ایران د کسپین په بحر کې د "دیلمان" جنګي کښتۍ د بحري ځواکونو قطعې کې وراضافه کړه
د ایران دولتي خبري اژانس دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) ویلي چې د دې هیواد بحري ځواکونو د "دیلمان" په نامه جنګي کښتۍ چې د کروز توغندیو وارولو توان لري، د کسپین په بحیري کې د بحري ځواکونو په قطعې کې وراضافه کړه.
امریکا حماس ته د پیسو لیږلو سره د مقابلې لپاره نړیوال کاري ځواک اعلان کړ
متحده ایالاتو دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) اعلان وکړ چې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته چې د اسرائیل چارواکو په وینا ۱۲ سوه کسان پکې ووژل شول، د خپلو شریکانو سره په ګډه یې نړیوال کاري ځواک جوړ کړی تر څو دې فلسطینۍ وسله والې ډلې ته د پیسو د ورتګ مخه ونیسي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
قطر: د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند په غځولو موافقه شوې
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حماس او اسرائيل توافق وکړ چې د نورو ۴۸ ساعتونو لپاره هم وغځوي.
تالندې او برېښنا په هند کې ۲۴ تنه مړه کړي
د هند په ګجرات کې مقاماتو نن دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍشپږمه) وویل چې تالندې او برېښنا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۴ کسان مړه کړي دي. چارواکي وايي چې د شدیدو بارانونو له کبله ۲۳ تنه نور هم مړه شوي دي. د هند د ګجرات ایالت کې په تېرو څو ورځو کې شدید بارانونه، تالنده او برېښنا شوي دي، د دغه ایالت په ځینو سیمو کې ۱۴۴ میلی متر باران شوی. د بارانونو له کبله په ځینو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي دي او یو شمېر څاروي هم مړه شوي دي. د ګجرات ایالت وزیر راګهوی پتیل وویل: «موږ به ژر یوه سروي پیلوو چې د تلفاتو دقیقه ارزونه وکړو او بیا په همدې اساس قربانیانو ته یې جبران رکړو.» د هند د هواپېژندنې ادارې ویلي دي چې د هند په ځینو سیمو کې لا هم بارانونه روان دي. په تېر وخت کې هم په ګجرات کې دا ډول بارانونه شوي وو. د ۲۰۲۰ د اګست په میاشت د بارانونو او سیلابونو له کبله ۱۴ تنه مړه شول او تر هغه مخکې په ورته پېښو کې ۳۱ تنه نور هم مړه شوي وو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې :طالبان او نړیواله ټولنه څنګه تعامل کولی شي؟
د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان لپاره دې د موازي ميکانيزمونو د جوړولو څخه ډډه وکړي. د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه په کومو مسایلو تعامل کولی شي؟ دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د افغانستان د اوسني او اینده وضعیت په اړه د هرات امنیتي غونډه په تاجیکستان کې وشوه
د تاجیکستان په پلازمینه دوشنبه کې د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) د «هرات امنیتي غونډه/ډیالوک» وشوه. غونډه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري بلل شوې وه.
تاجیکستان کې د هرات امنیتي ډیالوګ - اشنا د دوشنبې خپرونه
تاجیکستان کې د هرات امنیتي ډیالوګ غونډه، د اسرائیل او حماس تر منځ په غزه کې د اوربند د ځېدو هلې ځلې، په بهر کې د افغانو نجونو برخلیک، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
په غزه کې د اوربند د غځېدو دپاره هلې ځلې - اتصال
په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند د پای ته رسېدو وړاندې ددغه اوربند د غځولو دپاره د هلو ځلو خبر ورکړل شوی. د اتصال په خپرونه کې ددې موضوع برسېره، په افغانستان کې د خیریه بنسټونو پر فعالیتونو خبرې کوو.
سري لانکا کې د کرکټ بحران؛ د سپورټ وزیر له دندې ګوښه شو
د سري لانکا د سپورت وزیر روشان راناسنګه د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه)، څو ساعته وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې پر ولسمشر رانیل ویکرما سنګه یې د خپل د وژنې د هڅې تور پورې کړ او لامل یې په کرکټ بورډ کې د فساد د پاکولو په خاطر خپلې هڅې وښودلې.
فعالان: جرمونو نړیواله محکمه دې د افغان میرمنو په وړاندې د بشري حقونو 'څرګندو اوسختو' سرغړونو څیړنه وکړي
دافغانستان د ښځو د ملي یووالي چتر د جرمونو نړیوالې محکمې ته په یو پرانیستي لیک کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان میرمنو د بشري حقونو څخه د څرګندو سرغړونو په اړه د غور غوښتنه کړې ده.
د ناټو عمومي منشي په غزه کې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه
په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ شوی اوربند پای ته رسیږي، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه)، ددغه اوربند د غځولو غوښتنه وکړه ترڅو غزې تړانګې ته د نورو مرستو رسېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره فرصت برابر شي.