ته دمينې کرښه کش کړه زه به پاڼه دکتاب شم همځولو به مې هره ورځ راته د خپلې مینې او محبت کیسې کولې ، خوزما په زړه یې هیڅ اغیز نه کاوه. دا هرڅه به راته جعلي او لباسي ښکاریدل. ډیرو به راته ویل چې ته پدې ځوانې کې یوه معشوقه نه لري ، د پوهنتون محصل او معشوقه نه لرل ؟ دنه منلو خبره ده . خو زما دزړه د مينې دروازه دې یوې خبرې هم خلاصه نه کړای شوه . دانه چې زه په مینه باور نه لرم خو زه د اوسنۍ زمانې په مینانو باوري نه یم. پخوا به خلکو ویل چې مینه کیږي نه ، پیداکیږي ، خو اوس مینه کیږي ، پیدا کیږي نه . البته داهم نه وایم چې زه ډیر بې مینې او دنفرت ګوډی یم، خو کیدای شي چې زما په زړه لا دمینې هغه باد نه وي رالوتی کوم چې به زما د زړه دمینې د دروازې زنځیرونه وشلوي. دمینې په ورځ مې یو ملګري چې په هندوستان کې زده کړې کوي په چټ کې راته وویل : «هلکه پوهیږې چې نن دمینې ورځ ده ؟» ځواب مې ورکړ چې ، په ما یې څه مینه پوه شه او مینان . د پیغام په لیږدولو سره مې ملګري څو پیغامونه ډير په بیړه سر په سر راواستول: ـ او هو ! ولې ته معشوقه نه لري؟ ـ نن خو هغه ورځ ده چې یو معشوق خپلې معشوقې ته سوغات ورکوي. ـ نن ورځ معشوق له خپلې معشوقې ته دزړه اظهارکوي . ـ په هندوستان کې نن ټول پوهنتونونه رخصت دي، ـ ښه دوسته زه ځم په ما ناوخته دی ـ نن زمونږ په پوهنتون کې د مینې د ورځ په مناسبت جشن جوړشوی. ـ دخدای په امان. سمدستي راسره یو بل دزړګي سر ملګری (رـ س) په چټ کې مخامخ شو ما هم چې معشوقه نه درلوده همده ته مې دمینې د ورځې مبارکي وویله . ده په خندا راته ځواب راکړ ولی انډیواله زه خودې معشوقه نه یم دا مبارکي خلک خپلې معشوقې ته ورکوي. په خندا مو سره یو څو شیبې خبرې تیرې راتیرې کړې لږ وروسته مې دده دخبرې په اړوند فکر وکړ . خو نه دده خبره زما زړه ونه منله مینه یواځې دمعشوق یامعشوقي سره نه وي بلکې مینه له هر چا سره کیدای شي مینه له مور او پلار سره ، مینه له دوست سره ، مینه له ورور خور سره ...... ځینې خلک مین یواځې هغه چا ته وایې چې معشوقه یا معشوق ولري خو نه داسې نه ده هر انسان مین دی بې له مینې انسان ژوند نه شي کولی، همدا مینه ده چې انسان یې ټولنیز مخلوق ګرځولی، همدا مینه ده چې انسان یې پرمختګ ته هڅولی ، همدا مینه ده چې انسان ته یې تل پاتې ژوند ورکړی..... دنړۍ هیڅ داسې قانون لا نه دی جوړ شوی چې په هغې کې په مینه بندیز وي او همدا مینه ده چې لا تر اوسه کوم ټاکلی تعریف هم نه لري ځکه هر څوک ورته له بیلې بیلې زاوې ګوري .نو دمینې په ورځ یواځې معشوق یامعشوقې ته سوغات او اظهار نه بلکی هر چا سره چې مینه کوﺉ مبارکي ورکول پکار دي . ټول ژوند مو له مينې ډک ستاسې مينه وال حسيب الله شينواری