خلک وايي ليونی دی

خلکو يو خال ته کتابونه وليکل، د زلفو يو تار ته ديوانونه جوړ کړل ټوله نړۍ  د خپلې معشوقې دپښو خاورو سره نه برابروي

يوه اوښکه يې درياب ګڼي خپله اوښکه له وينو سره پرتله کوي.

 خلک ورته فيلسوف وايي

خو زه چې ستا کتاب کتاب يادونه، ستا غزل غزل خبرې،ستا هغه دکړنګ خندا چې انګازې به يې جوړولې په يوڅو ټکو کې راوړم نو خلک راته ليونی وايي.

خو پرې نه يم خفه ستا په سر چې په ما هر تور ولګيږي زه پرې وياړم او هيڅ پروا مې پرې نشته ځکه مينه که هر څومره خوږ لفظ دی خو ترخه له ځانه سره ډير لري  او څوک چې مينه کوي نود نفرتګرو دليونتوب تور څه چې دترهګرۍ تور ته به هم سينه کلکه ساتي.

                                                   حسيب الله شينواری