samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

ژبه او ادبيات


د تېرو هېرو او نوو حماسو ټولگه

د تېرو هېرو او نوو حماسو ټولگه / پوهاند دوکتور م.ا. زيار           اکسفورډ،۰۱۱-۱۳-۵ ((ته زما ټوله شاعري يې))    ((ته زما ټوله شاعري يې)) يو زړه راکښونکی شاعرانه نوم دی چې دپښتني- افغاني ځوان پښت استازندويه نوښتگر شاعر غفور لېوال پکې د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ گردې پنځونې په يوځايي ډول رانغښتې دي. شاعرانه نوم يې په دې بولو چې زما په څېر، د ژبني هنر او بيا يې د هن

18.05.2011 samim

په پښتو کې د (ی) ډولونه

           په پښتو کې د (ی) ډولونه : په پښتو املا کې (ی) په پنځه ډوله ليکل کيږي . ۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) . ۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زېر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) . ۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده  ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې). ۴ـ

02.02.2011 samim

سترګې او ملګرتيا

آيا تاسې د خپلو سترګو ترمنځ په اړيکو پوهېږﺉ، دوی يو ځای رپيږي، يو ځای حرکت کوي، يو ځای ژاړي، يو ځای نور شيان وينی او يو ځای پټېږي، په داسې حال کې چې دوی هېڅکله يو بل نه ويني..... ملګرتيا هم بايد همداسې وي!!! پرته له ملګرو ژوند

04.12.2008 samim

دين نه وسيله مه جوړوئ !

دين نه وسيله مه جوړوئ ! پرون په کابل ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه . د دغې ورځې له را رسېدو وړاندې په دې اړه بيلابيل پوسټرونه پر ديوالونو ځړول شوي وو . په پوسټرونو کې د اسلام کلمه ډېره کارول شوې او وينا والو هم په همدې کلمه ټينګار کاوو . زموږ هېواد يو اسلامي هېواد دى ، خو دغلته ډېرې وخت پر اسلام هغه وخت ډېر ټينګار کېږي چې کله يې ورته اړتيا وليدل شي او په واقعيت کې له اسلام څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخستل کېږي . دغه راز ډې

26.11.2008 samim

ولسمشر څوک ټاکي ؟

ولسمشر څوک ټاکي ؟ يو وخت له يوه تعويذ ليکونکي سره ناست وم ، يو سړى ورته راغى، له خپلې ميرمنې يې سر ټکاوه او ويل يې چې کور کې غلا کوي او بيا قانع کېږي هم نه . تعويذ ليکونکي وپوښتل : د غرڅې ( آهو ) پوستکى پيدا کوى شي ؟ هغه ځواب ورکړ : پيدا به يې کړم خو ژر نه . تعويذ ليکونکي وويل : اوس رخصت يې او هر وخت چې دې پوستکى پيدا کړ راشه . چې څنګه سړى ووت ، ترې وه مې پوښتل : اغا صاحب ! د غرڅې په پوستکي څه کوې ؟ اغا صيب ، يو ژيړ کتاب را مخ ته کړ ، ګوته يې په ژبه

20.11.2008 samim

اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !!

اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !! مرثيه اسرافيله ( ع ) په شپيلۍ دې ګوتې کېږده پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي د ادم نسل له يو مخې پناه شي اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي اسرافيله ع !په لغمان کې وير ماتم دى له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي ستړي

22.10.2008 samim

زړه کيسه نوى تکرار

زړه کيسه نوى تکرار دا د ٦٨ ١٣ کال کيسه ده ، هغه مهال موږ په هريپور کمپ کې د مهاجرت شپې سبا کولې . دا داسې دوره وه ، چې موږ ته له پولې اخوا او په ځانګړې توګه کابل او د وخت دنظام په قلمرو کې ټول خلک سره کاپر ښکاريدل . خو يواځې په دې هم نه قانع کېدو ، د هر جهادي تنظيم کسان بل جهادي تنظيم ته سم خلک نه ښکارېدل او حتى د وينو تږي يې وو . هريپور ، يوه شنه خو توده سيمه وه ، دلته به موږ په دوبي کې د انګړ په منځ کې ډوډۍ خوړه او د ځمکې پکى به راته تاويده راتاوېده . په هغه شپه موږ

20.10.2008 samim

قبرونو ، مبارکي ومنئ !!

