شاته

طالبان: کابل – جلال اباد لار بیرته پرانیستل شوه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل – جلال اباد لویه لار د شاوخوا دوو اونیو بندیدو وروسته د دوشنبې په ورځ اکتوبر دوییم(تلې لسم) د هر ډول موټرو د تګ راتګ پرمخ بیرته پرانیستل شوې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددې لارې د پرانیستلو لپاره یې د تیرو دریو ورځو راپه دیخوا کار پیل کړی و، چې د لارې د کارکوونکو د هڅو او د تجهیزاتو څخه په کاراخیستنې سره دا لار د دوشنبې ماښام په اوو بجو بیرته پرانیستل شوه.

د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې ویلي، چې دا لار د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ اوس پرانیستې ده.

د کابل – جلال اباد لویه لار د سپټمبر۱۷ (وږي ۲۵) غرمه مهال د کابل ولایت د ماهیپر په سیمه کې د غره د ښویېدلو وروسته د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

دمخه د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د لارې د نه خلاصیدو علت له غره څخه پر سړک باندې د ډبرو د ښوېدلو دوام ښودلی و.

که څه هم د تیرې چهارشنبې د ورځې راهیسې ددغې لارې د بندې شوې ساحې سره په څنګ کې په یوه فرعي لار باندې کوچنیو موټروتګ راتګ کوه خو په عمومي ډول دا لار د شاوخوا دوواونیو لپاره د تګ راتګ لپاره بنده وه او اکثرو موټر چلوونکو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ او یا هم کابل جلال اباد په زړې د "لته بند" له لارې د کابل او جلال اباد ترمنځ تګ راتګ کوه.

موټر چلوونکي وايي، چې پردواړو لارو یې تګ راتګ سخت شوی و او لاره یې هم اوږده شوې وه.

کابل - جلال اباد لویه لاره د افغانستان د ټولو لویو لارو پرتله یوه مصروفه لار ده، چې نه یوازې کابل د دغه هیواد څلورو ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې د افغانستان مرکز کابل د پاکستان د پیښور ښار او د کراچۍ د بندر سره هم نښلوي.

افغان او پاکستاني سوداګر دا لار د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د کارولو سربیره دغه لار د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د هیوادونو سره د سوداګرۍ لپاره هم کاروي.

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی. د افغان سوداګرو او پانګوالو د معلوماتو له مخې کابل - جلال اباد لار د کراچۍ د بندر او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ تر ټولو نورو لارو سمندر ته یوه نږدې لار ده، چې د همدې له امله افغان او پاکستاني سوداګر په دغه لار د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه