شاته

قطر: ۱۳ اسرائیلي یرغمل او ۳۹ فلسطیني بندیان به 'نن شپه' خوشې شي

د قطر مقاماتو د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل چې په غزه کې د موقت اوربند د یوې برخې په توګه د ځنډیدلې دوهمې تبادلې په ترڅ کې به "نن شپه" اسرائیل ۳۹ فلسطیني بندیان او حماس ۱۳ اسرائیلي یرغمل خوشې کړي.

منځګړي هیواد قطر همداشان ویلي چې په غزه کې نیول شوي اووه بهرنیان به هم خوشې شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د ایکس شبکې په پاڼه لیکلي چې: "له ځنډ وروسته د دواړو اړخونو سره د قطر او مصر د اړیکو له لارې د بندیانو د خلاصون خنډونه له منځه ولاړل او نن شپه به ۳۹ تنه فلسطیني بندیان خوشې شي. همداشان ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان او ۷ بهرنیان به له غزې څخه ووځي."

دا پداسې حال دي چې نن د نومبر په ۲۵ څو ساعته مخکې د حماس ډلې ویلي و، چې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د دویمې ډلې خوشې کول ځنډوي، ترڅو د دې ډلې په وینا اسرائیل د موقتي اوربند شرایط ومني.

د حماس ډلې پوځي څانګې ویلي ووچې د غزې تړانګې شمال ته د مرستو د لېږلو په اړه ننګونې او د خوشې کولو لپاره د بندیانو د ټاکلو معیارونه، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو د بهیر د ځنډیدو سبب کیږي.

دا نه اټکل شوی شاتګ وروسته له هغه رامنځته شو چې حماس د لنډمهاله اوربند له موافقې وروسته ۱۳ اسرائیلي برمته شوي کسان چې ټول یې ښځې او ماشومان وو خوشې کړل. حماس همداشان د تمې خلاف، د جمعې په ورځ ۱۰ تایلنډیان او یو فلیپینی هم خوشې کړل.

اسرائیل هم په بدل کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۹ فلسطینیان له بند څخه خوشې کړل.

اسرائیل د شنبې په ورځ د اوربند له موافقې څخه سرغړونه رد کړه او ژمنه یې وکړه چې د لنډمهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته به د حماس د له منځه وړلو لپاره جګړې ته دوام ورکړي.

د اسرائیل لوی درستیز هرتزي هالوي وویل: "د اوربند په پای کې به سمدستي پر غزې برید پیل کړو."

هالوي زیاته کړه: "موږ همداشان دا کار د حماس د له منځه وړلو او د هر تښتول شوي کس د ژر او بشپړ بیرته راستنیدو لپاره د پام وړ فشار راوړو په خاطر هم کوو."

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د برید پر مهال د حماس جنګیالیو ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

اسرائیل په غبرګون کې په تېرو څو اونیو کې په غزې هوايي، توپچي او ځمکني بریدونه کړي چې په پایله کې یې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا تر ۱۵ زیات فلسطینیان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي. خو د غزې د روغتیايي چارواکو له خوا ورکړل شوي شمېرې خپلواکو سرچینو نه دی تائید او نه هم رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه