ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.11.2023 امریکا غږ

آیا د پاکستان حکومت به د کډوالو اړوند نړيوالې غوښتنې ومني؟- سپینې خبرې

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتني چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو څخه ساتنه وکړي. آیا د پاکستان حکومت به د کډوالو اړوند نړيوالې غوښتنې ومني؟

26.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

26.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو او بندیانو تبادله – د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

نن یکشنبې د امریکاغږ اشنا په خپرونه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو او بندیانو د تبادلې تفصیل اورئ. په پاکستان کې د افغانو کډوالو د حقونو په اړه د حقوقي مدافعانو غوښتنه او په راولپنډۍ ښار کې د افغانستان د اوزبیکي پلو په اړه په زړه پورې راپور هم لرو.

26.11.2023 امریکا غږ

د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې ځانمرګی برید شوی

د پاکستان په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی، څه باندې ۲۰ تنه ژوبل دي

26.11.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

د اتصال په دې خپرونه کې مو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په لارو چارو او په دغه هیواد کې د خوراکي مواد بیو ارزونه کړي ده. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

26.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل په بریدونو کې د حماس یو قوماندان او درې مشران وژل شوي

د حماس پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵مه) وویل، چې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې د دې ډلې یو پوځي قوماندان احمد الغندور په ګډون درې جګپوړي مشران یې وژل شوي دي.

26.11.2023 امریکا غږ

جرمني: طالبانو د جرمني د یوې سیمه ییزې موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي

د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت وايي، طالبانو د دغه هېواد د حکومت اړوند د یوې مرستندویه موسسې څلور کارکوونکي نیولي دي.

26.11.2023 امریکا غږ

د بشري حقونو مدافعان: پاکستان کې میشت افغان کډوال وساتئ

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون د نړیوالې ټولنې غوښتني چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو څخه ساتنه وکړي.

26.11.2023 امریکا غږ

ترکيې د هرات زلزله ځپلو سره د ۵۰۰ ټنو توکو نوره مرسته کړې

د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په لړ کې ترکیې د خپلو مرستو اتمه جوپه دغه ولایت ته د اورګاډي له لارې استولې ده.

26.11.2023 امریکا غږ

بایډن: چې نجونې او میرمنې تر ګواښ لاندې وي، سوله او ثبات هم تر ګواښ لاندې وي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) د میرمنو پر ضد د تشدد محوې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د سنا مجلس غړي په توګه یې د نورو فعالینو سره په ګډه یې په متحده ایالاتو کې د میرمنو پر ضد د تشدد لومړنی قانون ولیک او د میرمنو پر ضد د تشدد له منځه وړل یې د خپل ژوند "ارمان" بللی.

26.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

26.11.2023 امریکا غږ

تر څو ساعتونو ځنډ وروسته حماس د برمته شویو کسانو یوه بله ډله خوشې کړه

د حماس ډلې شنبه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) ۱۷ تنه چې اسرائیلیان او بهرني اتباع پکې شامل دي، د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې د یو څه ځنډ څخه وروسته خوشې کړل.

26.11.2023 امریکا غږ

قطر: ۱۳ اسرائیلي یرغمل او ۳۹ فلسطیني بندیان به 'نن شپه' خوشې شي

د قطر مقاماتو د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل چې په غزه کې د موقت اوربند د یوې برخې په توګه د ځنډیدلې دوهمې تبادلې په ترڅ کې د ۳۹ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان "نن شپه" خوشي کیږي.

25.11.2023 امریکا غږ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځ - ستاسې غږ

د نومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري. موږ نن د ستاسې غږ په خپرونه کې پر همدې موصوع بحث کوو. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

25.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more