه په ګوته کوي: د دوی دپاره په صدر بايډن باندې بې اساسه  شخصي حملې د حکومت د بندیدو مخنیوي پرځاې او هغه تکلیف چې دغه نه به امریکایی کورنیو ته ورسریږي ډېر مهم دی. "  

20.09.2023 ډیوه

د شاهد اپریدي لور انشا اپریدۍ وتلي کرکټر شاهین شاه اپریدي ته واده شوه

دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې دپخواني کپتان شاهد اپریدي لور انشا اپریدۍ دپاکستان دکرکټ وتلي لوبغاړي شاهین شاه اپریدي ته واده شوه. د واده دستوره پرون د نهې په ورځ په کراچۍ ښار کې ترسره شوې ده چې پکې دپاکستان دکرکټ د اوسنیو اؤ پخوانیو وتلو لوبغاړو تر څنګ د دواړو کورنیو غړو،خپلوانو اؤ ملګرو برخه اخستې ده. د پاکستان د فاسټ باولر یا تېز توپ اچونکي شاهین اپریدي اؤ دپخواني لوبغاړي شاهد اپریدي د لور انشا اپریدۍ نکاح سږکال د اپریل په میاشت کې شوې وه خو سرچینې وایي چې هغه مهال د شاهد اپریدي لور انشا اپریدۍ په زده کړو بوخته وه نو ځکه یې رخصتي نه وه شوې. شاهد اپریدی د پینځوؤ لوڼو پلار دی چې 23 کلنه انشا اپریدۍ یې په لوڼو کې په دویم نمبر ده. دشاهین اپریدي پلار د خپل زوي له کویژدې وروسته ویلي وؤ د هغه اؤ دشاهد اپریدي کورنۍ خپلو کې سره پخواني مراسم اؤ راشه درشه لري نو په دغه اساس یې د شاهد اپریدي د لور رشته خپل زوي شاهین اپریدي له غوښتې وه. د شاهین اپریدي اؤ انشا اپریدۍ د واده د دستورې بیلابیلې ویډيوګانې اؤ عکسونه خلکو په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې پکې لیدل کیږي دهغوي واده له دپاکستان دکرکټ د ملي لوبډلې کپتان بابراعظم،پخوانی کپتان مصباح الحق،پخوانی وتلی بیټسمین سعید انور،پخوانی ټیسټ کرکټر تنویر احمل اؤ سهیل خان هم ورغلي دي. په کراچۍ کې د واده د دستورې ترسره کېدو وروسته د شاهین اپریدي کورنۍ ناوې کور ته وړې ده اؤ ټاکل شوې ده د واده خوړه سبا  د زیارت-پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ورکول کیږي. شاهد اپریدي د خپلې لور د رخصتۍ عکسونه دخپل رسمي ایکس( پخوانۍ ټویټر) پاڼې څخه خپاره کړي اؤ دپاسه یې ورته د خپلو جذباتو اظهار په اردو شعرونو کې کړی دی . دشاهد اپریدي لخوا ددغو شعرونو مفهوم دی چې" هم د پرون ورځې خبره وه چې په کور مې یې دغه نور(انشا اپریدۍ) راڅرګند شو اؤ اوس مې د سترګو په وړاندې رخصتېږي هم ،ستا دبابا زړه هم ډوبېږي خو د یوې نوي سهار هېله ورته اډاڼې ورکولو له راغلې ده"

