ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یونیسف: غزه د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق مشرې د چهارشنبه په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ نیټه) د غزې محاصره شوې سیمه د "ماشومانو لپاره په نړۍ کې ترټولو خطرناک ځای" وباله او وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په سختۍ ترلاسه شوې موافقه د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره کافي نه ده.

22.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.11.2023 امریکا غږ

هند کاناډايي اتباعو ته د بریښنایي ویزو ورکول بیا پیلوي

په کاناډا کې د سیکانو د یو مشر د وژلو کېدو په تړاو د اوټاوا او نوی ډهلي تر منځ د څو اوونیو ډپلوماتیک کړکیچ وروسته په هند کې رسمي سرچینو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) وویل چې دغه هېواد به له دوه میاشتنی ځنډ وروسته، کاناډايي اتباعو ته د بریښنایي ویزو ورکول بیا پیل کړي. 

22.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

22.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند - اشنا د چهارشنبې خپرونه

غزه کې د اسرائیل او حماس اوربند، د لنډ مهاله تړل کېدو وروسته د تورخم لارې بیا پرانیستنه، د افغان کډوالو په اړه له پاکستان څخه د امریکا غوښتنه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.

22.11.2023 امریکا غږ

بایډن د اسرائیل - حماس د موافقې هرکلی وکړ؛ د امریکایي یرغمل خوشې کیدل لومړیتوب دی

د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا د اسرائیل او حماس ترمنځ په غزه کې د موقت اوربند او د حماس له خوا د لسګونو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تود هرکلی کړی دی.

22.11.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

22.11.2023 امریکا غږ

د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې د مرستو یوه بله جوپه کابل ته ورسیدله

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموريت وايي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره ددغه ټولنې د مرستو یوه بله جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

22.11.2023 امریکا غږ

کاکړ: پاکستان څخه د کډوالو د شړلو پرېکړه 'غیرانساني' ده - ځانګړې مرکه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خوشحال ډلې مشر خوشحال کاکړ امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیرانساني" او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.

22.11.2023 امریکا غږ

آی او ایم: ستنیدونکي افغان کډوال اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري

د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د روان بهیر په اړه په یو راپور کې ویلي چې له دغه هیواد څخه په زور د زرګونو کډوالو ستنیدلو د افغانستان دننه په سرحد کې په شتو امکاناتو باندې فشارزیات کړی دی.

22.11.2023 امریکا غږ

کاناډا تیرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه له ۱۰۰۰ زیات افغان کډوال انتقال کړي

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال دغه هیواد د تورنټو ښارته انتقال کړي دي.

22.11.2023 امریکا غږ

پاکستان کې یوې محکمې د تړلو دروازو تر شا د عمران خان محاکمه غیر قانوني وبلله

په پاکستان کې یوې فدرالي محکمې سه شنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) حکم صادر کړی چې د دولتي محرمو اسنادو افشا کولو په قضیې کې د تړلو دروزاو تر شا د مخکني صدراعظم عمران خان محاکمه کیدل غیر قانوني وو.

22.11.2023 امریکا غږ

اسرائیل او حماس اوربند وکړ ، ۵۰ یرغمل شوي کسان خوشې کیږي

اسرائیل او حماس په سیمه ایز وخت چارشنبه نومبر ۲۲ (لړم۳۱) د څلورو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ چې له مخې به یې د حماس ډله لسګونه کسان چې اکټوبر ۷ مې برید کې یې یرغمل کړي و، خوشې کړي.

22.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more