واړه سرونه ، ستر منصبونه
کله چې په لومړۍ ورځ نوي ريس د لوي رياست په څوکۍ کيناست ، بدر ګه کوونکو ورته خپل لاسونه وپړقول او هريوه تودې مبارکۍ ورکړې ، نو ناڅاپه يې خپل سر په دواړ لاسونو کلک ونيوه او په بيړه يې وويل :
_ ای خلکو ! زما په سترګو څه وشول ، تاسو ټول ما ته د ميږيانو په څير واړه ښکاری
ولاړو خلکو يو بل ته حيران حيران وکتل ، د چوپتيا فضا خپره شوه ، خو د رياست يو پخواني چپړاسي چې پوره څلوپښت کاله يې په دې رياست کې د بيلا بيلو ريسانو سره کار کړی و د چوپتيا فضا داسې ماته کړه :
_ صيب ، صيب ! هيڅ انديښنه مه کوی ، تاسو کومه ناروغي نه لری ،ستونزه دا ده چې ستاسو سر وړوکی او منصب دې لوي دی ، ځکه خوسترخلک درته واړه ښکاري .