شاته

د بایډن حکومت هڅو چې غوښتل افغانستان ثابت وښیي، د تخلیې بهیر ستوزمن کړی و، راپور

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي مفتش پخپل تازه راپور کې ویلي د جمهور رئیس جو بایډن حکومت هغو هڅو له کبله چې غوښتل یې په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګیدو څخه وړاندې وښیي چې دا هیواد ثابت دی، د تخلیې لپاره د امریکا د سفارت د چمتوالي هلې ځلې زیانمنې کړې وې.

دا راپور چې دوشنبه اکټوبر ۲ (تلې ۱۰) خپور شوی، یوې برخې کې یې ویل شوي چې په کابل کې د امریکا سفیر په یوې غونډې کې آن د سفارت مامورین وترټل چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وړاندې یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي متفش په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د افغانستان څخه د سفارت د مامورینو د تخلیې بهیر دومره ګډوډ و چې د سفارت مامورینو یې اعلان په لوډ سپیکرونو کې واورید او له همدې کبله د تخلیې لپاره چمتوالی کمزوری و.

د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي مفتش دفتر تیره میاشت پخپل راپور کې پدې تمرکز کړی و چې آیا دې وزارت د افغانستان څخه د تخلیې په بهیر کې د سفارت پرسونل، امریکایي اتباعو، د خطر سره مخ افغانانو او نورو افرادو په ایستلو کې په موجوده طرزالعملونو عمل کړی و که نه.

په راپور کې ویل شوي و چې سفارت د بهرنیو چارو وزارت لارښوونو سره سم عمل کړی و او د اضطراري عمل پلان یې جدي بللی و.

خو په راپور کې یې حکومت ملامت بللی چې په سمه توګه ددې بحران د تنظیم لپاره یې چمتوالی نه درلود.

د ځانګړې مفتش په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان څخه د وتلو پریکړه په وروستۍ شیبې کې ځکه وشوه چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویره درلوده که په د افغانستان کې د سفارت د فعالیت بندول اعلان کړي، د افغانستان حکومت به کمزوری شي.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د حکومت سره د ملاتړ پټ ساتلو له کبله د سفارت د مامورینو سره د تخلیې په هکله معلومات نه و شریک شوي.

د ځانګړي مفتش دفتر په راپور کې دا هم ویل شوي چې د تخلیې د نیټې اعلان څخه وروسته هم سفارت ته په رسمي توګه د حکومت لخوا دا لارښوونه نه وه شوې چې د خطر سره مخ افغانان څوک دي چې باید وایستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم منلې چې د خطر سره مخ افغانانو وضاحت په کابل کې د سفارت مامورینو ته هیڅکله نه و ورکړل شوی او دیته هڅول شوي و چې هر څومره ډیر چې امکان لري، افغانان دې د افغانستان څخه را وایستل شي.

د متحده ایالاتو حکومت د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې تر پایه د افغانستان څخه څه باندې ۱۲۰ زره کسان ایستلي و چې ۶ زره امریکایي اتباع هم پکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه