شاته

بایډن: چې نجونې او میرمنې تر ګواښ لاندې وي، سوله او ثبات هم تر ګواښ لاندې وي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) د میرمنو پر ضد د تشدد محوې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د سنا مجلس غړي په توګه یې د نورو فعالینو سره په ګډه یې په متحده ایالاتو کې د میرمنو پر ضد د تشدد لومړنی قانون ولیک او د میرمنو پر ضد د تشدد له منځه وړل یې د خپل ژوند "ارمان" بللی.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی فعالیت یو نړیوال کلنی کمپاین دی چې د نومبر په ۲۵ پیلېږي او د ډسمبر پر ۱۰ مه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پای ته رسیږي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د جمهور رئیس بایډن له خولې ویل شوي، "په نړۍ کې د نورو هیوادونو سره یو ځای د داسې راتلونکې جوړولو لپاره د ژوندي پاتې شویو او فعالینو استقامت درک کوو چې نجونې او میرمنې پکې د تشدد، ډار او ناوړه چلند څخه آزاد ژوند وکړي".

سره لدې چې ښاغلي بایډن په اعلامیې کې ویلي چې د سنا مجلس غړي او جمهور رئیس په توګه یې د میرمنو پر ضد تشدد پای ته رسولو لپاره یې یو لړ اقدامات کړي او دا یې د ځان لپاره ویاړ بللی خو تر څنګ یې په اعلامیې کې دا هم ویلي چې لا هم په نړۍ کې د جنس له مخې تشدد د ډیرو کسانو لپاره د رنځ او بې عدالتۍ سبب کیږي.

ښاغلي بایډن پرته لدې چې د کوم هیواد / هیوادونو نوم واخلي په اعلامیې کې ویلي، "په اټکلي توګه په نړۍ کې په هرو دریو میرمنو کې یوه به یې پخپل ژوند کې فزیکي تشدد، جنسي تیری او یا تعقیب کیدنه تجربه کړي. دا یو ناوړه وضعتی دی، په ځانګړې توګه د شخړو په سیمو بې شمیره میرمنې او نجونې د جنس پر اساس تشدد سره مخ دي او مرتکبین د جنسي تیري څخه د جګړې د وسې په توګه کار اخلي".

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه ویلي چې لا هم د میرمنو او نجونو سره د تشدد له منځه وړلو لپاره ډیر کار پاتې دی.

په اعلامیې کې راغلي، " پوهیږو چې څه شی په خطر کې دي. هر کله چې او هر وخت چې میرمنې او نجوني تر ګواښ لاندې وي، سوله او ثبات هم تر ګواښ لاندې وي".

جو بایډن وړاندې ویلي چې متحده ایالات د هغوي سره ولاړه ده چې د جنس پر اساس جنسیت یې تجربه کړی وي.

د امریکا مشر ویلي چې د خپلو شریکانو سره په ګډه به د داسې راتلونکي لپاره کار وکړي چې د جنس پر اساس تشدد له کبله په زیانمنو شویو باور وي، جنایت کوونکي مسؤل وبلل شي او د میرمنو او نجونو پر ضد تشدد نور نه زغمیدونکی وي.

ښاغلي بایډن داسې مهال د میرمنو او نجونو پر ضد تشدد پای ته رسیدو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په دغه هیواد کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت په اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو برخه کې سملاسي اقدام وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له دوبي راهیسي، په دغه هیواد کې د ښځو زیات بنسټیز حقوق محدود او یا هم لغوه شوي دي.

یوناما د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د ښځو پر تګ راتګ، کار، زده کړو او عامه فعالیتونو باندې د محدودیتونو له امله د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

طالبانو د تیر ۲۰۲‍۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو سره سم افغانستان کې پر ښځو یو لړ محدویتونه ولګول، چې په کې له کور څخه د وتلو پرمهال د محرم د لرلو او له کور څخه بهر د مخ په ګډون د ټول بدن پټول شامل دي.

همداشان طالبانو په دولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونې یې له زده کړو محرومې کړي دي. ددې سره سره ځینو ښځو ته په یو شمیر دفترونو کې د کار اجازه ورکړل شوې ده

فورم \ دبحث خونه