  قبرونو ، مبارکي ومنئ !!رحمت ولي او ډاکټرصاحب علي خيل ! تاسوته يو زيرى لرم . خبر شوئ ؟ ستاسو ملګرو چې د مرګ ويره لکه سيورى ورپسې وي ، د تانزانيا د کرکټ په سياليوکې کوربه هېواد ، جرسي ، فيجي ، هانکانګ او ايټاليا ته ماتې ورکړه . هغوى په دغو سياليوکې خپله وړتيا وښوده او د چارواکيو له لاسه د بدنامه افغانستان ، ملي بيرغ يې ورپاوه . ښاغلو ! زه پوهېږم ، تاسو به دغه زيري ته ډېر په تمه وۍ ، په اورېدو به يې ډېر خوشحاله شوي ياست خو ځواب نه شئ راکولى . په تاسو اوس د سولې

14.10.2008 samim

اساسي قانون يوه تشه پلمه

اساسي قانون يوه تشه پلمه له کله نه چې بهرنيو ځواکونو او موجوده حکومت ته د مخالفانو زور معلوم شوى نو ، د سولې بلنې يې پيل کړي دي . خو دغه بلنې او د مقابل لوري غبرګونونه داسې ښيي چې ، يوه ډله هم په رښتني توګه سولې ته ليواله نه ده . افغان دولت او د هغوى بهرني ملاتړي چې کله مخالف وسلوال سولې ته رابولي نو يواځينې شرط يې د اساسي قانون منل وي . دوى وايي : هغه څوک چې اساسي قانون ومني نو در وازه يې په مخ پرانستې ده . دولت او بهرنيان ، داسې ښيي چې دوى د اساسي قانون سرسخت م

07.10.2008 samim

مولاناخادم او نشنليزم

مولاناخادم او نشنليزم

23.09.2008 samim

د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه

د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه

06.08.2008 samim

دژباړې فن

 

05.08.2008 samim

هسکې مينې ولسوالۍ ته تللی وم

هسکې مينې ولسوالۍ  ته تللی وم

09.07.2008 samim

خلک وايي ليونی دی

خلک وايي ليونی دی

15.06.2008 samim

ژمنه کوم

زه له ځان سره ژمنه کوم، چې نور به مې زړه ستا لپاره نه په تنګيږي

19.05.2008 samim

مننه بوشه!

مننه بوشه!

24.04.2008 samim

چې ټول پوه شي

چې ټول پوه شي

31.03.2008 samim

(مينه درسره لرم)

(مينه درسره لرم)

26.03.2008 samim

زما ګرانې !

زما ګرانې ! ز

26.03.2008 samim

نننۍ رسنۍ او ژبنۍ تېروتنې

  نننۍ رسنۍ او ژبنۍ تېروتنې

15.03.2008 samim

عمومي سېمانتيک

عمومي سېمانتيک عمومي سېمانتيک معنا او د معنا معنا (بنيادي علت

26.02.2008 samim

د غزل د ګل ګلپاڼه

راليږونکی :انديښمن ځاځىنيټه : 25-02-2008د غزل د ګل ګلپاڼه وايي شاعر د ټولنې شعور دى . شاعر هغه څوک دى چې ويده قومونه راويښوي زيار او کار ته يې هڅوي او په کار مشغولو ملتونو ته د بدلون لارې چارې ګوري نو له همدې امله ويل کيږي چې بې شاعره ټولنه بنده ټولنه ده او آزادي نه لري .د شعر په اړه ډيرې خبرې شوي دي خو دا خبره اوس جوته شوې ده چې شعر د نورو هنرونو لکه موسيقي ،مجسمه جوړول ، نڅا ، معماري ،

25.02.2008 samim

ته دمينې کرښه کش کړه

ته دمينې کرښه کش کړه زه به پاڼه دکتاب شم همځولو به مې هره ورځ راته د خپلې مینې او محبت کیسې کولې ، خوزما په زړه یې هیڅ اغیز نه کاوه. دا هرڅه به راته جعلي او لباسي ښکاریدل. ډیرو به راته ویل چې ته پدې ځوانې کې یوه معشوقه نه لري ، د پوهنتون محصل او معشوقه نه لرل ؟ دنه منلو خبره ده . خو زما دزړه د مينې دروازه دې یوې خبرې هم خلاصه نه کړای شوه . دانه چې زه په مینه باور نه لرم خو زه د اوسنۍ زمانې په مینانو باوري نه یم. پخوا به خلکو ویل چې مینه کیږي نه ، پیداکیږي ، خو اوس مینه کیږي ، پیدا کیږي

20.02.2008 samim

كرزيه ته مسؤل يې!؟

                                                              كرزيه ته مسؤل يې!؟                  &nbsp

09.02.2008 samim

د پوهنې وزارت د احصائیې اداره !شرم دی شرم !!!

د پوهنې وزارت د احصائیې اداره !شرم دی

30.01.2008 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more