اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !!
مرثيه
اسرافيله ( ع ) په شپيلۍ دې ګوتې کېږده پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي
دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي د ادم نسل له يو مخې پناه شي
اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي
پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي
اسرافيله ع !
په لغمان کې وير ماتم دى له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي
اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي
ستړي ، ستړي مزدوران دي چا وژلي بوډا پلار سره يې وس د کفن نشته
د خپل زوى جسد ته غلې غلې ګوري له مورکۍ سره يې توان د ګفتن نه شته
هلمنديانو ، کندهاريانو ولې ولې ؟ ؟ مساپر خلک په خپل کلي کې وژني ؟
د ډوډۍ غم پسې وتي وو له کوره قلندر خلک په خپل کلي کې وژني ؟
ميرويس نيکه اولاد نه دې خبر يې ؟ ستړي _ ستړي مزدوران يې راته مړه کړل
ترمې _ ترمې يې په خاورو را ګوزار کړل د لغمان تنکي ګلان يې راته مړه کړل
احمد شاه بابا ، موږ هم د تا لمسيان وو ، هسې خوشې موږ با با نه وايو چاته
خو چې ستا په چم کې دا چارې را وشوې خداى خبر که نور با با ووايو تاته
محمد نعمان دوست ، کابل
د لړم لومړۍ
يادونه :
څو ورځې وړاندې د هلمند – کندهار پر لويه لاره ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې ٣٠ تنه هغه بېوزله لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول .
Numandost75@yahoo.com