20.09.2023 ډیوه

اسفندیار ولي:پښتونخوا اؤ بلوچستان کې دترهګرۍ سېوا شوې پېښې سنجیده نه اخستل کیږي

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د هدفي وژنو،ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په چټک شوي بهیر اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي په پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ سېوا کېدونکې پېښې سنجیده نه اخستل کیږي. هغه تېره ورځ د بلوچستان سرښار کوټې ته نزدې په کچلاغ سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند د یو وتلي مشر ارباب غلام کاسي ایډوکیټ د وژل کېدو پېښه غندلې ده اؤ ویلي یې دي په رڼا ورځ د ښاغلي کاسي هدفي وژنه د ترهګرۍ اؤ تند لاریتوب د لړۍ یوه کړۍ ده. دعوامي نیشنل ګوند دمرکزي کمیټې غړی اویا کلن ارباب غلام کاسي ایډوکیټ تېره ورځ په کچلاغ کې نامعلومو وسله والو په یو هدفي برید کې وژلی ؤ چې تر دې مهاله یې د وژنې ذمه واري هیڅ یوې ډلې پغاړه نه ده اخستې. اسفندیار ولي خان د هغه په وژنه خپل غبرګون کې ویلي د سیاسي فعالینو اؤ مشرانو په نښه کول د حالاتو د سنګینۍ غمازي کوي. نوموړي پخپل بیان کې ویلي چې عوامي نیشنل ګوند په داسې ناوړه حربو یا حرکتونو نه ویریږي اؤ د ترهګرۍ په اړه به هیڅکله له خپل دریځ نه پشا نه شي. په بلوچستان کې تر دې وړ‎اندې هم  په بیلابیلو وختونو کې د عوامي نیشنل ګوند مھم غړ‎ي وژل شوي دي. د 2021م کال پر 26 جون باندې د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړ‎ی ملک عبدالله کاسي له کلي کتیر کچلاغ څخه تښتول شوی ؤ او وروستو یې پر 5م اګست د پښین ښار په سرانانو سیمه کې په تشدد وژل شوی مړ‎ی موندل شوی ؤ. د 2020م کال په ستمبر میاشت کې د عوامي نيشنل ګوند ویاند اسد خان اڅکزی له کوټې اغوا شوی ؤ او څلور میاشتې وروسته د هغه په ګولیو ویشتل شوی او خراب شوی مړی د کوټې په نوحصار کلي سیمه کې موندل شوی و. د عوامې نیشنل پارټۍ دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان هم په ایکس (پخواني ټویټر) خپل یو بیان کې د ارباب غلام کاسي وژنه غندلې ده او ویلي یې دي هغوي دملک اؤ نظام چلوونکو ته خبرداری ورکوي چې که حالات همداسې پاتې شول نو بیا عوامي نیشنل ګوند تر هر حده د تګ طاقت لري . عوامي نیشنل ګوند د ارباب علام کاسي ایډوکیټ په وژنه د خپلې راتلونکې تګلارې جوړولو لپاره نن (چهارشنبه) په کوټه کې د مترقي ګوندونو یوه ګډه بېړنۍ غونډه رابللې ده اؤ حکومت ته یې مهلت ورکړی چې نن د غرمې تر 12 بجو باید د ارباب غلام کاسي د وژنې د پېښې روڼ انده پلټنې وکړي. په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو اؤ هدفي وژنو د سیوا شوؤ پېښو نه وروسته سږکال دمې میاشت کې عوامي نیشنل ګوند په پلازمینه اسلام اباد کې یو ټول ګوندیز کانفرنس رابللی ؤ چې پکې دترهه ګرۍ پرضد جوړې شوې قامي تګلارې نیشنل ایکشن پلان باندې دعمل نه کوونکو پرضد د کاروایۍ غوښتنه شوې ده. همدا شان په دې وروستیو کې دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان دترهګرۍ اؤ ناامنۍ دپېښو پرضد پېښور هایکورټ پېښور هایکورټ کې هم یوه قضیه دایر کړې وه چې پکې دترهګرو سره دهمکارۍ کوونکو د معلومولو اؤ ورته د سختې سزا ورکولو غوښتنه شوې وه 

20.09.2023 ډیوه

طالبان وایي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې تر 100ؤ زیاتې نوې امنیتي پوستې جوړې کړې دي

