شاته

تر څو ساعتونو ځنډ وروسته حماس د برمته شویو کسانو یوه بله ډله خوشې کړه

د حماس ډلې شنبه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) ۱۷ تنه چې اسرائیلیان او بهرني اتباع پکې شامل دي، د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې د یو څه ځنډ څخه وروسته خوشې کړل.

په اسرائیل کې چارواکو ویلي چې په خوشې شویو کې ۱۳ یې ددې هیواد اتباع او ۴ نور یې د تایلند اوسیدونکي دي. د چارواکو په وینا دا ټول کسان اسرائیل ته رسیدلي دي.
د اسرائیل پوځ او شین بیت امنیتي خدماتو په ګډې اعلامیې کې ددې کسانو د خوشې کیدو اعلان شوی او د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د دفتر په اعلامیې کې هم ویل شوي چې ۱۷ تنه یرغمل شوي چې ۱۳ یې د اسرائیل اتباع او ۴ نور یې د تایلیند اتباع دي، حکومت ته سپارل شویدي.

تر دې وړاندې د حماس وسله والې څانګې ویلي و چې ۱۳ اسرائیلیان او ۷ بهرنیان یې د سره صلیب ادارې ته سپارلي خو معلومه نشوه چې د خوشې شویو یرغملو په هکله ولې د حماس ډلې او اسرائیلي چارواکو بیل بیل ارقام ورکړي.

د دې کسانو خوشې کیدل د څو ساعتونو لپاره ځنډیدلي و ځکه چې د حماس ډلې په اسرائیل تور لګاوه چې د بندیانو او یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو د موافقې څخه سرغړاونه کړې خو اسرائیلي چارواکو دا تورونه رد کړیدي.

حماس اسرائیل تورن کړی و چې د هغو بندیانو په ټاکلو کې لاسوهنه کوي چې باید د موافقې له مخې خوشي شي او دا تور یې هم لګولی چې د څلور ورځني اوربند له مخې د غزې په شمال کې ملکیانو ته د مرستندویه موادو رسولو ته اجازه نه ورکوي.

په عین حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په خوشې شویو یرغملو کې اته ماشومان او پنځه میرمنې وې چې د ۳۹ فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې به پریښودل شي.

قطري چارواکو ویلي چې په ۳۹ کې ۳۳ یې ماشومان او ۶ یې میرمنې دي چې اسرائیلي چارواکو خوشې کړي.

د دې تر څنګ د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د واشنګټن پر وخت د شنبې په ماسپښین د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره خبرې کړي او دا ډاډ یې ورکړی چې د اسرائیل او حماس تر منځ د بندیانو او یرغمل شویو کسانو په خوشې کیدو کې د سره صلیب نړیواله کمیټه نقش لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واټسن ویلي چې د ټولې ورځې په جریان کې د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل شویدي.

د حماس ویاند اسامه حمدان ویلي چې د جمعې ورځې موافقې پیل کیدو راهیسې د ۳۴۰ لاریو څخه چې مرستندویه مواد پکې بار دي یوازې ۶۵ یې د غزې شمال ته رسیدلي چې آن د نیمایي څخه کمي دي چې اسرائیل پرې موافقه کړې وه.

سره لدې چې فلسطیني چارواکو په اسرائیل د موافقې شرایطو څخه د سرغړاونې تورونه لګولي خو د اسرائیل د امنیتي کابینې یو غړي ویلي چې هیواد یې په موافقې عمل کوي.

فورم \ دبحث خونه