شاته

پاکستان د 1.1 ملينه غېر ملکیانو ويستلو فېصله کړې

د پاکستان نګران حکومت په ملک کې په غېر قانونه توګه مېشتو 11 لکه يا 1.1 ملين غېر ملکي وګړو د ويستلو پرېکړه کړې او ويلي يې دي دغه خلک په فنډونو ورکولو، ترهګرۍ په سهولت کارۍ او نورو غېر قانونه کارونو کې لاس لري.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ويلي، په لومړي پړاو کې به په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيان ويستل کيږي، په دويم پړاو کې به افغان وګړي او په درېم پړاو کې به هغه ويستلی شي چې د پاتې کېدو يا اوسېدو کارډ ورسره وي.

په خبر کې په ياد پرمختګ معلومات لرونکې سرچینې له قوله ویل شوي، "په غېر قانونه توګه مېشتو غېر ملکيانو د پاکستان امنیت ته خطره جوړه کړې ده".

په خبر کې زياته کړی شوې ده، په غېر قانونه توګه مېشتو افغانان ويستلو پرېکړه شوې، او دعوه شوې په دوی کې په لويه شمېره کې ترهګرو ته په فنډنګ يا پېسو ورکولو، د هغو په سهولت کارۍ او قاچاق کې ککړ دي. او اووه لکه افغانانو په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازت نامه نه ده نوې کړې.

د خبر ترمخه په پرېکړه کې ويل شوي، په لومړۍ مرحله کې به غېر قانونه غېر ملکيان او هغه اوباسي چا چې خپلې ويزې نه دي نوې کړي، په دويم پړاو کې به افغان وګړي ويستل کيږي او په درېم پړاو کې به د اوسېدو یا پاتې کېدو کارډ لرونکي ویستل کيږي.

ويل شوي، د کورنيو چارو وزارت د نورو سټېک هولډرز او د طالبانو د حکومت سره په مشوره پلان جوړ کړی دی.

په خبر کې زياته کړی شوې، د کورنيو چارو وزارت نورو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې بې د پرمټه افغان وګړو ريکارډ راټول کړي او د دوی د پولې پورې رسولو پلان جوړ کړي.

چارواکو دا لار ښوونه هم شوې چې په ملک کې مېشتو افغانانو د ريکارډ کتلو سره د افغانانو د رجسټرېشن دپاره جمع کړی شوو خواستونو باندې کار تېز کړي.

پاکستان کې په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د نهم ستمبر وروسته د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پېل شوې او د افغان کډوالو او کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل وي او اې ډیوه ته د نهه سوه نه زياتو افغان کډوالو د نيولو ويلي وو.

په شپږم ستمبر پاکستاني چارواکو ويلي وو، د افغانستان سره په پوله پرتې علاقې چترال کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه وسله والو په پاکستاني پوستو بریدونه کړي وو، او هم په دغه ورځ په تورخم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې وه او بيا د تورخم پوله د لسو ورځو پورې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

په چترال کې د بريدونو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پولې د پورې غاړې نه د بريدونو تورونه رد کړي وو.

په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

له دغې وروسته په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.

د رپوټونو ترمخه په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، اسلام اباد کې هم د 1000 پورې افغان کډوال نيول شوي چې نيمايي يې بيا پرېښودل شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00