ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

27.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل پوځ وايي په غزې کې یې ځمکني عملیات کړي

د اسرائيل دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل چې ټانګونو او پلیو ځواکونو یې د غزې په تړانګه کې د ترهګرو «څو ځایونه، تاسیسات او پوستې په نښه کړي» چې په خبره یې ترې ټانګ ضد میزایل توغول کېدل. اسرائیل وايي له ځمکنيو عملیاتو وروسته یې ځواکونه بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي او عسکرو ته کوم یې زیان رسېدلی نه دی. تر دې دمه په دغو عملیاتو کې فلسطینیانو ته د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي. د اسرائيل مقاماتو همدغه راز ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزې باندې ۲۵۰ هوايي بریدونه کړي او تونلونه،‌ تاسیسات او د راکټونو د توغولو ځایونه یې وېشتلي دي. دا راپورونه په خپلواک ډول تائید شوي نه دي. د اسرائیل پوځ ویلي دي چې دا ځمکني عملیات د نورو عملیاتو پیل وو. اسرائیل وايي غواړي ډاډه شي چې حماس بیا د اکتوبر د اوومې نېټې په څېر د بریدونو توان ونلري، په دغو بریدونو کې د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک دي. په غزې باندې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د مقاماتو په وینا تر دې دمه څه باندې ۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي چې اکثر ملکیان دي. اسرائيل له شاوخوا دریو اوونیو راهېسې په غزې باندې هوايي بریدونه کول او د ځمکنیو بریدونو د چمتوالي اعلان یې کړی و او وايي چې د غزې سره په سرحد کې یې نژدې ۳۰۰زره احتیاطي ځواکونه ځای په ځای کړي دي. د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګالنت ویلي دي چې هېواد یې نغواړي دا جګړه له غزې څخه د باندې خپره شي، سره له دې چې په لبنان کې یې د حزب الله ډلې په ضد جګړې د چمتوالي خبره یې هم کړې ده. یو امریکایي سناتور بن کاردن، چې تازه اسرائیل ته تللی، ویلي دي چې د اسرائیل مشران باید پرېکړه وکړي چې کله په غزې باندې ځمکني عملیات پیلوي. نوموړي امریکا غږ ته وویل: «موږ د عملیاتو د ځنډ غوښتنه نه ده کړې، هره ورځ فکر کوو چې نن، یا د شپې او یا به یې سبا ورځ وي.» په همدې حال کې ۱.۴ میلیون خلک په غزې کې بې ځایه شوي دي او نژدې ۶۲۹زره نور د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې ځای په ځای شوي دي. عرب مشرانو نن په رسمي ډول د اوربند او غزې ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړه. اسرائيل غزه محاصره کړې او اوسېدونکي له اوبو، غذا او درملو له کموالي سره مخامخ دي.

27.10.2023 امریکا غږ

د کالیفورنیا زده کوونکې له افغان نجونو سره په تعلیم کې مرسته کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې د یوې لېسې زده کوونکې د طالبانو تر حاکمیت لاندې یو شمېر افغان نجونو ته د زده کړو د امکاناتو  برابرولو لپاره په مجازي [انلاین] ډول درسي مواد او نقدي مرستې برابروي.

26.10.2023 امریکا غږ

قطر اته تنه هندي اتباع په اعدام محکوم کړل

د هند حکومت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) وویل، چې قطر د دغه هېواد اته تنه اتباع چې د رسنیو د راپورونو له مخې د هند د سمندري ځواکونو لوړ رتبه متقاعد افسران دي، د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړي دي.

26.10.2023 امریکا غږ

د کابل په دشت برچي سیمه کې چادونې مرګ ژوبله اړولې

د ځینو راپورونو له مخې، نن ماښام داکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) د کابل ښار د دشت برچي د 'پل خشک' په سیمه کې یوه چادونه رامنځته شوه.

26.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.10.2023 امریکا غږ

افغانستان سره د بشري مرستو مدیریت - سپینې خبرې

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د رواني روغتیا او په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې دپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده. ایا له افغانستان سره د دې او نورو بشري مرستو مدیریت په سمه توګه کیږي ؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.

26.10.2023 امریکا غږ

د حماس پوځي څانګه: د اسرائیل په هوايي بریدونو کې نږدې پنځوس یرغمل شوي اسرائیلیان وژل شوي

د حماس ډلې پوځي څانګې د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) وویل،‌ چې نږدې ۵۰ اسرائیلي یرغمل شوي کسان چې د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې د دغې ډلې له برید وروسته په غزه کې ساتل کېدل، د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

26.10.2023 امریکا غږ

پاپ او اردوغان د دوو دولتونو - اسرائیل او فلسطین - په حل لاره ټینګار وکړ

د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې په اړه ټیلیفوني‌خبرې وکړې او د دوو دولتونو (اسرائیل او فلسطین) د حل لارې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

26.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

26.10.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د افغان کډوالو اندېښنې - د اشنا د پنجشنبې خبري ټولګه

د امریکا غږ اشنا تلویزیون د پنجشنبې په خپرونه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو تازه حال اورئ. په دې خپرونه کې د امریکا د استازو جرګې ته د نوي رئیس د ټاکنې او د المپیک په نړیوالو لوبو کې د افغان لوبغاړو د ګډون او ستونزو په اړه راپورونه شامل دي.

26.10.2023 امریکا غږ

پاکستان وايي د افغان کډوالو د شړو په اړه جدي دی - اتصال

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو د شړلو پلان یې نهايي کړی دی. د اتصال په خپرونه کې په دې بحث شوی چې د پاکستان ددې پریکړې تر شا لاملونه څه دي. د کرکټ افغان لوبغاړي ابراهیم ځدران څرګندونو ته په پاکستان کې غبرګونونه هم څېړل شوي دي.

26.10.2023 امریکا غږ

'د قلم لار' ټولنې مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا د طالبانو له بنده خوشې شو

"د قلم لار" ټولنې مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا د طالبانو له بنده خوشې شو.

26.10.2023 امریکا غږ

پاکستان د افغان مهاجرینو د شړلو دپاره مرکزونه پرانیزي

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل د هغو مهاجرنیو دپاره "د ساتلو مرکزونه" پرانیزي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

26.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more