د ساينس فيکش  دلړۍ لنډه کيسه                               

                                 دشين ځنګل په ټاپو کې
د ډاکټر لمر جونګړه د شين ځنګل په ټاپو کې د يوې وړی غونډۍ په سرابا ده وه. هغه خپلې لوړی زده کړې د فارمسي ( دارو جوړونې )  په څانګه کې پای ته رسولې وی. د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو لکه امريکا، انګلستان،جرمنی، فرانسی او چاپان کې يې په سترو علمی سيمنارونو کې برخه اخيستی وه. د پوره علمی صلاحيت او  تجربې خاوند و.
 د ډاکتر لمر په زړه کې د کلونو کلونو را په ديخوا يوه ستره ارزو  پرته وه او دهغې دلاس ته راوړنې له پاره يې، د خپل ژوند پاتې  برخه په خپل پلرني  ټاټوبي (شين ځنګل )کې تيروله.
هغه به چې سهار له خپلې جونګړې راووت نو ټوله ورځ  به  په غرو ،  رغونو کې  د بيلا بيلو  طبي بوټو په راټولولو اخته و. د شپی له خوابه  يې همغه راټول شوی بوټی د خپلی جونګړی په کوچنی لابراتوار کې د ازموينی لاندی نيول . هره ورځ يې همدا مشغولا وه.
 د شين څنګل د ټاپو  اوسيدونکو به ډاکټر لمر، د ډاکټر ليونی  په نامه  يا داوه. ځکه هغوی استد لال کاوه چی موږ خو له غريبۍ نه  دلته  اوسيږو، ، خو دا چې ډاکټر دی ، ښه ډيره شتمني لري   ،  نو دې  په دې وروسته پاتې ټاپو کې چې د ژوند هيڅ ډول اشانتياوې نه لري ، څه بلا غواړي .خو ډاکټر لمر د چا په خبرو پسې نه ګرځيده او په خپل هوډ  يې  پوره باور در لود چې يوه ورځ به خپل هدف ته رسيږي .
د ډاکټر  لمر سپينو  ويښتو د هغه غوږونه پټ کړی وو او تل به يې سپينه  چپن  په تن  وه. فکر يې زيات کاوه او خبری يې کمی کولی  .
نن شپه چې له نيمايی  اوختې وه ،  ناڅاپه  د ډاکټر لمر په جونګړه کې د ژړا  او خندا ګډې انګولا وې پورته شوې . ګاونډيانو په بيړه مرستې ته ورورسيدل . ګوری چې ډاکټر لمر يوې مږۍ ته په ځير ځير ګوری ، کله ورته وژاړي  او کله ورته  داسې خاندی چې ته به وايې د دنيا تر ټولو قيمتی شی يې په  لاس راوړی دی .
ګاونډيان ورته هک پک پاتې شول ،له يوی ښی شيبی  ننداری وروسته ،  يوه ګاونډي ورنه  پوښتنه وکړه:
_ ډاکټر لمر ! څه خبره ده چې په توره شپه مو د شين ځنګل د ټاپو اوسيدونکي په خپله ژړا او خندا د حيرت سره مخامخ کړي دي ؟
خو ډاکټر لمر په خپلې خوشحالې  کې دومره ډوب وچې د هيچا خبره يې نه اوريده ، بس د خپل ځان سره به لګيا وه ، زه بريالی شوم، زه کامياب شوم اوکله نا کله به يې  بيا ، په لوړ اواز چغې کړې  راشی !  راشی ! هلی ! هلی  وګوری !
 دا ځوانه مږه وګوری، دا پرون  داسې نه وه ، زړه  بوډۍ وه، په لاره نه شوه تللی، خو اوس دادی  ځوانه ده، مستي کوي، ټوپونه وهی........
ګاونډيانو به يو بل ته په تعجب وکتل ، نه پوهيدل چې ډاکټر لمر څه وايي؟ ټول د خپلو کورونو په لور روان شول. په تلو تلو کې يې يو بل ته وويل ډاکټر لمر پخوا لږ ليونی و خو اوس  لکه چې پوره ليونی شوی. خدای دې پری ورحميږی..