په افغانستان واکمن طالبان  وایي د تېرو دوؤ کالو نه چې هغوي بیا واک ترلاسه کړی نو پاکستان سره یې د ډیورنډ په کرښه دافغانستان ختیځو ولایتونو کې تر ۱۰۰ زیاتې امنیتي پوستې جوړې کړې دي. طالب چارواکي وایي چې د ډيورنډ دکرښې په اوږدو کې  یې دا پوستې ددفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب په امر جوړې کړې دي اؤ وایي د نورو پوستو جوړولو لړۍ هم دوامداره ده. روانه میاشت تورخم کې په ډیورنډ کرښه دطالبانو د سرحد ساتونکو ځواکونو د یوې امنیتي پوستې جوړولو پسر  دپاکستان اؤ افغانستان دځواکونو ترمنځ یوه سخته نښته شوې وه چې له دغې نښتې وروسته دپاکستان لخوا تر نهو ورځو د تورخم لاره تړل شوې وه. پاکستان له افغانستان سره شاوخوا 26 سوه کیلومیټره اوږده "پوله" لري چې پاکستان ورته خپل مستقل سرحد وایي خو دافغانستان دننه چې هر حکومت راځي هغه دا کرښه فرضي بولي . سږکال د جون په میاشت کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ددفاع وزیر ملا یعقوب پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده اؤ چې کله ولس وغواړي نو دوي به د ډیورنډ پوښتنه وکړي. دافغانستان طوع ټیلي ویژن پخپل یو رپورټ کې دافغانستان دختیځ د سرحدي ځواکونو د کمانډر قاري یا  قومندان قاري معراج  له خولې ویلي ، چې دوي د تېرو نزدې دوو کلونو په اوږدو کې افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې تر سلو زیاتې نوې پوستې جوړ کړې دي او وایي دا لړۍ لا دوامداره ده. هغه ویلي تر دې مخکې سرحدي پوستې د کرښې نه ډیرې شاته وې  خو وایي اوس یې په صفري کرښه کې جوړې کړې دي. طلوع پخپل رپورټ کې دطالب امنیتي چارواکو له خولې ویلي چې په کومو سرحدي سیمو کې دا امنیتي پوستې جوړې کړل شوې دي هلته لارې یا سړکونه هم رغول شوي اؤ سیمو ته ځینې نورې اسانۍ هم ورکړل شوي چې ځایي خلک پرې خوشحاله دي. د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوند لیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه. د افغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې. په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د افغانستان د لوري ترهګرو په چترال کې په امنيتي پوستو بریدونه کړي، څلور پاکستاني امنيتي عسکر وژل شوي او د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوې او ګڼ نور ژوبل کړی شوي وو. تحریک طالبان پاکستان په چترال کې په پاکستاني پوستو د بريدونو زمه واري منلې وه. خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې وه چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده. هم په شپږم ستمبر په تورخم پوله د دواړو خواو ډزې شوې او بيا دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه. د تورخم په پوله په شپږم ستمبر د نښتې وروسته په نهم ستمبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، "د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل او په افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي". او په 11م ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د طالبانو د بيان په ځواب کې ويلي وو، "د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او په شپږم ستمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو بې دریغه ډزو باندې لاس پورې کړو" په تورخم د شپږم ستمبر د پېښې په حواله طالبانو دعوه کړې وه خپل [افغانستان] لوري ته یې په پوله پوسته ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې. او پاکستان بيا ویلي، په شپږم ستمبر په پوله د پرامنه حل په ځای افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو ناتاره ډزې پېل کړې وې.

20.09.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو نظر پوښتنه: د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د میرمنو حقونه مهم دي

سلګونو افغان میرمنو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نظر معلومولو یوه سروې کې ویلي چې ملګري ملتونه دې تر هغه وخته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني تر څو چې افغان نجونې او میرنې کار کولو او تعلیم ته لاسرسی ونلري.

