دين نه وسيله مه جوړوئ !

پرون په کابل ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه .
د دغې ورځې له را رسېدو وړاندې په دې اړه بيلابيل پوسټرونه پر ديوالونو ځړول شوي وو .
په پوسټرونو کې د اسلام کلمه ډېره کارول شوې او وينا والو هم په همدې کلمه ټينګار کاوو .
زموږ هېواد يو اسلامي هېواد دى ، خو دغلته ډېرې وخت پر اسلام هغه وخت ډېر ټينګار کېږي چې کله يې ورته اړتيا وليدل شي او په واقعيت کې له اسلام څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخستل کېږي .
دغه راز ډېرى وخت د اسلام هغه برخې ته پاملرنه کېږي چې له شخصي ګټې او سليقې سره يې برابر وي .
يو وخت په يوه نظامي مرکز کې ناست وم ، شاوخوا کسانو غټ – غټ پګړي وهلي وو ، د روژه ماتې لپاره په دسترخوان بيلابيل خواړه او تازه ميوې کېښودل شوې .
موږ ډوډۍ خوړه خو له بيرونه په پرله پسې توګه همدا يو غږ راته ( يک لقمه نان به نام خدا ) دسترخوان ټول شو ، د ډوډۍ د پاى دعا وشوه اوبيا لمانځه ته ودرېدو .
چې کله سلام وګرځول شو ، څنګ ته ناست سړى مې پر اوږه لاس کېښود ، سترګې يې را وويستې او بيا يې وويل : پټکى دې ولې نه دى په سر ؟
ماويل : خوله ، مې په سرده او بيا پټکى په سرول خو څه فرض نه ده .
له دې خبرې سره پرې اور بل شو ، د پټکي د فضيلت په اړه يې ډېر څه وويل خو دا اور يې هغه وخت سوړ شو کله چې زه هم له کنټروله ووتم .
ماويل : ته چې په پټکي دومره ټينګار کوي او دومره کلک سنت يې ګڼې ، ولې د رسول الله ص په هغه حديث عمل نه کوي چې فرمايي :
تاسو به تر هغې د پوره ايمان خاوندان نه شي ترڅو چې خپله ماړه ياست او ګاونډي مو وږي وي .
ورپسې زياته مې کړه :
جنابه !
تا د خوراک په وخت د سوالګرې غږ نه اورېده چې يوه مړى وچه ډوډۍ يې غوښته او ...
د خوراک په وخت دې دغه حديث ولې هېر و ؟؟؟؟

خبره اوږده شوه ، نور کسان ترمنځ شول او زموږ بحث چې لاس او ګريوان کېدو ته نږدې شوى و ، ختم شو .
رښتيا هم ، چې ډېرى مسلمانان دين په خپله ګټه او ذوق تعبيروي ، هغه برخه يې را اخلي چې ګټه يې په کې وي او تاوان ته يې د ټينګې نه وي .

زما په اند که دين د مصلحتونو ، شخصي اوسياسي ګټو قرباني نه شي ، نو ټول خلک به د يوه ارامه ژوند څښتنان شي او څو ک به د چا وژلو ته څه چې ، ځورولو ته هم زړه ښه نه کړي .
وګورئ ! قران کريم ١٤ پېړۍ وړاندې زنا کار او زنا کارې ، غله او يو شمېر نورو مجرمانو ته سزا وې ټاکلې ده ، خو زموږ ولس اوس هم ځکه د دغو جرمونو قرباني دى چې ، په اړه يې الهي حد نه دى پلى شوي او چې کله يې د تطبيق هڅه شوې نو يو شمېر نهادونو ورسره مخالفت ښودلى دى .
خو اسلام ته بيا همدغو نهادونو هغه وخت مخ اړولى چې ورته اړتيا يې پيدا کړې ده .

هغه ټولنې چې اوس د تاوتريخوالي په کابو کولو کې په اسلام ټينګار کوي ، همدوى بيا د مجرمانو په حق کې دالهي حدودو له پلي کېدو سره په بيلابيلو پلمو مخالفتونه کوي .

که دغه الهي احکام په رښتوني توګه تطبيق شوى واى نو نن به دومره لګښتونه ته اړتيا نه وه ، جنسي تېرى خو پر ځاى پرېږده ، چابه زنا ته هم زړه نه شو ښه کولى او نه به څوک د خپل مال په سر وژل کېده او تښتول کېده .

په دې وروستيو کې په يو شمېر سيمو کې جنسي تېري هم ډېر شوي دي چې ډېرى قربانيان يې تنکي ماشومان دي .
خو تر اوسه يوه تېري کونکي ته هم د خلکو په وړاندې سزا نه ده ورکړل شوي او دا ځکه چې مخالفتونه ورسره کېږي .
کيداى شي ځينو ته په پټه سزا ورکړل شوى وي ، خو نورو ځکه ترې عبرت نه دى اخستى چې ليدلي يې نه دي .
که الهي احکام د ځينو مصلحتونو لپاره د عمل ډګر ته را ونه وځي ، نو لرې نه ده چې ټولنه داسې يوې خواته لاړه شي چې بيا به يې مهار کول ناشوني شي .

يادښت : تبصرې وکړئ
محمد نعمان دوست ، کابل
د ليندۍ ٦مه