شاته

سري لانکا کې د کرکټ بحران؛ د سپورټ وزیر له دندې ګوښه شو

د سري لانکا د سپورت وزیر روشان راناسنګه د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه)، څو ساعته وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې پر ولسمشر رانیل ویکرما سنګه یې د خپل د وژنې د هڅې تور پورې کړ او لامل یې په کرکټ بورډ کې د فساد د پاکولو په خاطر خپلې هلې ځلې وښودلې.

چارواکو وویل چې د سپورت وزیر راناسنګه د دوشنبې د ورځې د کابینې له غونډې مخکې، وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې پارلمان ته یې وویل چې که ووژل شو، نو ولسمشر ویکرما سنګه باید مسؤل وګڼل شي.

راناسنګه پارلمان ته وویل: "زه ویره لرم چې د کرکټ بورډ د پاکولو لپاره زما د کار له امله ووژل شم."

د سري لانکا په کرکټ بورډ کې د اصلاحاتو پر سر، د دواړو مشرانو ترمنځ د څه مودې راهیسې اختلافات دوام لري.

راناسنګه وویل: "که زه د سړک په سر ووژل شم، ولسمشر او د هغه د دفتر رئیس به یې مسؤل وي."

د ویکرما سنګه لخوا دې موضوع ته سمدستي غبرګون نه دی ښول شوی، د ولسمشر دفتر یوازې د سپورت د وزیر له دندې ګوښه کیدل تائید کړي دي.

راناسنګه د دې میاشتې په پیل کې د کرکټ بورډ ټول منتخب غړي په فساد کې د لاس لرلو په تور له دندو لیرې کړل. د سري لانکا کرکټ بورډ د فساد تورونه رد کړي او په محکمه کې یې د ځان سپیناوي ته تیاری ښودلی.

کرکټ بورډ په سري لانکا کې د لوبو تر ټولو بډایه اداره ګڼل کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د دې میاشتې په پیل کې، په دې شورا کې د سري لانکا د کرکټ بورډ غړیتوب وځنډاوه او ویې ویل چې کرکټ بورډ په خپلو داخلي چارو کې د دولت د لاسوهنې په مخنیوي کې پاتې راغلی او په دې توګه یې د اي سي سي له مقرراتو سرغړونه کړې ده.

راناسنګه د کرکټ بورډ د دوباره فعالولو دپاره د د ولسمشر غوښتنې رد کړې.

د سري لانکا پارلمان درې اونۍ وړاندې، د سپورت د وزیر ننګه وکړه او د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره یې ددغه هېواد له کرکټ بورډ څخه د استعفا غوښتنه وکړه. پارلمان همدارنګه د کرکټ بورډ د بانکي حسابونو په اړه د تحقیقاتو خبر ورکړ.

ویکرما سنګه د ای سي سي لخوا د سري لانکا د غړیتوب د ځنډولو د پرېکړه د څیړلو لپاره یوه کمیټه ټاکلې ده.

فورم \ دبحث خونه