20.09.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو نظر پوښتنه: د طالبانو په رسمیت پېژندلو دپاره د ښځو حقونه مهم دي

د یوې نوې سروې یا نظر پوښتنې تر مخه په افغانستان کې په سلګونو ښځې وايي ملګري ملتونه باید د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني تر څو چې ښځو ته د  کار او تعلیم ته لاس رسی نه وي بحال شوی. د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو په سروې کې برخه اخیستونکې 592 ښځو کې خواوشا 46 فیصده ویلي نړیواله اداره باید د طالبانو حکومت " په هېڅ صورت " د افغانستان د حکومت په توګه ونه پیژني. د دغه نیمایي ځواب ویونکو ویلي چې د طالبانو د حکومت هر ډول پېژندنه باید د ښځو په حقونو کې د پام وړ پرمختګونو پورې اړه ولري په شمول د دوی د زده کړې او د کار کولو حق. د 2021 کال اګست کې په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې وروستو طالبانو د جینکو ثانوي ښوونځي یا سکولونه او پوهنتونونه تړلي دي چې ترمخه یې بې شمېره نجونې یې زده کړو ته د لاس رسي نه بې برخې کړي دي او د ښځو په کار کولو یې پراخه محدودیتونه لګولي دي.   د طالبانوحکومت د ښځو په ټولنیزو حقونو لکه په لوبو او تفریحي ځایونو ته د لاس رسي په برخه کې بې شمېره نور محدودیتونه وضع کړي دي چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه یې هڅولي چې افغانستان د "جنسي توپیر" لاندې هېواد ګرځوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د ګل- سه شنبې په ورځ په یوه رپورټ کې ویلي دوی [د سروې ځواب ورکوونکو] اندیښنه څرګنده کړه چې دا پېژندنه [په رسمیت پېژندنه]  به یوازې طالبان چارواکي وهڅوي چې د ښځو او جینکو په وړاندې په خپلو تګلارو او کړنو کې سختې ته دوام ورکړي. طالبان د نړیوالې ټولنې نه په رسمیت پېژندلو غوښتنې سره د پام وړ غوښتنو سره مخ شوي دي. زیات هېوادونو غوښتنه کوي چې طالبان دې خپل ناوړه سیاستونه پریږدي، یو ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي. خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د دوی "اسلامي امارت" ټول شموله دی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی کوي. خو تېره اونۍ د افغانستان دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تاماس ویسټ ویلي وو : زما په خیال د عادي یا معمول کېدو په لور ګامونه ممکن نه دي. او زه فکر کوم چې د نړیوالې ټولنې تر منځ به د پام وړ یووالی تر هغه وخته پورې پاتې شي چې مونږ د ولس سره د دوی [طالبانو] چلند کې د پام وړ بدلون ونه وینو." د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور تور پیکۍ د ګل/دوشنبې په ورځ وي او اې افغان څانګې ته په یوه انلاین مرکه کې وویل: "مونږ به تر هغه وخته پورې هڅې جاري ساتو ترڅو  چې د افغان جینکو د تعلیم او د ښځو د کار حقونه بېرته نه وي بحال شوي." د ملګرو ملتونو سروې  کې ویل شوی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو په روغتیا، ګټو او ټولنیز نفوذ ته هم د پام وړ تاوان رسیدلې دی. د یوناما په رپورټ کې ویل شوي: " هغه ښځې چې په دغه سروې کې ورنه پوښتنې شوي په تکرار سره خپل ژوند د هغو بندیانو په څیر تشریح کوي چې په تېاره کې ژوند کوي او د راتلونکي امید بغیر تر کور پورې محدوده پاتې دي." دغه سروې کې برخه اخیستونکو 80 فیصده ښځو ویلي چې د دوی امدن یا عاید ترلاسه کولو فعالیتونو کم شوي دي. د جولای په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د ښځو د ښکلا پر سالونونو بندیز ولګاوه چې خواوشا 4,000 ښځې یې امدن څخه بې برخې کړې.  

20.09.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

20.09.2023 امریکا غږ

هند ته د کاناډا خبردرای: د سیکانو مشر وژل کیدو په هکله زمونږ ادعاوې جدي وګڼئ

د کاناډا صدراعظم جسنټن ټروډو سه شنبه سپټمبر ۱۹ (وږي۲۸) له هند غوښتي په کاناډا کې د سیکانو یو مشر وژل کیدو په هکله ادعاوې چې شک کیږي د هند حکومت پکې لاس درلود "زښته جدي" وګڼي.

