دروند او په خپلی مورنۍ ژبی پښتو  سپيڅلی مېن شيرزاد کامول صيب!
تر هر څه  د مخه د ټول افغان د پنځمی کاليزې مبارکۍ تاسو دټول افغان يب ماسټر او  ستاسو د ټيم همکارانوهر يو مجيب انګار ، زمه وال ، بوريوال کاکړ ، وحيد افغان ، سپين غر ،  غمی او نور و هغو کسانو ته چې اوس يې نوم زما  په ذهن کې نه شته او د ټول افغان سره د زړه له تله همکاري لري وړاندې کوم . ځکه د همدغو خبريالانو د هڅو او هاند  برکت دی چې موږ يې  تل  په نړۍ او هيواد کې  د نوو او تازه  پيښو خبر کړي يو . اميد دی چې د ( ټول افغان ) عمر به تل  همداسې اوږد  او ښيرازه وي . 
کاموال ستاسو سپيڅلی خدمت د لمر په څير هر چاته معلوم دی ، که له يوې خوا مو د ټول افغان په څير  علمي . کلتوري ، ټولنيزه ، سياسي  ويب پاڼه د نيټ په نړيوال کلي کې و ځلوله نو د بلې خوا همدا تاسو وی چې د(  خپلې پښتو ) ويبپاڼې  نه وروسته مو د ( ټول  افغان ) له لارې په کمپيوټر کې د پښتو سپوټ په وړيا توګه د هيوادوالو په واک کې ورکړ. په داسې حال کې چې له تاسو نه پخوا همدغه پښتو سپوټ  په زرګونو کلدارو او په سلګونو ډالرو پښتو ته د خدمت په نامه  خرڅيده چې ډير ځل به د ستونزو او مشکلاتو سره  هم مل و .
د ټول افغان د فورم د برخې په اړه  ځنو دوستانو خپل نظرونه ورکړي دي  زه ورته په احترام  لرم خو  په دې اړه زما شخصي نظر دادی ، هر څومره چه په دې فورم  واکمني او سانسور کميږي همغومره به ګټور وي    . ځکه د روان شناسۍ د علومو له پلوه  ډير ځلې  په زړونو کې پرتې  خبرې چې د ويلو او ليکلو زمينه ورته نه وي برابره  بلاخيره  په سترو غٌقدو بدليږي  چې پايلې يې  دسترو جنايتونو زيږنده وي  . دوهمه ګټه يې داده چې پښتانه به هم په ځان او په بل  دانتقاد دکلچر سره بلد شي . دريمه ګټه يې داده چې ځني هغه په اصطلاح حکومتي لوړ پوړي چارواکي ، او په ټولنه کې سياسي ، فرهنګي او ادبي  ما فيايي ټيکه داران چې فکر کوي  ډله ايزې رسنۍ او فرهنګي مرکزونه  يې په خپل لاس کې دي ، د نه شخصيت نه ستر شخصيت او د سترو شخصيتونو نه واړه جوړولی شي او له ويرې ورباندې هيڅوک نيوکه  هم نه شي کولی ، نو ددغسې فورمونو په موجوديت کې به يو څه به په ډار کې وي  اوخپل کړه وړه به په حساب کوي  . 
 بايد ووايو چې  په انټر نيټ کې د نړۍ  ټولو ژبو په ويب پاڼو کې  د بحث فورمونه ازاد وي او د هر چا چې هر څه زړه  غواړي په ازادانه توګه يې ليکي . خو يوه خبره شته او هغه داده چې د نيټ نړۍ هم ځان ته ځانګړي قوانين لري ، دا قوانين د نړۍ په يو ه پارلمان کې هم نه دي تصويب شوي خو بيا يې هم خلک مني او هغو ته احتام کوي . 
اميد دی زموږ هيوادوال به هم  دغو قوانينو ته د درناوي په رڼا کې   د منظق او استدلال په ژبه خپلې ليکنې وکړي  ، نه چاته د ښکنځلو ، سپکو سپورو او يا هم د چا د شخصيت سپکاوی  له پاره مټې راونغاړي . سالم انتقاد د سالمې ټولنې د جوړيد  لومړنۍ خښته ده موږ بايد ورنه ويره ونه لرو .

په ډير درنښت
ديپلوم انجنير ستانه مير زهير