شاته

د بشري حقونو مدافعان: پاکستان کې میشت افغان کډوال وساتئ

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو څخه ساتنه وکړي.

دغه فدراسیون د شنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۵ (لیندۍ څلورم) په خپل غوښتنلیک کې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د مدني فعالانو، بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو، حقوق پوهانو،د مدني ټولنې د استازو، پخوانیو پوځیانو، قاضیانو، مدافع وکیلانو او د مدني ټولنې د نورو غړو په وروستیو نیونو اندیښنه ښودلې ده.

په دې غوښتنلیک کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ ورځې د نیولو څپه پیل شوې او ډیر نیول شوي کسان په جبري ډول افغانستان ته شړل کیږي.

دغه فدراسیون ویلي: "پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته دغه کډوال د خپل امنیت د خوندیتوب په لټه کې و، له دوو کلنو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او د کډوالۍ خپلو دوسیو ته انتظار اوباسي ترڅو د خپل امنیت د خوندیوب لپاره درییم هیواد ته لاړ شي".

دغه فدراسیون ویلي دي چې افغانستان ته ددغو کډوالو ستنیدل د هغوی د نیولو، شکنجه کولو او وژلو د ګواښونو په ګډون د سختو ګواښونو سره مل دي او که چیرې دغه مدافعان، د پخواني حکومت کارکوونکي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان که ونه نیولی هم شي احتمال لري چې د غچ اخیستلو د وژنو قرباني شي.

پاکستان کې د کډوالو ستونزې

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د ګڼو ننګونو سره مخ دي.

ددغه فدراسیون له نظره افغان کډوالو ته د ویزو د تمدید د مودې اوږدوالی یو د عمده ننګونو څخه دی. همداشان دغه فدراسیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ، د کډوالو د منلو هیوادونو او ادارو له خوا د افغان کډوالو دوسیو باندې غور نه کول په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې دوییمه ننګونه ده.

ددې ترڅنګ دغه فدراسیون افغانستان ته ددغو کډوالو د ستنیدلو په صورت کې د وژلو خطر د یوې بلې ننګونې په توګه یاد کړی دی.

وړاندیزونه

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو روان بحران ته په کتنې د کډوالو د وضعیت ښه کیدلو لپاره یو لړ وړاندیزونه هم مطرح کړي دي.

دغه فدراسیون ویلي دي چې د دغه وضعیت د سمبالولو لپاره " له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره اقدمات" ترسره شي او هغو هیوادونو ته چې کډوالو د پناه اخیستلو غوښتنې کړي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري او ددغې کمیشنرۍ اړوند ادارې د کډوالو په غوښتنلیکونو باندې د غور بهیر چټک کړي.

دغه فدراسیون ویلي: "د افغان کډوالو پر وړاندې ننګونې د افغانستان خلکو سره د بشر پاله مرستو چمتو کوونکو هیوادونو ته ورسوئ".

دغه فدراسیون د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د انساني ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره دې عملي اقدام وکړي او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو وضعیت باندې دې غور وکړي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

ملګري ملتونه وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل څخه تراوسه ۳۷۵ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر له ۴۰۰ زرو څخه زیات ښودلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې څخه دفاع کړې او ویلي دي چې دا پریکړه ددغه هیواد د کډوالۍ د کورنیو قوانینو پر اساس تطبیق کیږي او په ترڅ کې یوازې هغه کسان په نښه کیږي چې په دغه هیواد کې په غیرقانوني ډول اوسیږي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې زیانمنونکي افغان کډوال به له پاکستان څخه ونه شړي، خو باید جریمه ورکړي. د پاکستان د کډوالو د ادارې یو چارواکي د تیرې جمعې په ورځ وویل چې هرافغان چې درییمګړي هیواد ته د تللو نیت لري په ویزه کې د ټاکل شوې مودې څخه د زیاتې مودې لپاره په دغه هیواد کې د پاتې کیدو او یا هم د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله باید له ۸۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیاته جریمه ورکړي.

هغه کسان چې باید دا ډول فیس ورکړي په کې په لسګونو زره افغانان شامل دي چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د ماموریت پر مهال دغو ځواکونو سره کار کړی دی او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې پاکستان ته کډه کړې ده.

پاکستان ددې اقدام څخه دفاع کړې او ددغه هیواد چارواکو ویلي چې دا پریکړه د هیواد د کډوالۍ د قوانینو سره مطابقت لري.

فورم \ دبحث خونه