سبا چې د لمر څپړې  د شين  ځنګل  د ټاپو په هسکو او دنګو ونو،  خپلی وزرې وغوړولی  نو ډلی ډلی خلک د ډاکټر  لمر ننداری ته  ورغلل. خو نن  سهار ډاکټر لمر هغه پرونی بوډا ډاکټر لمرنه و، هغه اوس  څوارلس کلن  ځوان و ، تور ويښته او ښايسته ځواني وه . خلک  ورته هک پک پاتی وو اوپه  حيرانی  يي ، له هغه نه د خپلې د ځوانۍ  د راز پوښتنه  وکړه . ډاکټر  لمر په خوښی ورته وويل :
_ ډير کلونه په همدې بوخت  وم چې يو ډول داسی دارو  جوړ کړم  چې  هغه د انسانی  زړښت  مرحله  بيرته په ځوانی بدله کړی او له نيکه مرغه  دادی  پرونی  شپيته کلن زړو بوډا  ډاکټر  لمر  اوس  تاسو  څوارلس کلن  ډاکټر  په څيره کې ګوری.
 د شين  ځنګل  اوسيدونکو  د ډاکټر  لمر په دی خبره خپل لاوسونه وپړقول او هغه ته يې دوې  ستر  برياليتوب  مبارکۍ ورکړه.
 د ډاکټر  لمر د ( ځوانۍ دارو) د کشف  خبرونه په ټوله نړۍ  کې خپاره  شول . څو ورځې نه وې تيرې  چې د شين  ځنګل  د ټاپو فضا  د نړی د سترو پانګوالو   په هليکوپترو ډکه شوه. هر چا د خپل ځان  سره په بوجيو بوجيو  پيسی راوړی وی او هر يوه غوښتل يې چې  دپيسو  په بدل کې د ډاکټر  لمرنه د ځوانۍ دارو واخلی .
خو ډاکټر  لمر د نغدو پيسو له اخيستلو  نه انکار  وکړ. هغه د شين ځنګل  خپل پلرنۍ ټا ټوبۍ   په څلورو برخو شمال، جنوب، لويدځ اوختيځ   وويشه   او هره برخه يې څو پانګوالو  ته وسپارله ، او دا شرط  يی  ورباندی کيښود  هر چا چې  خپله ورسپارل شوی برخه  د بشری ژوند  د ټولو ضروری اړتياوله مخي  ژر جوړه کړه، نو هغه ته به د ځوانی دارو ورکول کيږی.
پانګوال بيرته ستانه شول او دا ځل يې د پيسو په ځای ، د ځان سره د کار وسايل راوړل .
څو ورځې نه وې تيرې چې  د شين ځنګل  په ټاپو کې هری خواته  د بلدوزرو، ټراکټورونو، کرنونو غرهار ځمکه  او اسمان په سر واخيست .
 چا سرکونه جوړول ، چا کورونه ، چا د اوبو بندونه او چا هم د بريښنا مزی غځول.
په لنډه  موده کې د شين ځنګل  وروسته پاتی  ټاپو په داسی  يو پرمختللی او مډرن  ټاپو بدل  شو چې ساری  يې د نړۍ  پر مخ نه ليدل کيده.او ددې کار په بدل کې د نړۍ ډير زاړه پانګوال هم  په ځوانانو بدل شول .
کله چې  د نړی پرمخ  دغريبو خلکو  غوږونو ته  د اوازه  ورسيده نو ډير مايوسه او انديښمن  شول ځکه هغوي دومره څه نه لرل چې د ځوانۍ دارو پرې واخلي .
د مايوسۍ په فضا کې د پيسو او پانګې له پاره هلی ځلی تندې شوی ، د مدني قانون ځای د ځنګل قانون ونيو ، زورورو د کمزور  و په شتمنيو بريدونه پيل کړل ، هرې  خوا د جګړی اورونه  بل شول ، د کمزورو وينی  وبهيدلی  او زور ور  نور هم شتمن شول.
ډاکټر لمر چې  ددې ستر بشری ناورين څخه خبر شو ، په خپل کړي خدمت  ډير زيات خپه شو ، په بيړه يې د شين ځنګل  له ټاپو  څخه ځان ورک کړ  . اوس  ستر ستر پانګوال چې په بيلابيلو ناروا  لارو يې  سترې پانګې لاس ته راوړي دهغه په لټه کې  دی خو ډاکټر لمر  داسی غيب شوی چې نه يې مړی  او نه يې ژوندی چاته معلوم دی.
د ډاکټر  لمر لابراتوار  څو څؤ ځلی د دارو جوړولو د سترو کمپنيو له خوا  وپلټل شو  چې د همغو دارو نسخه  په لاس راوړی خو ډاکټر  لمر هغه نسخه  د کاغذ  پر مخ  نه ، بلکی په خپلو مغزو کې د ځان  سره وړې ده.
2006-01-10
پيښور