20.09.2023 امریکا غږ

جمهوري غوښتونکو د بایډن استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره د استماعیه غونډې نیټه وټاکله

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي پلان لري چې راتلونکې اوونۍ د جمهور رئیس جو بایډن د استیضاح کیدو په هکله د پلټنو لپاره خپله لومړنۍ استماعیه غونډه جوړه کړي.

20.09.2023 امریکا غږ

علي وزیر او ولسیار تر ضمانت وروسته له اډیاله زندانه خوشي شول

د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشر علي وزیر او د هغه یو بل ملګری ولسیار د پنجاب له اډیاله زندانه خوشي شول.   په علي وزیر باندې وروستۍ مقدمه د سایبر جرم په تور درج شوې وه، خو د سېپټمبر په اتلسمه د سایبر کرایمز عدالت د هغه ضمانت منظور کړو او نن دوی دواړه خوشي شول.   على وزير او ولسيار  په اسلام آباد کې یو عدالت د ګل په ورځ په يوه بله مقدمه کي ضمانت ورکړی ٶ خو د مچلکو ناوخته جمع کولو له وجې په هغه ورځ دوى راخوشي نکړې شو.   د علي وزیر وکیل سميع الله وزير  وي او اې ډيوه ته وويل د نهې په ورځ مچلکې جمع کولو وروسته علي وزیر او اولسيار د زندانه راخوشي شو او د پى ټي ايم پلويانو ورته يو تود هرکلی وویل.   هغه زیاته کړه چې په ګڼ شمېر کي د پى ټى ايم پلويان د آډيالې زندان نه بهر موحود وو او کله چې على وزير او ولسيار رابهر شو نو دوى ورته څيرې ورواچولې او د يو جلوس په شکل کي دغلته نه روان شو.   سميع الله وويل اسلام اباد هایي کورټ د دوى هغه درخواست هم منظور کړو په کوم کي چې دوى  د على وزير  په دوه  نورو مقدمو کي، چې له پوليس پکي ګرفتاري نه ده ښودلې ،  د نه نيولو خواست کړې ٶ. نوموړي زياته کړه :  ”عدالت دوى ته شپږ ورځې وخت ورکړو چې د على وزير په دي  مقدمو کي پرى ارسټ يا د وخت نه وړاندې د نه نيولو ضمانت وکړي”.   د پلټنو مرکزي ادارې اېف آي اې علي وزیر د ستمبر په 15مه نېټه اډېاله بندي خانې نه په ېوه بله مقدمه کې له خوشې کېدو وروسته ګرفتار کړی ؤ اؤ وروسته یې عدالت نه د هغه د جسماني ریمانډ غوښتنه کړې وه چې عدالت نه وه منلې.   علي وزیر د اګست په 18 ڼېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی و اؤ په هغه یو شمېر مقدمې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو اؤ په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې دي.   د علي وزیر ترڅنګ د بشري حقونو د فعالې اېمان زینب مزاري پرضد هم دغه مقدمې درج کړې شوې وې خو عدالت وروسته د هغې ضمانت منظور کړی ؤ اؤ هغه له زندانه خوشې کړې وه.   دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستان کې علي وزیر یا د پي ټي اېم نور غړي نیول شوې دي، تر دې وړاندې کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر اؤ محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته کال 2021م کې په کراچې ښار کښې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته په علي وزیر د بغاوت مقدمه درج کړی شوې وه اؤ هغه نیول شوی ؤ. کال 2018م کې په اسلام آباد کښې د پي ټي‌اېم د پرلت په مهال د هغه وخت حکومت د پي ټي اېم غوښتنې جائز ګرځولې وې خو وروسته یو خبري کانفرنس ته وینا کې د پوځ د ویاند ادارې آی اېس پي آر د هغه وخت ویاند ښاغلي اصف غفور ویلي وؤ چې د پي ټي اېم بیانیه به نوره برداشت نه کړی شي.

