زما ګرانې !
زه تل له تاسره یم
ستا په هرغم او ښادۍ کې
زه له تاسره ژړیږم او له تاسره خندیږم
زه چې هر وخت ژاړم نو یو لوښی مخ ته کیږدم
چې ټولې اوښکې پکې توی شي
خو کوم کنډ اوښکه چې زما پر شونډو ودریږي
نوزه پوه شم چې دا ته یې
خو ګرانې !
چې کله دې هم ژړل
نو ماته غږ کړه
زه تاته دا وعده نه درکوم چې زه به تا وخندولای شم
خو دومره وایم چې له تاسره به ضرور ژاړم
زه چې کله هم د شپو په تنهایې کې سپوږمۍ ووینم
نو مسک شم ورته او ستا پوښتنه ترې وکړم
ګوره ګرانې!
کله چې هم کوم یخ باد راوالوته
نو سترګې پټې کړه
او چې کومه تیزه څپه راغله
نو پوه شه چې هغه زه یم
او دخیالونو هغې نړۍ سره چې بې له تا پکې زه هیڅ څوک نه وینم
باد پرمخه کړی یم
که ته ما هیرول غواړې نو هیر مې کړه
خو چې کله هم ساه اخلې او کومه خوشبویي دی احساس کړه
نو پوه شه چې هغه زه یم .
خو ګرانې !
زه تا نشم هیرولی
ځکه ته زما زړه یې
او بې له زړه ژوند ناشونی دی.
حسیب الله شینواری
Haseebnsh@hotmail.com