shamshad shamshad
نوم : ستانه مير زهير
د شينوارو د هسکې مېنې اوسيدونکی
زده کړې : ما ستر ، د کابل پولي تخنيک انستيتوت ، شل کاله کيږي چې د خپل مسلک تر څنګ ادبي ليکنې هم کوي
ادبي ليکنې
انصاف ، انصاف ، انصاف ........ !!!
انصاف ، انصاف ، انصاف ........ !!! هغه ورځ دکور نه په سودا پسې ښار ته لاړم ، زما عادت دی چې دوکاندارانو سره مې په بيو کې چنې وهل په وس نه دي پوره . نو دا مې غوره وګڼله چې د خپلې اړتيا وړ سودا په هغو پلورنځيو کې واخلم چې په لو حه يې ( انصاف ) ليکل شوي وي ، نو ځکه مې : چای په ( انصاف چای پلورنځي ) کې واخيست ، بوره مې په ( انصاف خوراکه فروشۍ ) کې واخيسته ، د جامو رخت مې په (انصاف رخت فروشي) کې واخيست ، همغه رخت مې بيا ( انصاف کالي ګنډونکي ) ته سپاره . د غرمې ډوډۍ مې هم په ( انصاف رس
ښه سړی ؟
ښه سړی ؟ په ادراره او منجمنټ نه پوهيده ، خو بيا هم د لويې ادراې مشر و ، ځکه چې ښه سړی و پخپله يې خيانت نه کاوه ، خو د لاس لاندې مامورينو د خيانت مخه يې هم نه نيوله ، ځکه چې ښه سړی و په اداره کې يې انارشي او ګډوډي ډيره زياته وه ، خوهغه يې مخه نه نيوله ،ځکه چې ښه سړی و خپل لوي امر ته به تل د احترام په توګه په ملا کړوپ و ، د هغوي هم خوښيده ، ځکه چې ښه سړی و پخپله بې مسلکه و، خو په مسلکي پوست کې يې کار کاوه ، ځکه چې ښه سړی و. زمری خان چې د همدې ادارې يو پخوانی
ستاينه !!!
ستاينه !!! - شاعرچې راته خپل شعر واوراوه نو ما ورته وويل :واه ! واه ! تر ټولو ښه شعر دې راته ووايه ! مسکا يې په شونډو راخوره شوه او ډير خوشاله شو - د پوهنتون استاد سره د پوهنتون په انګړ کې مخامخ شوم ورته ومې وويل : زموږ په استادانو کې تاسو هغه استاد يې چې تر ټولو ښه لکچر ورکوې ،خندا يې وکړه او ډير خوشاله شو. په امتحان کې يې ښې نمرې هم راکړې . - ډاکټر ته مې په خپل کتنځي کې وويل : زموږ د ښار په ټولو ډاکټرانو کې ، تاسو د ډير ښه نوم خاوند ياستی ،ډير خوشاله شو او په دې خوشالۍ کې
وې خدايه ! دا خلک به څه وايي ؟
وې خدايه ! دا خلک به څه وايي ؟ - لور مې اوه کلنه شوه ، غوښتل مې په ښوونځي کې يې شامله کړم ، نيا چې مې خبره شوه ، له غوصې نه تکه سره شو ، ويل يې په ځوانه ځوانۍ ځوانيمرګ شې ،که ته دا کار وکړې، دا خلک به څه وايي ؟ - زوي ته مې اختيار ورکړ چې خپل واده په خپله خوښه وکړه، نيا چې مې دا خبره واوريده ، په قهر يې راته وويل: وې خدايه دا څه دا سپکه خبره دې وکړه ،که ستا له دې خبرې څوک خبر شي ، دا خلک به څه وايي ؟ - ښځه مې ناروغه وه ، غوښتل مې ډاکټر ته يې بوځم ، موږ چې د کور له دراوزې وتلو
دموسسې مرسته !!!
زهير شينواری دموسسې مرسته !
زهير شينواری
پښتون- غږ مې پرې وکړ : پنجابيه ديخوا راشه !- ويل يې : پنجابی به دی پلار وي ،پنجابی به دې نيکه وي ، زه سم سوچه پښتون يم :- ورته ومې ويل : څه کار کوې ؟_ ويل يې : د پنجابي د کور څوکيدار يم .
غوږونه ، سترګې او ژبه !
يوه ورځ مې په راډيو کې د يوه ځوان شاعر د احساساتو نه ډک قافيوال شعر اوريده چې په هيواد کې يې د شته غميزو، ناخوالو نه سر ټکاوه ، د شعر منځ پانګه په دې ډول وه : وطنه ! چې ستا په غيږ کې نور شته ظلمونه ونه ګورم، ځم او په تيره دوک خپلې دواړه سترګې وباسم چې ستا په غيږ کې ناخوالې ګورم او څه ويلی نه شم ،نو بيا ژبه څه په کار ده ، ځم او د قصاب په تيره چاړه يې له بيخه پرې
زه او ته
هغه ورځ چې زه او ته ، يو بل ته مخامخ شو
د يارانو ياد
د يارانو ياد خدای دې لري، ياران مې ډير وو، خو په ټولو کې مې يو يار ډير ياديږي. نوم يې “مرچکی”
غلطي او ميراث
غلطي !!!په ژوند کې هر څوک غلطي کوي :_ بزګر لو کاوه ، په غلطۍ کې ورنه خپله ګوت
لوړ او ټيټ کلتور
لوړ او ټيت کلتور د پنډي ( جوالي ) په اوږه پړی پروت و ، د ښار په لوي واټ په دې اميد روان و که څوک پرې کوم پ
ويره !
ويره !په خپل کور کې ويره ، د خدای
واړه سرونه ، ستر منصبونه
واړه سرونه ، ستر منصبونهکله چې په لومړۍ ورځ نوي ريس د لوي رياست په څوکۍ کيناست ، بدر ګه کوونکو ورته خپل لاسونه وپړقول او هريوه تودې مبارکۍ ورکړې ، نو ناڅاپه يې خپل سر په دواړ