19.09.2023 ډیوه

بایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د اوکراین دپاره ملاتړ او نړیوال چیلنجونه په ګوته کړي

د امریکا صدر جو بایډن پر اوکراین د روس برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه ګرځولی او یو ځل بیا یې څرګنده کړی چې که نن ورځ نړۍ د اوکراین سره نه ودریږي نو په راتلونکي کې به یو بل یرغلګر ته هم د داسې کولو فرصت په لاس ورشي. صدر بایډن د ملګرو ملتونو د 78مې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل:” روس باور لري چې نړۍ به ستړي شي او ورته به د نتایجو سره د مخ کېدو پرته په اوکراین د ظلم کولو اجازه ورکړي. “ نوموړي زیاته کړه که نن مونږ اوکراین پریږدو چې د لاس څخه ووځي، ایا د کوم بل هېواد ازادي به خوندي پاتې شي؟ هغه وویل د دې ځواب نه دی. مونږ باید نن د دې ښکاره تیري په وړاندې ودریږو.   د امریکا صدر بایډن وویل”له همدې امله به امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره یوځای د اوکراین د زړورو خلکو تر څنګ ودریږي ځکه چې دوی د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، او د ازادۍ دفاع کوي. “   دا دوهم ځل دی چې بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وړاندې په اوکراین کې د روس جګړه غندلې ده. تېر کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې بایدن روس چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا دایمي غړی دی توران کړی وو چې "یو خپلواک هېواد د نقشې نه د لرې کولو" هڅه کوي. صدر بایډن د چین په اړه وویل : ”زه غواړم دا روښانه کړم چې مونږ مسؤولنه رقابت غواړو، نو چین دی دا سیالۍ په شخړه بدله نه کړي“. نوموړي وويل مونږ تیار يو چې د ګډ اهدافو د ترلاسه کولو دپاره چين سره په ګډه کار وکړو. د صدر بایډن په وینا، هېڅ هېواد په یوازې سر د نړۍ ستونزې نه شي حل کولی، مونږ د شخړو پرامنه حل غواړو.   هغه وويل: "مونږ نه غواړو چې زمونږ ماضي دی زمونږ راتلونکې وټاکي، دلته کې مخالفين ملګري جوړیدې شي او چیلنجونه حل کیدې شي. “ بایډن د خپلې وینا زیاته برخه د نړۍ نه د غربت کمولو ، د تعلیم او روغتیا پاملرنې کې د پرمختګ په ګوته کولو کې مصرف کړو او د دوامداره پرمختګ او اصلاحاتو اړتیا یې ومنله. هغه د ملګرو ملتونو په څیر نړیوالو ادارو په اهمیت ټینګار وکړو او د 21 پیړۍ پیچلي چیلنجونو د حل کولو دپاره د پراخ قیادت او په وړتیاو زور ورکړو. بایډن د موسمي بدلون، د نړیوالې ترقۍ په ضرورتونو ، د هیټي په شخړه، د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په امکاناتو هم خبرې وکړی.   د لږترلږه 145 هېوادونو مشران روانه اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون کوي. د یو څو د پام وړ استثناو سره د چین، فرانس، روس او برتانیه استازیتوب به د دغه هېوادونو جګپوړي چارواکي کوي.

19.09.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.09.2023 امریکا غږ

د ترکي صدر د روس سره د اوکرين د غلې لوظنامه د بيا په ځای کولوهڅې کوي

د ترکیې صدر د روس نه د غلې  د صادراتو په بندېزونو کې د نرمۍ غوښتنو، ادايګيانو ته د اجازې ورکولو او د مالي پابندېزونو د لري کولو په اړوند د ماسکو د غوښتې سره خواخوږي څرګنده کړې ده

19.09.2023 ډیوه

د ایران د قېد نه ازاد شوي پینځه امریکایان واشنګټن ته راورسېدل، وایټ هاوس یې هرکلی کړی

