ويره !
په  خپل کور کې ويره ، د خدای ( ج) په کور کې ويره ، په سرک ويره ، په هوټل کې ويره ، په دفتر کې ويره ،په غره کې ويره ، په دښتو کې ويره  لنډه دا چې د ژوند هره شيبه ، په هر ځای کې له  ويرې او ډار څخه ډکه  وه
ځکه خو  په رڼا ورځ ، د لويې لارې په سر ، دوه تنه  يو بل ته مخامخ په څو مترۍ کې ودريدل ، که څه هم دوي يو بل نه پيژندل او لاره لويه وه خو بيا هم يو په بل نه ورتلل .
ځکه يو له دې ډاريده   چې مخاخ کس يې ځان وژونکی( انتحاري ) نه وي او بل له دې ډاريده چې مقابل لوری يې ( جاسوس ) نه وي . ورځ شپه شوه او د شپې په تياره کې دواړه يو له بل نه ورک شول .