آيا تاسې د خپلو سترګو ترمنځ په اړيکو پوهېږﺉ، دوی يو ځای رپيږي، يو ځای حرکت کوي، يو ځای ژاړي، يو ځای نور شيان وينی او يو ځای پټېږي، په داسې حال کې چې دوی هېڅکله يو بل نه ويني..... ملګرتيا هم بايد همداسې وي!!! پرته له ملګرو ژوند دوزخ دی. څوک ستاسې ښه ملګری دی، دا ټولو ملګرو ته واستوﺉ، حتا ماته هم که زه ستاسې د ښو ملګرو په ډله کې اوسم، ټولو ملګرو ته يې واستوﺉ، وګورﺉ، چې څومره بېرته ترلاسه کوﺉ!
په مينه
ستاسې ملګری
ر. س
26.11.2008
- samim
دين نه وسيله مه جوړوئ !
پرون په کابل ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه . د دغې ورځې له را رسېدو وړاندې په دې اړه بيلابيل پوسټرونه پر ديوالونو ځړول شوي وو . په پوسټرونو کې د اسلام کلمه ډېره کارول شوې او وينا والو هم په همدې کلمه ټينګار کاوو . زموږ هېواد يو اسلامي هېواد دى ، خو دغلته ډېرې وخت پر اسلام هغه وخت ډېر ټينګار کېږي چې کله يې ورته اړتيا وليدل شي او په واقعيت کې له اسلام څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخستل کېږي . دغه راز ډې...
21.12.2008
- samim
بوش ، وروستۍ نښه نه ده
د تره زوى او د کوچينوالي ملګري مې هميشه په خپل سپي پشيانې زغلولې او له همدې يې خوند اخيست .يوه ورځ زه هم ورسره وم ، سپي پيشو په مخه کړه ، هغه زموږ واړه باغ کې د بکيانډې ونې ته وښته او سپي د ونې له بېخه ورته غپل . د تره زوى مې په پېشو د غولکې ګزارونه وکړل ، هغه ناچاره شوه . لاندې سپي ورته تور او بريښ کو او په ونه کې له کاڼو په امن نه وه . يو ناڅاپه يې را ټوپ کړ ، د سپي پر مخ ونښته ، د هغه مخ يې په وينو سور کړ او بيا سپې د سترګو په رپ کې باغ پرېښود ....