هغه پېنځه امریکایان چې د امریکې او ایران د قېدیانو په تبادله کې ازاد شوي دي واشنګټن ته راورسېدل. د ایراني امریکایانو د ازادۍ په بدل کې امریکې هغه پینځه ایرانیان ازاد کړي چې په مختلفو جرمونو کې سزا شوي او یا پرې الزامات لګول شوي وو.  د ایران د اېوين زندان نه ازاد شوي امریکایان چې د د نهې، سه شنبې، په سهار نمرخاته نه مخکې په هوايي اډه د جهاز نه راووتل نو خپلوانو يې هرکلی وکړو.  سیامک نمازي، عماد شرقي، مرادطاهباراو دوه نور کسان چې شناخت يې د کورنۍ په غوښتنه نه دی څرګند کړی شوی، د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران نه دوحه، قطر، ته رسېدلي وو.   وایټ هاوس ددغو پېنځو ایراني امریکایانو د بېرته راتګ هرکلی کړی دی. صدر بایډن ویلي په ازاد شويو امریکایانو د جاسوسۍ الزام نه دی ثابت شوی.  د پېنځو واړو کسانو د ازادۍ په بدل کې امریکې ایران ته هغه شپږ بېلین ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د پابندیو دلاندې منجمد کړي وو. ناقدین وايي قېدیانو د ازادولو دپاره یو د ایران امرانه حکومت ته پېسې ورکول داسې دي لکه چې د خلکو تښتوونکو ته تاوان ورکړی شي.   د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي امریکايي شهریان په غیر منصفانه ډول په ایران کې قېد وو او د ازادۍ وروسته به د کورنۍ د غړو سره یو ځای شي.  ازاد شوي امریکایان د ګل، دوشنبې، په ورځ دوحه، قطر ته ورسېدلي وو. د دوی د ازادۍ په بدل کې امریکې د ایران د تېلو هغه شپږ بېلن ډالرې چې د پابندیو دلاندې يې د جنوبي کوریا په بېنک کې منجمد کړې وې ازادې کړې.  ناقدین وايي ممکنه ده چې د ایران حکومت ترلاسه کړې پېسې د مخالفینو د ځورولو او خپلو اېټمي عزایمو ته د وده ورکولو دپاره استعمال کړي.   دا هفته مظاهره چیانو په ټوله دنیا کې د مهسا امیني د مرګ کال پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وکړل. د کرد قوم امیني تېر کال د ایران د اخلاقي پولیس په ولقه کې مړه شوې وه. هغه پولیس په دې الزام نيولې وه چې حجاب يې په مناسب ډول نه دی اغوستی.  وایټ هاوس ټینګار کوي چې ایران ته پېسې د سختو شرايطو د لاندې ورکړی شوي دي. د نېشنل سېکیورټي کاونسل د سټرېټيجيک کمیونيکېشن ډریکټر جان کربي ویلي د جنوبي کوریا په مقابل کې به دا پنګې د نورو زیاتو قانوني غندونونو دلاندې وي: "که ایران کوښښ کوي چې دا پنګې بل ځای ته واړوي نو مونږ به ګام اخلوو، مونږ به ګام اخلوو او دا پېسې بیا تالا کړوو. دا واضحه کول غواړم چې دا څه قسمه ادایګي نه ده. دا تاوان نه دی. دا د امریکې د ټېکس ورکوونکو ډالرې نه دي. او مونږ د ایران نه يوه پابندي هم نه ده اوچته کړې". لیکن د ایران صدر وايي حکومت دا پېسې په خپله خوښه خرچ کولی شي او د هغه په قول چې کله زمونږ پکار وي نو مصرفولی يې شي.  څېړونکي وايي د واشنګټن او د تهران ترمنځ ورستی مفاهمت د قېدیانو او د منجمدو اثاثې د ازادولو نه لویه خبره ده او دا په داسې حال کې شوې چې د ایران صدر ابراهیم رييسي او د بایډن په شمول نړیوال مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې یو ځای کېږي.  د امېرېکن انټرپرایز انسټېټیوټ د منځني ختیځ د چارو څېړونکی نېکولس کارل وايي دا د هغې معاهدې هم برخه ده چې مقصد يې د ایران د اېټمي پروام د مخنیوي په لورې څه قسمه سفارتي پرمختګ او په پراخه کچه په ټول منځني ختیځ کې د ایران او د امریکې ترمنځ  تاوتریخوالي په کمولو کې چټکتیا راوستل دي. په یو بیان کې بایډن وویل دې تګلارې ته به دوام ورکوي چې د هغه په قول ایران به په سیمه کې د راپاروونکو ګامونو قیمت ادا کوي.

