(مينه درسره لرم)
د مينې په محکمه کې مې دعوه وه
مدافع وکيل مې خپل زړه و
او حاضر کسان ټول
مينان او زړه سوي وو
قاضي زما نوم په زوره واخيست
او زما ګناه يې له تا سره مينه کول په ګوته کړه
او سزا يې راته
د يوازېتوب او مرګ راکړه
پوليسو راڅخه د وروستۍ هيلې پوښتنه وکړه، چې راته پوره يې کړي:
ما ويل، چې تا ته دې ووايي:
((مينه درسره لرم))