لوړ او ټيټ کلتور
د پنډي ( جوالي ) په اوږه پړی پروت و ، د ښار په لوي واټ په دې اميد روان و که څوک پرې کوم پنډ، له يوه ځايه بل ځای ته يوسي او بيګاه ته د خپلو بچيانو له پاره يوه مړې ډوډۍ پيداکړي .د تګ په وخت کې يې ناڅاپه د کيلې په پوټکی سترګې ولګيدې ، هغه يې را پورته کړ څو قدمه وړاندې لاړ او د خځلو په ډيران يې واچاوه .
شيبه تيره نه وه چې يو لوکس موټر يې په خوا کې ودريده ،اوتو کړي فيشني ځوان د موټر ښيښه خلاصه کړه او د کيلو له پوټکو ډکه پلاستيکي کڅوړه يې په پاخه سرک وغورځوله ، پنډي لومړی لوکس موټر ته په حيرانۍ وکتل او بيا يې د سرک په سرهرې خواته د کيلو خورو ورو پوټکو ته ، سريې و خوځاوه خو پوه نه شوم چې په زړه کې يې څه تير شول؟