19.09.2023 ډیوه

د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړ‎ی ارباب غلام کاسی په کوټه کې په ډزو وژل شوی

له تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو د ترهګرۍ هدف عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر ارباب غلام کاسی د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته نیژدې په ډزو وژل شوی دی، د وژنې ذمه واري یې لا کومې ډلې نه ده منلې. پولیس د ارباب د وژنې خبر تاییدوي او وایي ھغه د نهې- سه شنبې په ماسپښین کوټې ته نیژدې په کچلاغ سیمه کې په ډزو وژل شوی دی. د ارباب مړ‎ی د کوټې سیول روغتون ته وړ‎ل شوی، د روغتون د پولیس سرجنه ډاکټر عایشه وي او اې ډیوہ ته وویل: "هغه له نيژدې یوہ ګولۍ پر سر ویشل شوی، د سر پر کیڼ لوري ویشتل شوی او ګولۍ یې تر ښي لوري وتلې، د ھغه پر بدن لږ‎ د تشدد نخښې ھم شته". ډاکټر عایشې تر خپل لومړي بیان وروسته وي او اې ډیوه ته بیا وویل، چې دا ځانوژنه نه ده بلکې بل چا ورباندې ډزې کړې دي، خو خپله مخکینۍ خبره یې رد کړې او وایي پر نور بدن یې د تشدد نخښې نه شته. د کچلاغ پولیسو په دې اړه نور تفصیل نه دی وړاندې کړی خو وایي د پېښې پلټنې یې روانې کړ‎ې دي. د ارباب غلام د وژنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اې این پي پر مشرانو مخکې د ځینو بریدونو ذمه وارۍ ټي ټي پي منلې دي. د عوامي نېشنل ګوند ویاند مابت "کاکا" وي او اې ډیوہ ته د ټیليفون له لارې وویل، "د پېښې غندنه کوو او چې نور تفصیل راسي د پارټۍ موقف به له رسنیو سرہ شریکوو". ښاغلي مابت وویل: "هغه د کچلاغ پر مغربي بایپاس وژل شوی، تر اویا کالا زیات عمر یې وو، له یو چا سرہ دښمني نه لري، ارباب غلام کاسی د کلي کتیر کچلاغ اوسېدونکی دی". د مابت "کاکا" په خبرہ ارباب کاسی د پېشې له لحاظه وکیل وو، د پارټۍ د مرکزي کمېټۍ د غړ‎ي تر څنګ د بلوچستان د نېشنل لایرز [وکیلانو] فورم مشر وو او د پارټۍ د صوبایي الیکشن ټریبیونل ممبر وو. د ارباب وژنه پر ټولنیزو رسنیو په سختو ټکو کې غندل شوې ده. د عوامي نېشنل ګوند د کلتور سیکرټري ډاکټر خادم حسېن پر ایکس پر وژنه خواشیني ښکاره کړې او لیکلي یې دي:   "ارباب صېب ما همېش د یو کمیټډ سیاسي کارکن شکل کې لیدلی وو. ډېر د استقامت انسان وو. د هغه کورنۍ سره او د پارټۍ ملګرو سره دې دروند غم کې شریک یو". په بلوچستان کې تر دې وړ‎اندې ھم د عوامي نیشنل ګوند مھم غړ‎ي وژل شوي دي، د 2021م کال پر 26 جون باندې د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړ‎ی ملک عبدالله کاسی له کلي کتیر کچلاغ څخه اغوا شوی وو او وروستو یې پر 5م اګست د پښین ښار په سرانانو سیمه کې په تشدد وژل شوی مړ‎ی موندل شوی وو. د 2020م کال په ستمبر میاشت کې د عوامي نيشنل ګوند ویاند اسد خان اڅکزی له کوټې اغوا شوی او څلور میاشتې پس د ھغه په ګولیو ویشتل شوی او خراب شوی مړ‎ی د کوټې په نوحصار کلي سیمه کې موندل شوی وو.

19.09.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more