شاته

د اسرائیل په بریدونو کې د حماس یو قوماندان او درې مشران وژل شوي

د حماس پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵مه) وویل، چې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې د دې ډلې د یو پوځي قوماندان احمد الغندور په ګډون درې جګپوړي مشران یې وژل شوي دي.

د حماس د عزالدين القسام لوا په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې الغندور د حماس د پوځي شورا غړى و.

خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې د دې ډلې د دریو وژل شویو مشرانو په ډله کې ایمان صیام هم شامل دی. اسرائیلي رسنیو ویلي چې ایمان صیام د القسام په لوا د راکټي بریدونو مسؤل و.

د حماس لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې د دغې ډلې د څلورو جګپوړو غړو د وژل کېدو وخت او ځای نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا د جمعې ورځې راهیسې د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند ټینګ شوې دی او دواړو خواوو په تېرو درېیو ورځو کې د یو بل لسګونه یرغمل او بندیان خوشې کړي دي.

الغندور چې په ابو انس هم مشهور و، په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا له خوا د نړیوال ترهګر په توګه وپېژندل شو او نوم یې د امریکا د اقتصادي بندیزونو په تور لېست کې شامل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې الغندور (ابو انس) د حماس د شورا پخوانی غړی او د دې ډلې د سیاسي څانګې غړی و، چې د حماس په ګڼو عملیاتو او بریدونو کې یې لاس درلود.

په ورته وخت کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د څلور ورځني موقت اوربند پای ته، چې د قطر په منځګړتوب او د امریکا او مصر په ملاتړ یې زمینه هواره شوه، یوازې یوه ورځ پاتې ده.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي‌ دي.

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې نږدې ۱۵۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې منبع دا ارقام تائید کړي نه دي..

د هغه موافقې له مخې چې د موقت اوربند لامل شوی، حماس ژمنه کړې چې ۵۰ یرغمل خوشې کړي او اسرائیل ژمنه کړې چې لسګونه فلسطیني بندیان به خوشې کړي.

فورم \ دبحث خونه